د سينهوا اژانس دخبر له مخی د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز د جنوری په ١٩ نيټه دا څرګنده کړه چی که څه هم په دی وروستيو ورځو کی د پاکستان او هند ترمنځ د اوبود منابعو د کشالی په باب خبری اتری له ماتی سره مخامخ شوی مګر پاکستان لاهم دا هيله لری چی ددوی اوله هندسره روان سوله ايز جريان پرمخ ولاړ شی .
عزيز په اسلام أباد کی وويل چی د ولار د اوبو بند شخړه به د هند او پاکستان ترمنځ په هر اړخير ديالوګ باندی بده اغيزه وانه چوی .پاکستان هيله لری چی د کشمير د مسئلی په شمول ټولی مسئلی حل شی.
دغه راز هغه هيله من دی چی د اپريل په پيل کی د بنګله ديش په مرکز ډاکه کی د جنوبی اسيا د سيمه ايزی همکارۍ د اتحاد د مشرانو د ١٣ مه غونډی په موده کی د هند له صدراعظم سينګ سره ملاقات وکړی .