د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د پاکستان د نظامی مقاماتو نطاق شوکت سلطان د جنوری په ١٩مه نيټه د پاکستان او هند تر منځ د کشمير د اوربند له موافقی څخه د پاکستان سرغړونه رده کړه ٠
شوکت سلطان خبريالانو ته وويل چه د پاکستان فوځ د اور بند په باب د موافقی څخه ندي تيري کړي او هند ته يي د مين ګولی نه دي توغولی٠پاکستان ته د هند ملامت بي اساسه او بي دليله دی٠
د جنوری په ١٨مه نيټه د هند بريد جنرال ديپاک سمانور پاکستان په دي نسبت ملامت کړ چه په کشمير کی يي د پاکستان او هند د کنترولوي کرښی څخه تيری کړی او هند ته يي د مين ١٥ ګولی توغولی دي ٠ د ده په نظر، د پاکستان دغه عمل د اور بند په باب د کشمير له موافقی څخه سر غړولی دی ٠