<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-06 17:34:16    
د هوتان د يشم مشهور حکاک

cri

د شمال لويديځ چين د شينجيانګ د ويغوری قوم د خودمختارې سيمې په اړه د هوتان ښار د يشمو په واټ کښی د ٌ شومين ٌ په نانه د يشمو د مغازې په يوه غرفه کښی د يشم يو ډير ښکلی حکاکی مصنوعات ښودل کيږی او خلک ورڅخه داسی هيجان راوړونکی او ژړوونکی منظره ليدل کيږی چه د يوه اس په وړاندی د ٌ يو تيان ٌ د سلطنت پاچا د ژړ بلاپوش په اغوستلو سره پر زانګونونو کيږی او څو تنه وزيران په کږيدو سره د اس څلور پښې په لاسو نيسی چه د هر چا له سترګو څخه اوښکی توئيږی٠ دا يو ډير ښکلی او قيمتی هنری اثار دی او پکښی اس او ټول کسان د ژوندی په شان دی٠ دا مصنوعات هر ورځ ډير زيات توريستان راجلبوی٠

د ٌ شو مين ٌ د يشمو د مغازې خاوند حکاک چن شو مين وويل چه د يشم د دی حکاکی اثر عنوان دا دی چه ٌ د يو تيان د سلطنت پاچا په ژاړې سره د بان چاو هرکلی کوی ٌ ٠ بان چاو په ميلادی لومړی پيړۍ کښی د چين د ٌ هان ٌ سلسلې مشهور جنرال و٠ له ميلادی ٨٧ کال نه تر ٩٤ کاله پوری هغه د امپراطور په سپارښت د حکومتی عسکرو په قوماندانۍ سره د چين د لويديځی سيمې په بيلا بيلو سلطنتونو يعنی د اوسنی شينجانګ د هوتان او يارکانت په شمول بيلا بيلو ځايونو کښی د محلی اشرفاتو شورشونه وځپل او پر دغو ځايونو باندی خارجی تيری يی مات کړ چه د محلی بيلا بيلو قومونو د خلکو د امنيت د ساتلو، د ٌ هان ٌ سلسلې د مرکزی حکومت د تسلط د ټينګولواو د وريښمو د لارې د هواروالی د تامينولو دپاره يی سترې کارنامې قايمې کړی وې٠ نو په هغه وخت کښی د بيلا بيلو سلطنتونو خلکو د جنرال بان چاو ډير احترام کاوه او ورسره يی خورا مينه درلودله٠ نو ځکه ښاغلی چن شو مين د يشمو د حکاکی اثر په وسيله د بيلا بيلو قومونو په خلکو کښی د بان چاو لوړ حيثيت منعکس کړيدی٠ څلور ديرش کلن حکاک چن شو مين وويل چه د خارجی هيوادونو او د چين د هانکانګ او تايوان زياتو توريستانو وغوښتل چه د ساتنې دپاره په لوړه بيه دا حکاکی اثر واخلی، خو هغه نه خرڅوی يی٠د دی مغازې په ښيښه ئی غرفو کښی د يشم د ډبرو نور زيات حکاکی اثار هم ښودل کيږی چه هر مصنوعات د ژوندی په شان او له حياتی قوت څخه ډکه دی٠ د هغو له جملې څخه لوی حکاکی اثر د هګی له لويوالی سره او وړوکی يی له نوک سره برابرې دی ٠

د معلوماتو له مخی، د هوتان يشم چه کيفيت يی ډير ښه دی ،د هوتان د اسراراميزې خاورې غوره او ښکلی ډبرې دی٠ اوس د هوتان اکثر قيمتی يشم په بودايی مجسمې يا ژوی حکاکی شوی او د يو ډول سنګار په توګه د خلکو د ټټر په وړاندی ځوړند دی چه دا کوم فکری محتوی نه لری٠

حکاک چن شو مين د هوتان د خلکو لخوا د هوتانی يشمو د ميکرو حکاکۍ لومړی مشهور هنرمند ګڼل کيږی ٠ ځکه هغه له خپل اجدادی کور سره خپله ټوله مينه او ژور احساسات د هرې کوچنی ټوټې يشم پر حکاکۍ باندی اچولی دی او اچوی يی٠

حکاک چن شو مين د کوچنيتوب په وخت کښی له نقاشۍ سره مينه درلودله او وروسته يی د چين له يوه مشهور نقاش څخه د نقاشۍ او خطاطۍ کښل زده کړل٠ هغه له پوهنتون څخه له فارغيدو نه وروسته د هوتان د هنری صنعت په شرکت کښی کار کاوه ٠ کله چه ويی ليدل چه تجربه دارو کارګرو له ټوټې ټوټې هوتانی يشم څخه ښکلی مصنوعات حکاکی کړل، په رښتيانی توګه پر دی پوه شو چه بايد په کوشش سره دا مهارت زده کړی او ژر تر ژره يو تکړه حکاک وګرځی٠

چن شو مين د پنځه ويشتو کلونو په وخت کښی د يو لکو ژن مين بی يوانو په ټولولو سره د خپل نوم په نامه د يشمو د حکاکۍ دستګاه جوړه کړه او ټينګه اراده يی ونيوله چه د هوتانی يشمو په حکاکۍ کښی زيات موفقيتونه ترلاسه کړی٠

هوتانی يشم بيلا بيل رنګونه لری٠ حکاک چن شو مين له ډول ډول يشمو څخه هغه حکاکی اثار جوړولای شی چه بيلا بيل فکری محتويات منعکسوی ٠ د هر حکاکی اثر د جوړولو دپاره چن شو مين کله کله د نيمې مياشتې او حتی څو مياشتو په مصرفولو سره دقيق فکر او تصورکاوه ٠ له هوښيار تصور او طرح نه وروسته هغه تر ذره بين لاندی حکاکی کوی چه په نتيجه کښی هره ټوټه يشم حيات ترلاسه شويدی ٠ ښاغلی چن شو مين بريالی شوی او دی ته چمتو دی چه د چين په مرکز بيجينګ کښی د يشم د حکاکۍ شخصی نندارتون جوړ کړی٠