<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-31 18:26:35    
د مونږ او اوريدونکی خپرونه

cri
رمز – د مونږ او اوريدونکی د خپرونی قدرمنو اوريدونکو، زه عنايت الله رمز او زه وانګ اين خه اوس د ميکروفون په وړاندی ناست او د نننی خپرونی په وړاندی کولو سره بيا ستاسو په خدمت کښی يو ٠

وانګ – رمز صاحب ، ٢٠٠٤ م کال تير شو ٠ او مونږ د نوی کال يعنی د ٢٠٠٥ عيسوی کال د رارسيدو نه ښه هرکلی کوو ٠

رمز – وانګ جانی ، هو زه هم پوره خبر يم چه دا دی يو کال په خير سره تير شو ٠ او له همدی امله خپلو ټولو اوريدونکو او محترمو دوستانو ته د زړه له کومی مبارکی وايو ٠خدای دی وکړی چه نوی کال په ټوله نړۍ کښی او په خاصه توګه زمونږ په هيوادونو کښی د سولی ، امنيت ، نيکمرغۍ ، سوکالۍ او ابادۍ کال وی ٠ او د وروری ، يووالی ، سمسورتيا او د هيواد والو د هوساينی په هيله پيل کړی ٠

وانګ – د يادو شويو ښو هيلو تر څنګ بايد ووايو چه په ټوله نړۍ کښی د مختلفو سيمو ، اديانو ټولنو او ولسونو له خوا په بيلا بيلو وختونو او جلا جلا نومونو نوی کال نمانځل کيږی او په مختلفو اديانو ، مذهبونو ، ټولنو او سيمو کښی خپل ځانګړی خصوصيتونه او دودونه لری ٠

رمز – هو ! همداسی ده ٠ که څه هم په افغانستان کښی د نوی کال نيټه د هجری لومړيز کال له نيټی نه پيل کيږی چه د مارچ ٢١ نيټه ده ، خو په افغانستان کښی نوی کال ته د نوروز يا د بزګر جشن هم وايی او په افغانستان کښی د نوروز يا د نوی کال نمانځنه ٥ زره کلن تاريخ لری ٠

وانګ –عيسوی يا ميلادی کال په ټوله نړی کښی د ولسونو او هيوادونو تر منځ د اقتصادی ، سياسی او ټولنيزی تبادلی د معياری کال او نيټی په توګه ګڼل کيږی ٠او په چين کښی د نوروز دپاره يوه ورځ رخصتی وی ٠ښه ! زياتی خبری مو د نوروز يا نوی کال په باب وکړی او اوس به مونږ د اوريدونکو لومړی ليک راواخلو چه د چا دی ٠

رمز –دا لومړی ليک زمونږ دايمی اوريدونکی او د پښتونخوا چيانا کلب مشر عارف بختيار چه پخوا يی په پاکستان کښی د هجرت شپی ورځی تيرولی د کابل له پلچرخی څخه راليږلی ٠ او بختيار صاحب د ډيرو سلامونو تر څنګ ليکلی چه زه عارف بختيار ددولتی دندی د ترسره کولو دپاره په کابل کښی يم ٠ او د ګران هيواد د دفاع او ابادی په غرض خپله دنده پرمخبيايم او هم د سی ار ای راډيو خپرونی په کابل کښی اورم چه په ډيره صفا او واضيحه توګه اوريدل کيږی ٠ دغه راز د بختيار صاحب مرستيال احمد سمين درويش او د کلب نورو غړو يی له هنګو نه هم ليک ليکلی چه د سی ار ای راډيو له طرفه زمونږ کلب ته فرهنګی مواد راورسيدل او ټول مواد می د کلب په غړو وويشل ٠

وانګ – د محترم ورور عارف بختيار او ددوی د کلب مرستيال احمد سمين درويش او د کلب نورو غړو ته يی ګيډی ګيډۍ سلامونه وړاندی کوو ٠ مونږ ډير خوشحاله شولو چه بختيار صاحب د هيواد په ابادی او سمسورتيا کښی برخه اخستی او د هجرت شپی او ورځی يی پای ته رسولی دی ٠ مونږ هيله کوو چه ټول افغانان دخپل هيواد او خلکو په سوکالۍ کښی برخه واخلی ٠

رمز – دا بل ليک د صوبه سرحد څخه عثمان مردانوی راليږلی او د سلامونو نه وروسته يی ليکلی دی چه ستاسو ليږل شوی مطبوعات او عکسونه مو ترلاسه کړل ٠ زه د چين د ولسی جمهوريت د تاريخ ، ادب ، ثقافت ، ژبی او سياحت سره ډيره مينه او دلچسپۍ لرم ٠

وانګ – د عثمان مردانوی صاحب سلامونو ته وعليک وايو او مونږ هيله لرو چه تاسی په دی لاره کښی نور پرمختګ وکړی او ستر برياليتوبونه يی په برخه شي ٠

رمز – دا بل ليک هم د پاکستان د صوبه سرحد د ضلع ټانک د کوټ نواز کلی نه د تورطوفان کلب د مشر نقيب الله عاجز او ددوی د کلب نورو غړو راليږلی ٠ دوی هم په خپل ليک کښی زياته کړی ده چه د سی ار ای د پښتو څانګی ټول پروګرامونه په ميه مينه اورو او ور څخه ګټه اخلو ٠

وانګ – د تور طوفان کلب مشر او ټولو غړو ته مونږ هم ډير ډير سلامونه وړاندی کوو ٠ مونږ به کوشش وکړو چه په راتلونکی کښی مجلی ، پوست کارټونه او جنترۍ ددوی په پته واستوو ٠ خوشحاله ور ته غواړو ٠

رمز – دا نور دوه ليکونه د پاکستان د صوبه سرحد د چارسدی روډ خزانی کمپ څخه فادس ګل انګار راليږلی ، ډير ډير سلامونه يی ليکلی او د زړه له کومی نيکی هيلی يی مونږ ته څرګندی کړی دی ٠ دغه راز دوی يوه رباعی او يو غزل چه البته رباعی يی د عبدالغياث شرف عبدالرحيم زی ده او غزل يی د سيدعلی شاه خټک (کرک ) دی راليږلی او د نشر غوښتنه يی کړی ده ٠

وانګ – مخکښی له دی نه چه تاسو د ښاغلی فادس ګل انګار له خواد راليږل شوی رباعی په ويلو پيل وکړی ، مونږ هم په وار سره دوی ته سلامونه وړاندی کوو ٠ اوس مهربانی وکړی د نوموړی ورور راليږل شوی رباعی ولولی ٠

رمز – وانګ جانی ، له تاسو نه مننه ٠ البته د رباعی ليکونکی عبدالغياث شرف ، عبدالرحيم زی دی ٠

که هر څو می لټه وکړه پيدا نه شو

چه می ورک د جبين خال ؤ نما نه شو

شبنم هسی رنګه پرون ؤ په سرو ګلو

څاڅکی څاڅکی ښکاريده خو بقانه شو

چه ناڅاپه می نظر شو يوه باغ کښی

ګل ويده وه صنوبر په وفا نه شو

ته دی خپل بخت ته ژړيږه (عبدالرحيم زيه)

تا چه خپل اشناګاڼه خو اشنا نه شو

-------- موزيک--------

رمز – وانګ جانی ! اوس د اوريدونکی د پوښتنو د ځواب وخت دی ٠ په تير پروګرام کښ می ويلی ؤ چه ځينو اوريدونکو د کاغذ ، قطب نما ، باروت او چاپ په شمولد چين د لرغونی علومو او تخنيکونو له څلورو لويو اختراعاتو سره علاقه ښودلی ده ٠ نو مهربانی وکړی چه په دی وخت کښی د چاپ په باب څه معلومات وړاندی کړی ٠

وانګ – ښه ! زه به په دی باب يو څه وويم ٠ چين د چاپ د تخنيک مخترع هيواد دی

٠ د تاريخی اسنادو له مخی يو زرو دری سوه کاله مخکښی د شوی او تانګ د دوو

امپراطوری دورو په منځ کښی د چاپ تخنيک اختراع شو ٠ په هغه وخت کښی

کارګرو لومړی چينی خطونه په چپه توګه په لرګينو تختو باندی حکاکی کول

وروسته بيا به يی د رنګ په وسيله د تورولو نه وروسته په سپين کاغذ باندی چاپول

٠ تقريباٌ ٩ سوه ٥٠ کاله وړاندی يو مخترع چه بی شنګ نوميده د حروفو د چاپ

تخنيک اختراع کړ او دغه اختراع يی د چاپ په تاريخ

کښی يو ستر انقلاب دی ٠ چه د چين د کلتوری او اقتصادی پرمختګونو دپاره

پراخه لاره هواره کړی او د نړيوال تمدن د انکشاف دپاره مهم خدمت بلل کيږی ٠ د

بی شنګ له خوا اختراع شوی د چاپ نوی تخنيک د چين د چاپ د تخنيکی

پرمختګ په بهير کښی يو بنسټ ايزاصلاحات دی چه دغه تخنيک د چين د زحمت

کښانو خلکو له خوا د اوږدی مودی دپاره په کارونو کښی ترلاسه شوی تجربه او

علمی جمع بندی بلل کيږی ٠دغه تخنيک لومړی کوريا ته خپور شو او وروسته له

کوريا څخه ، جاپان ، ويتنام او فلپين ته ورسيد ٠ په ١٥ مه پيړۍ کښی د بی شنګ

د حروفو د چاپ تخنيک اروپا ته خپور شو٠لنډه دا چه له ١٣ می پيړۍ نه تر ١٩ می

پيړۍ پوری د چاپ پا باب د بۍ شينګ دغه انقلابی تخنيک په ټوله نړۍ کښی

پراختيا موندلی ده ٠ او نړيوال بۍ شنګ ته د چاپ په تاريخ کښی د ستر انقلاب

راوړونکی په نوم پيژنی ٠

-------- موزيک --------

وانګ – ګرانو اوريدونکو – اوس به تاسی يوه ښکلی پښتو سندره واوری ٠

--------- سندره ---------

وانګ – محترمو اوريدونکو ! د مونږ او اوريدونکی نننی خپرونه په همدی ځای پای ته ورسيده ٠ نوی کال مو يو ځل بيا مبارک شه ٠