د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی : د افغانستان مامور د جنوری په شپاړسمه نيټه وويل د ګوانتانامو په نامه په کيوبا کی د امريکی پوځ په بنديخانه کی بندی شوي څه نا څه اتيا تنه افغان بنديان بير ته خپل هيواد ته وليږدل شول او په همدی ورځ به خوشی شی ٠
د افغانستان د عالی محکمې نطاق واحد مضاد په همدی ورځ وويل چی نوموړی بنديان د بګرامې هوايی اډی ته ليږدول شوي او وروسته به دوی کابل ته واستول شي او بيرته کورونو ته به لاړ شي ٠ مګر په کابل کي د امريکايي فوځ د منصبدار په قول دوي د افغان بنديانو د خوشي کيدو په باب کوم خبر ندي اوريدلی ٠ د طاليانو د رژيم د نسکوريدو نه راهيسې څو سوه تنه طالبان د ګوانتانامو په بنديخانه کي بند شويدي ٠