دسينهوااژانس د خبر له مخی د پاکستان خارجه وزارت د جنوری په ١٣نيټه اعلان وکړ چی د هند خارجه وزير سينګ به د فبروری له ١٥ نيټی تر ١٧ نيټی پوری اسلام أباد ته سفر وکړی او د پاکستان له خارجه وزير خرشيد محمود کاسوری سره د پاکستان او هند ترمنځ د متقابل اعتماد د ايجاد په باب يولړ خبری اتری وکړی.
د پاکستان د اسوشيتيد پرس د خبر له مخی د سينګ د سفر مهالويش د دواړو هيوادونو د خارجه وزيروانو د جنوری په ١٣ نيټه د تيلفونی خبری له لاری وټاکل شو.دواړه خواوی به په خبرو اترو کی د ديالوګ جريان ،د کشمير د مسئلی ،د سولی او امنيت او نورو مسئلو په باب بحث وکړی .