<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-13 17:29:26    
د چين د بو يی قوم د يوه سپين ږيری او د ٌ بانيان ٌ د لرغونی ونې کيسې

cri

د جنوب لويديځ چين د ګوۍ جو په ولايت کښی د ما بې په نامه د بو يی قوم د لرغونی کلی په مرکز کښی د ٌ بانيان ٌ په نامه يوه لرغونی ونه ولاړه ده چه عمر يی څه دپاسه دوه زره کلن دی٠ د دې ونې لوړوالی څلويښتو مترو ته رسيږی او د تنې د

ډيرې اوږدوالی يی شلو مترو ته نژدی دی ٠ دا ونه هر کال ډير زيات چينی او خارجی توريستان راجلبوی٠ تر ونې لاندی تل داسی منظره ليدل کيږی چه د يوه اويا کلن سپين ږيری په مشرۍ د بويی قوم يو شمير کليوال د خپل قوم سندرې وايی او نڅاوې کوی٠ دا سپين ږيری د بو يی قوم مشهور ولسی هنرمند دی او بای ده جو نوميږی٠

د ١٩٩٤ کال د مارچ په يوه ورځ کښی يو داسی خبر د مابې لرغونی کلی ته راورسيده چه د ګوۍ جو ولايت د مشر په بدرګه به يو شمير محترم بهرنی ميلمانه د ليدنې کتنې دپاره کلی ته راشی٠ نو ټول کلی د جوش وخروش په حال کښی و٠ سپين ږيری بای ده جو چه څو څو ځله يی د هيواد او ولايت په قومی هنری نمايشونو کښی برخه واخيستله، فکر وکړ چه بايد له دی ښه فرصت څخه په استفادې سره محترمو ميلمنو ته خپل هنری مهارتونه وښئی ٠ نو کله چه ميلمانه کلی ته ورسيدل، سپين ږيری او کليوالو تر نوموړی لرغونی ونې لاندی د ښامار او زمری د نڅا کولو، د ٌ سونا ٌ په نامه د چينی موسيقی اله د غږولو او د قومی سندرو د ويلو په شمول ډيرو درنو قومی تشريفاتو سره د دوی هرکلی وکړ٠

د ٌ بانيان ٌ تر لرغونی ونې لاندی په زړه پوری هنری نمايشونه د بهرنيو ميلمنو لخوا وستايل شول او سپين ږيری بای ده جو هم پر دی ښه پوه شو چه دوه زره کلن لرغونی ونه او د خپل قوم ځانګړی فولکلوری هنرونه د اسلافو لخوا راپاتی شوی قيمتی شتمنی ده٠ د ١٩٩٦ کال په پای کښی پنځه شپيته کلن بای ده جو له تقاعد نه وروسته خپل کلی ته بيرته ستون شو او د بو يی قوم يوه هنری ډله يی جوړه کړه٠ دوی په پرله پسی توګه توريستانو ته د دې لرغونی ونې په باب معلومات معرفی کړل ترڅو چه ددې ونې له لارې لا زيات سياحان راجلب کړی او د قومی دودونوپه وسيله د توريستی چارو انکشاف پرمخبوزی چه په نتيجه کښی کليوالو ته زيات عائدات ورسول شی ٠

له هغه وخت راهيسی هرکله چه توريستان د ما بې د لرغونی کلی سيل کوی، سپين ږيری بای ده جو هرومرو دوی ته يوه داسی لرغونی اسراراميزه افسانه وايی چه دا ونه د ډبرو په خوړلو سره وده او لويه شويده ٠ ورپسی هغه له ميلمنو څخه غوښتنه کوی چه لرغونی ونې ته ډبرې ورکړی او د ونې په وړاندی خپله ښکلی ارزو څرګنده کړی٠ په پای کښی هنری ډله تر لرغونی ونې لاندی د ميلمنو دپاره د بو يی قوم لرغونی موزيک غږوی ، د ښامار او زمری نڅاوې کوی او د واده په باب د خپل قوم د دودونو نمايش کوی ٠ د سپين ږيری بای ده جو په طرح او ترتيبه يوه ښکلی لرغونی ونه، يوه لرغونی اسراراميزه افسانه او يو له قومی دودونو څخه ډک لرغونی کلی ژوندی شوی او چينی او بهرنی توريستان هم په دی مناسبت مست شويدی ٠

د ١٩٩٧ کال کال په دوبی کښی ٌ چون جې ٌ نومی يو فرانسوی مسافر د ما بې لرغونی کلی ته ورغی چه ٌ چون جې ٌ په چينی ژبه کښی د چين د عنعنوی پسرلنی جشن تلفظ دی٠ د ٌ بانيان ٌ په نامه لوړه لرغونی ونې او د بای ده جو په زړه پوری فولکلوری هنری نمايشونو د ٌ چون جې ٌ خوشحالی دوه چنده کړيده ، نو د تی وی کمرې په وسيله يی ليدل شوی ټولې منظرې ثبتې کړې دی٠ کله چه ٌ چون جې ٌ د ما بې له لرغونی کلی څخه ووت، د سپين ږيری بای ده جو د لاسونو په نيولو سره وويل چه ما د زياتو ځايونو سيل کړی او زياتې لرغونې ونې می ليدلې ، خو هغې ټولې ونې ستاسی د کلی له دې ونې سره سيالی نشی کولای او د هغو ځايونو قومی سندرې او نڅاوې هم نشی کولای چه ستاسی د سندرو او نڅاوو په شان له لرغونی ونې سره دومره ښه پيوست کيږی٠ که زه چين ته بيا سفر وکړم ، هرومرو به دلته راشم ٠ رښتيا ده چه وروسته له هغه ٌ چون جې ٌ په مسلسلو پنځو کالو کښی د توريستی ډلې په مشرۍ د ما بې د لرغونی کلی سيل وکړ او حتی په ١٩٩٩ کال کښی يی د درو ځلو دپاره له نورو سياحانو سره يو ځای دی کلی ته سفر وکړ٠

له ١٩٩٧ کال راهيسی ، څه دپاسه دوولسو زرو تنو چينی او بهرنيو سياحانو د ما بې له لرغونی کلی څخه ليدنې کتنې وکړې ٠