د سين هوا اژانس د خبرله مخی ، د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز د روانی مياشتی په ١٤ نيټه په اسلام اباد کی د ايدز د ناروغۍ په هکله د جنوبی اسيا د پارلمانونو د سيمينار د پرانستلو په مراسمو کی دا غوښتنه وکړه چه د جنوبی اسيايی سيمی مختلف هيوادونه دی د سولی د ساتلو او د اقتصادی ودی د پرمخبيولو لپاره ګډ کوښښ وکړی تر څو په خپله سيمه کی ترقی او سمسورتيا رامنځ ته کړی شی .
ښاغلی عزيز وويل چه نوموړی هيوادونه بايد د خپلی سيمی د تعليمی او طبی سويو د لوړولو لپاره زيات قوتونه واچوی او د ښځو د ازادۍ او د جنسی تبعض د له منځه وړلو په لاره کی دی لوی ګامونه واخلی .
د سيمی د مختلفو هيوادونو د پارلمانونو د رول په لوبولو سره د ايدز د ناروغی د خپريدو مخه نيول د نوموړی دوه ورځنی سيمينار اصلی موضوع ګڼل کيږی او د سيمی له ټولو هيوادونو نه پرته ، د برازيل ، کانادا ، روسيی او برتانيی په شمول د ځينو هيوادونو د پارلمانونو اړوندو استازيوچه شمير يی له ٦٠ نه اوښتی دی ، په نوموړی سيمينار کی برخه اخيستی ده .