<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-07 17:53:01    
مونږ او اوريدونکی

cri

رمز—د مونږ او اوريدونکی د خپرونې محترمو اوريدونکو !اسلام عليکم !

زه عنايت رلله رمز او زه وانګ اين خه دا دی د يوی اونی له تيريدو سره نن بيا ستاسو په خدمت کی يو ، هيله ده چه خپرونه مو خوښه شی او مونږ به تل کوشش وکړو چه ستاسو د خوښی سره برابره خپرونه وړاندی کړو تر څو وکولای شو پدی لاره کی ستاسو لپاره د خدمت وړ وګرځو .

وانګ—رمز صاحب ! تاسو ته خو هم څرګنده ده چه زمونږ ډيرو قدرمنو اوريدونکو د چين د پنځه پنځوسو کاليزی په وياړ په راډيوی سيالی کی برخه اخيستی ده او زمونږ له خوا خپرو شوو پوښتنو ته ځوابونه راليږلی دی . البته کله چه د سيالی وروستی نتيجه اعلان شوه او د سيالی ګټونکی وپيژندل شو ، نو بيا به يی د همدی خپرونی له لاری اعلان کړو . اوس دا لومړی ليک د کوم اوريدونکی دی مهربانی وکړی هغه يی ولولی .

رمز—وانګ جانی له تاسو نه مننه ، دا ليک د صوبه سرحد ضلع هنګو تحصيل ټل نه ښاغلی عبدالواحد منګل (( مسلکين يار )) راليږلی او د سلامونو نه وروسته يی ليکلی چی دا زما لومړی ليک دی او ستاسو راډيو اوريدو ته د ښاغلی نذير جان (( صديقی )) ځدران له خوا تشويق شوم . کله چه می د چين د بين المللې راډيو پښتو خپرونه واوريدله نو ډيره می خوښه شوه .په رښتيا سره تاسو په زړه پوری خپرونی خپروی او زه د دی خپرونی په اوريدو سره ډيره بي حده خو شحاله شوم او دا دې په سيالی کی می د ګډون لپاره پنځه پوښتنو ته ځوابونه هم ليکلی دی .٠

وانګ :-- د (( مسلکين يار )) ورور سلامونو ته مونږ هم سلامونه وړاندی کوو . او ډير خوشحاله شولو چه له مونږ سره مو قلمی اړيکی ټينګی کړی . په سيالی کی ستاسو د ګډون په هکله بايد ووايو چی مونږ د چين د ولسی جمهورريت د پنځه پنځوسمی کاليزی په وياړ څلور مضمونونه خپاره کړی او د هر مضمون په اړه مو دوې پوښتنی وړاندی کړی دی چی ټولی اته پوښتنی کيږی ٠ که څه هم تاسو پنځه پوښتنو ته ځوابونه راليږلی دی مونږ هم در څخه ډيره مننه کوو ٠ هيله ده چه په راتلونکو سياليوکښی په بشپړه تګه برخه واخلی ، خوشحاله اوسی ٠

رمز—دا بل ليک چه زمونږ اوريدونکی د (( قيصری کلب )) مشر ښاغلی وحيد الله (( قيصری )) راليږلی خو خپله پته يا ادرس يی نه دی ليکلی يوازی ليک يی مونږ د ښاغلی عبدالله منګل (( مسکين يار د ليک سره تر لاسه کړ نو درشی څرګنديږی چه د دواړو پته يو شان ده . په هر حال وحيد الله قيصری صاحب د ګيډی ګيډی سلامونو نه وروسته ليکلی چه زه د (( قيصری )) په نوم د اوريدونکو کلب هم لرم او دا می لومړی ليک دی چه استوم يی ، ستاسو ټول پروګرامونه ډير ښکلی دی مونږ يی په ډير شوق

او ذوق سره اورو ٠ . د ليک په پای کی يی د پښتو څانګی د کارکوونکو د عکسونو مجلو او ورځپاڼو غوښتنه کړيده .

وانګ – د وحيدالله قيصری صاحب د لومړنی ليک څخه ډير خوشحاله شولو ،

سلامونو ته يی مونږ هم ګيډی ګيډی سلامونه وړاندی کوو . دا چی دوی د اوريدونکو کلب هم لری ډير يو ښه کار دی ٠ نو زمونږ هيله دا ده چه پخپل راتلونکی ليک کی خپل ادرس يعنی د اوسيدو پته راوليږی تر څو مونږ وکولای شو چه د دوی په پته مطبوعات اوليکونه ورسوو . برياليتوب ور ته غواړو .

رمز—دا ليک د کوهات ګهمکول ٢ نمبر کمپ څخه زمونږ دايمی اوريدونکی او دوست محترم محمد اقبال بشر دوست اريوبی راليږلی او د سلامونو نه وروسته ليکی چه په افغانستان کی د جمهوری رياست لپاره انتخابات په ښه شان او شوکت سره تر سره شول او په پاکستان مهاجرينو په خپله خوښه او پرته له کوم فشار نه په ازاده توګه پدغو انتخاباتو کی خپلی رايی استعمال کړی او پدی توګه يی د خپلی خوښی کانديد ته رايی ورکړی . دغه راز ښاغلی بشر دوست صاحب د پاکستان په جنوبی وزيرستيان کی د چينی انجنيرانو د يرغمل نيونی په پيښی باندی چه څو مياشتی دمخه رامنځته شوی وه او د يوه چينايی انجنير د وژنی سبب شوه ، خوشبيني څرګنده کړيده او د ليک په پای کی يی

غوښتنه کړی ده چی په هر پروګرام کی يوازی زما يو ليک خپروی .

وانګ—د بشر دوست صاحب سلامونو ته وعليک وايو او همدا راز د چينايی

انجبيرانو له امله د دوی د غمشريکی او خواخوږی څخه مننه کوو ٠ مونږ د زړه له کومی هيله کوو چه افغانستان په نوی کال کښی لوي برياليتوب ترلاسه کړی ٠ دغه شان مونږ به کوشش وکړو چه ستاسو د ليکونو ټول محتويات په خپرونه کښی خپاره کړو ٠ خوشحاله اوسی ٠

رمز—او د دی پروګرام دا وروستی ليک د ټل تور پل څخه زمونږ دايمی اوريدونکی نذير جان (( صديقی )) ځدران راليږلی ، لمړی يی سلامونه ليکلی او بيايی د پښتو خپرونی د ټولو پروګرامونو څخه خوښی څرګنده کړيده ٠ په پای کی يی زياته کړيده چی په راډيويی سيالی کی د ګډون لپاره ټولو پوښتنو ته ځوابونه هم درليږلی دی ٠

وانګ—د نذير جان (( صديقی )) ځډران ورور سلامونو ته وعليک وايو ٠ دا چی زمونږ پروګرامونه يی ستايلی دی ورڅخه مننه کوو . او په سيالی کی د برخی اخيستنی په هکله بايد ووايو چه مونږ ستاسو ټول ځوابونه دراډيو اړونده کميسون سپارلی دی تر څو د بچی اچولو يا د قرعه کشی په لست کی يی وښيی . ستاسو د ليکونو په تمه ٠ خوشحاله اوسی ٠

-------- موزيک --------