د سين هوا أژانس د خبر لمخې د هند او پاکستان مامورينو د روانې مياشتې په څلورمه نيټه په نوي ډيلي کي په هندي کشمير کي د باګليهار لوي بند د جوړولو په باب خبرې اترې وکړې ، د هند د مطبوعاتي ذرايعو په قول پاکستان ددې بندد ډيزاين او نورو موضوعاتو په مقابل کي مخالفې نظريې لري او هند ته يي اخري يادداشت ورکړيدی ، د پاکستان په نظر که هند نوموړي موضوعات حل نه کړي ، پاکستان به له نړيوال بانک څخه غوښتنه وکړي چه د نوموړو موضوعاتو د حل و فصل دپاره بي طرف متخصصان وليږي ٠ د پاکستان په اند د باګليهار د اوبو بند پروژې د هند سيند د اوبو د منابعو له کنواسيون څخه غاړه غړولې ده