<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-30 18:23:22    
د يوې مسلمانې محصلې خوښی او انديښنه

cri

٢٠٠٤ کال به ژر تير شی ٠ تير يوه کال ته د کتلو او راتلونکی کال ته د نظر اچولو په وخت کښی د چين د بيلا بيلو قومونو د خلکو زړونه له خوشحالۍ او خوښۍ څخه ډک دی٠ د نوی کال د ژر رارسيدو په موقع کښی د شمال لويديځ چين د نين شيا د طبی پوهنځی مسلمانې محصلې ما مۍ هوا زمونږ د پښتو څانګې له خبريال سره مرکه وکړه او خپله خورا خوښی يی څرګنده کړه ٠

هغې وويل چه ٢٠٠٤ کال زما دپاره يو عادی کال نه دی، ځکه چه سږکال زه د امتحان ورکولو له لاری يوه محصله ګرځيدلې يمه ٠ کله چه ما د نين شيا د طبی پوهنځی لخوا د منلو په باب تصديق نامه ترلاسه کوله، د خوښۍ په اثر می وژړم او زما د پلار او مور سترګې هم له اوښکو څخه ډکې شوې ، دغه راز زما خپلوانان، دوستان او نورکليوالان هم يوپه بل پسی زما کور ته راوغلل او راته يی توده مبارکی وويله ٠ ځکه چه زه د خپلې کورنۍ لومړی محصله يمه او په ټول کلی کښی هم له لږ شمير محصلينو څخه شميرل کيږمه ٠ د تير اګيست په پای کښی زه د پلار و مور او کليوالو د اسرې په وړلو سره له غريبې غرنی ناحيې څخه زمونږ د خودمختارې سيمې مرکز اينګ چوان ښار ته راغلې او د نين شيا په طبی پوهنځی کښی داخله شوې يمه ٠ له څلورو مياشتو راهيسی ما له نورو محصلينو سره ښه دوستی ټينګه کړی او د زده کړې په لاره کښی می ټينګ ګامونه پورته کړيدی٠

د پيغلې ما مۍ هوا اجدادی کور د شمال لويديځ چين د نين شيا د ٌ هوۍ ٌ قوم د خودمختارې سيمې د جنوبی برخې په غرنی ناحيه کښی پروت دی او د ٌ هوۍ ٌ قوم د ګڼ شمير مسلمانانو د اوسيدو ناحيه ده ٠ څرنګه چه هلته جغرافيايی او اقليمی شرائط ښه ندی ، نو اقتصاد يی وروسته پاتی او د خلکو ژوند يی لا هم د بيوزليتوب په حال کښی دی٠

ما مۍ هوا دا احساساوی چه د بيوزلی کلی د يوې مسلمانې نجلۍ په حيث هغه ځکه پوهنځی ته داخليدای شی، علتونه يی دا دی چه هغې د ولسی حکومت خاصه پاملرنه اود مهربانوخلکو مرسته ترلاسه کړيده ٠ هغې وويل چه زما له تجربې څخه د ملی اقليتونو له زده کوونکو سره د چين حکومت ډيره پاملرنه څرګنده شويده٠ بيوزلو نجونو ته د زده کړې د فرصت د برابرولو دپاره په چين کښی ٌ د غوټيو د روزلو په باب پلان ٌ تطبيق شوی چه د دی پلان له مخی د غريبو نجونو خاص لومړی او منځنی ښوونځی جوړشوی او ټوله ټولنه هم دوی ته اقتصادی مرسته ورکوی٠ ما په همداسی خاص منځنی ښوونځی کښی زده کړې کولې او تل می د بيجينګ د يوه کاکا مرسته ترلاسه کړيده ٠ دغه راز د چين حکومت د ملی اقليتونو لا زياتو زلميانو ته د عالی تحصيلاتو دپاره خاصه امتيازی پاليسی جوړه کړېده چه زه له همدې پاليسۍ څخه ګټه اخيستونکې يمه٠ زه د زړه له کومی د چين د حکومت له روښانه قومی پاليسۍ او زما سره د ولسی حکومت او ټولنې له پاملرنې څخه مننه کوم٠

که څه هم اوس د نجلۍ ما مۍ هوا د اجدادی کور طبی او روغتيايی زمينه د پخوا په نسبت ښه شوېده ، خو د چين د نورو ځايونو په نسبت لا هم وروسته پاتی ښکاری٠ د طبی پوهنځی د محصلې په حيث د ما مۍ هوا زړه نه کيږی٠ د نوی کال د رارسيدو په وخت کښی هغې دا څرګنده کړه چه د خپلو کليوالو د روغتيا دپاره په کوشش سره طبی پوهې زده کړی٠ ما مۍ هوا خبريال ته وويل چه زه چه د خپل کلی له لږو محصلينو څخه شميرل کيږمه، ډيره نيکمرغی احساسوم ، زه به خپل ټول قوتونه د طبی پوهو په زده کړې او مطالعه کښی واچوم٠ ډاکټر يو باافتخاره او مقدس کسب دی او د خلکو د روغتيا ساتونکی دی٠ زه غواړم چه په راتلونکی وختونو کښی يوه معياری طبی کارکوونکی وګرځم ، د خپل اجدادی کور د طبی او روغتيايی زمينې د پوره ښه کولو او د خپل قوم د پلرنو او ميندو ، وروڼو او خويندو د روغتيا د ساتلو دپاره خدمتونه ترسره کړم او د خپل هيواد د طبی چارو د پرمختګ دپاره هلی ځلی وکړم ٠