<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-15 17:00:43    
د مونږ او اوريدونکی خپرونه

cri

رمز—د مونږ او اوريدونکی د خپرونی محترمو اوريدونکو ! زه عنايت رلله رمز او زه وانګ اين خه د سلامونو په وړاندی کولو سره د دې اونی د خپرونی په خپرولو سره ستاسو په حدمت کی يو .

وانګ – رمز صاحب ، کله چه د يوی اونی په تيريدوسره د دې خپرونی د جوړيدو وخت راورسيږی ، نو مونږ پدی فکر کی شو چه اوريدونکۍ به زمونږ د خبرو اوريدو ته څومره انتظار باسی او دا هيله لری چه د خپلو راليږل شويو ليکونو ځوبونه واوری اوس چه زمونږ اوريدونکو ډاډ حاص کړ چه ليکونه يی ژر يا په ځنډ سره يی ځواب نه پاتی کيږی . نو په دې خپرونه کی لومړی ليک د کوم اوريدونکی دی او مهربانی وکړی هغه ولولی .

رمز – ډير ښه دا لومړی ليک د افغانستان د کندهار ولايت څخه زمونږ دايمی او محترم اوريدونکی سميل زی ابرا هيمی راليږلی د ګيډی ګيډی سلامونو نه وروسته يی ليکلی چه ستاسو د راډيوی سيالی څلور مضمونونه می په دقت او غور سره واوريدل په رښتياچه ډير ګټور او معلوماتی مضمونونه وُ او بيا می د نوموړی مضمونو ټولو پوښتنو ته ځوابونه په هماغه پاکټ کی چه تاسو رارسولی وُ وليکل او پوسته خانی ته ته می ورکړل . وروسته له يوی اونی نوموړی ليک د پوسته خانی نه بيرته راوليږل شو او په يوه بل ليک يی راته ليکل وُ چه دا ډول پاکټونه يوازی د چين په داخل کی په وړيا ډول ليږل کيږی او په بهر کی په وړيا ډول د رستولوووړ نه دی . پدی توګه می استلول شوی ځوابونه بيرته تر لاسه کړل .

وانګ – سميل زۍ ابرا هيمی صاحب ته مونږ هم ګيډی ګيډی سلامونه

وړاندی کوواو دا چه زمونږ رستول شوی پاکټونه ستاسو د پوستی له لاری نه رستول کيږی علت يی ښايی دا وی چه لا تر اوسه پوری مونږ په افغانستان د پوست بکس نمبر نلرو . په هغو هيوادونو او سيمو کی چه زمونږ د راډيو پوست بکس شته پدی هکله کومه ستونزه نه ليدل کيږی په هر حال تاسو کولای شی چه د پخوا په شان د خپلی پوستی له لاری او د خپل هيواد د پوستی مقرراتو سره سم ليکونه راواستوی ستاسو د ليکونه په تمه ، خو شحاله اوسی .

رمز – را بل ليک د پاکستان د کلی مروت نه ښاغلی حافظ ګل جنت راليږلی د سلامونو نه وروسته يی ليکلی چی ستاسو پروګرامونه په ذوق او سوق سره اورم . هيله ده چه زما ليک خپور کړی او مجلی ، ورځپاڼی او نور مطبوعات راوليږی .

وانګ – حافظ ګل جنت صاحب ته مونږ هم سلامونه وړاندی کوو او ليک مو دا دی ور ته خپور کړ .مطبوعات به په راتلونکی کی د دوی په پته وليږو د دوی د نورو ليکونو په تمه .

رمز – وانګ جانی دا ښکلی پوست کارت وينی چه صوبه سرحد چارسدی د خزانی کمپ نه زمونږ دايمی اوريدونکی معسُوق جان کاموال راليږلی او په پوست کارت کی يی د کوچنی اختر مبارکی ويلی ده او ليکلی يی دی چه کوچينی اختر مو ميارک شه .

وانګ – د معشًوق جان کاموال صاحب د دې مبارکی نه ډيره مننه کوو ، سلامونو ته يی هم وعليک وايو که څه هم کوچنی اختر خو لا پخوا تير شوی دی ، خو بيا هم مونږ دوی ته مبارکی وايو او راتلونکی لوی اختر چه په رارسيدو دی مخکی دمخه ورته مبارکی وايو هيله ده چه ژونديی د خپلی کورنی او نورو ملګرو سره په

خوښی کی تير شی .

رمز – د پاکستان د هری پور٢٠ نمبر کمپ نه سيدالرحمن بهير دوه ليکونه او همدا راز د دوی د ورور او زمونږ د راډيو پخوانی اوريدونکی ښاغلی خليل الرحمن بهير ليک له برتانيی نه رارسيدلی دی . نوموړو د خپلو ډيرو تودو سلامونو ته څنګ د سی ار ای د پښتو خپرونو ستاينه کړيده او ليکی چی مونږ ټولی خپرونی په ذوق او شوق سره اورو او ښاغلی سيدالرحمن بهير چه اوس په پاکستان ژوند کوی زياتوی چه زمونږ د اوريدونکو د کلب غړی نور هم زيات شوی او همداشان د چين د هيواد د ترقی او پرمختګ زمونږ د پاره ستر وياړ دی .

وانګ – په پاکستان کی ښاغلی سيدالرحون بهير ته او په برطانيه کی ښاغلی خليل الرحمن بهير ته ګيډی ګيډی سلامونه وړاندی کوو . د نيکو هيلو او ښه نظر يی مننه کوو .دا چی ستاسو د کلب شمير لا نور هم زيات شويدی تاسو ته مبارکی وايو . مونږ به کوشش وکړو چه په راتلونکی کی مجلی او ورځپاڼی ستاسو په پته د روليږو . خوشحاله اوسی .

رمز—دا ليک د صوبه سرحد مروان څخه محمد عثمان مردانوی راليږلی او د سلامونو ته وروسته ليکی چی مونږ د تر هګرو هغه عمل چه په ځوتيدوميا ستو کی يی دوه چينی انيجينران يرغمل نيولی وً سخت غندو او هم د هغه چينی اينجنير د مړينی له امله چه د ژغورنی په عملياتو کی په حق ورسيد خواشينی شولو. په هر حال چين زمونږ دوست هيواد دی او نه يوازی دا دوستی اوس ټينګه شويده بلکه تاريخی رښنی هم لری او له لرغونی رامانی څخه دا دوستی ټينګه ده . له دې امله مونږ پدی دوستی باندی وياړو .

وانګ—مردا نوی صاحب ته مونږ هم ډير ډير سلامونه وړاندی کوو. د دوی د همدردی او غمشريکی نه مننه کوو او ښی هيلی يی دا قدروړ بولو بريالی اوسی