<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-22 19:26:39    
مونږ او اوريدونکی

cri

رمز -- د مونږ او اوريدونکی د خپرونی ډيرو قدرمنو اوريدنکو : اسلام عليکم !

دا دی د يوی اونی په تيرويدو زه عنايت الله رمز او زه وانګ ين خه ستاسو دروغتيا او سلاموتيا په هيله . د ننی خپرونی په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کی يو . مونږ ډير خوشی ليږو چه د خپلو او ريدونکو له خواوو ليکونه تر لاسه کړو ، د هغوی سر قلمی اړيکی ولرو او يا دا چه محترم اوريدونکی خپلی مشوری ، وړانديزونه او غوښتنی له مونږ سره سريکی کړی .

وانګ – که څه هم مونږ يوه اونی او بله اونی د همدی خپرونی له لاری د اوريدونکو سره د خوله خواله کوو خو مونږ تل هڅه کړيده چه خپلو قدرمنو او ريدونکو ته ځوابی ليکونه وليکو او پخپل وخت دغه ليکونه او د يو څه مطبوعاتو سره د دوی په پتو او د اوريدونکو کلبو نو ته واستوو چه دا پخپله د مونږ او اوريدونکو تر منځ د اړيکو د تاًمين يوه ښه وسيله ده . نو له دې امله د خپلو ګرانو اوريدونکو نه هيله کوو چه خپلی پتی او ادرسونه په څرګند او ورضع ډول وليکی تر څو د پوستی رسولو په برخه کی ستونزی رامنځته نشی او د دې يادونو نه وروسته به لومړی ليک راواخلو چه د کوم محترم اوريدونکی دی .

رمز – ډير ښه دا لومړی دوه ليکونه بيا هم د صوبه سرحد کوهاټ ګهمکول ٣ نمبر کمپ نه د اريوب کلب مشر محمد اقبال بشر دوست اريوبی او د کلب د نورو غړو له خوا رارسيدلی دی . ښاغلی رايوبی صاحب او ملګرو يی د سلام له ويلو نه وروسته ليکلی چه مونږ ستاسو پخوانی اوريدونکی يو . دلته ډير پښتانه ستاسو خپرونه په مينی او ذوق سره اوری ، بيا زياتوی چه تاسو ښکلی او په زړه پوری

معلوماتی خپرونی د راډيو څپو او د انترنيټ پاڼو ته سپاری او په پای کی يی دا ليکلی دی چه خدای مو په کارونو کی بريالی کړه .

وانګ – داريوبی صاحب او د کلب ټولو ملګرو ته يی مونږ هم سلامونه وړاندی کوو . د نيک نظر او ښو وړانديزونو نه يی مننه کوو . هيله ده چه په راتلونکی کی هم همداسی ښکلی ښکلی ليکونه راواستوی .

رمز – دا بل اوږد او د ډيرو خبرو ليک – د صوبه سرحد ضلع بنون اخوندان منړان څخه د ورورولی کلب مشر لطيف نو ميال راليږی او د ګيډی ګيډی سلامونو نه وروسته يی ليکلی چه مونږ ته تر اوسه پوری د نوی چين د ٥٥ کاليزی د جوړيدو په وياړ پوښتن پاڼی نه دی رسيدلی او هم پدی ونه توانيدلو چه د راډيو له خپو پوښتنی وليکو . دغه شان زمونږ دغه ورور د ټولو پروګرامونه ستاينه کړيده او هيله يی څرګنده کړيده چه د پوستی ستونزو سره سره خپلی قلمی اړيکی ټينګی وساتی .

وانګ— د ورورولی د کلب مشر لطيف نوميالی صاحب ګيډی ګيډی سلامونو ته مونږ هم ګيډی ګيډی سلامونه وړاندی کوو او مونږ چه پخوا د هغو اوريدونکو پتی او ادرسونه په لاس کی لرل ټولو ته مو د پوستی له لاری پوښتن پاڼی رسولی دی چه پدی لړ کی ستا کلب هم شامل وُ او هم مو د اوريدونکو د پوره خبرتيا لپاره د راډيوی سيالی مضمونو نه او پوښتنی څو څو ځله په تکرار سره خپاره کړی. دغه راز ستا ليک هم مونږ داسی وخت تر لاسه کړل چه د سيالی ټاکل پای ته رسيدلی ده . که چيری زمونږ استولی شوی پوښتنی مو نه دی تر لاسه کړی او په روانه سيالی کی بی برخی پاتی شوی مونږ به هڅه وکړو چه په راتلونکو سياليو کی په دی اړوند پخپل وخت تاسو ته د ليک په واسطه پوښتنی پاڼی ردواستوو . خوشحاله اوسی .

رمز—د صوبه سرحد ضلع هزاره تحصيل مانسهره نه قاری محراب ا لرين پريشان چه البته پخوانی تخلص يی ارمانی ؤ پخپل ليک کی د سلامونو تر څنګ ليکلی چه د راډيوی سيالی مضمونونه مو په دفت سره واوريدل او ما اوزما نورو ملګرو د سيالی پوښتنو ته ځوابونه وليکل او بيرته مو ستاسو په پته ورستول .

وانګ – مونږ قاری پريسان چه پخوانی تخلوص يی رامانی ؤ هم سلامونه وايو ستاسو ځوابونه لکه د نورو محترمو اوريدونکو په شان رارسيدلی او مونږ د سيالی په پروګرام کی نيولی دی ډاډه اوسی .

رمز – دا بل ليک هم د صوبه سرحد صلع وتحصيل مانسهره نه سيدالرحمن چه تخلص يی په ځان (چينايی ) ريښی سره له نورو ملګرو لکه محمد قيوم ، عبدالله خان او عبدالغنی احمد زيی راليږلی ، ګيډی ګيډی سلامونه يی ليکلی او بيايی زياته کړيده چه مونږ هره شپه ستاسو د راډيو پروګرامونه اورو او دا غوښتنه يی هم کړيده چه زمونږ ليک په سيالی کی شامل کړی .

وانګ—ګرانه وروره سيدالرحمن (( چينايی )) ستاسو ليک مونږ ته راورسيد ، سلامونو ته مو وعليک وايو او ستاسو د ځوابونو پاڼه مو هم په سيالی کی نيولی ده ، خوشحاله اوسی .

رمز -- دا ليک د پاکستان د صوبه سرحد صلع سوات تحصيل بريکوټ څخه زمونږ محترم اوريدونکی صفت علی راستولی او ځولی ځولی سلامونه يی ليکلی بيايی پخپل ليک کی زمونږ د خپرونو څخه خوښی څرګنده کړه او وايی چه ټولی خپرونی په ذوق او شوق اورم . دغه راز ښاغلی صفت علی د چينی ژبی د زده کړی هيله کړی او غوښتنه يی کړيده چه ور ته د چينی ژبی د زده کړی کتابونه چه په پښتو

ترجمه شوی وی وليږو .

وانګ – ښاغلی صفت علی ورور ته مونږ هم ځولۍ ځولۍ سلامونه وړاندی کوو . زمونږ لپاره د ډيری خوښی او وياړ ځای دی چه اوريدونکی زمونږ د خپرونو د اوريدو څخه خوښی څرګندوی او دا کار مونږ دی ته هڅوی چه لا نوری ښی او د اوريدونکو په ذوق برابری خپرونی خپری کړو .

رمز – د دی پروګرام دا وروستی ليک د پاکستان د صوبه سرحد د کوهاټ ګلشن اباد څخه حافظ اختر محمد اقبال ، معصوم ، حيات او ميوند په ګډه راليږلی . لومړی يی سلامونه ويلی او بيا يی ليکلی چه مونږ د اريوب د کلب غړی يو او دا زمونږ ليک دی چه نشر کړی .

وانګ – محترم ورور حافظ اختر محمد او نورو ملګرو ته يی مونږ هم سلامونه وايو او ستاسو ليک مو دادی خپور کړ هيله ده چه په راتلونکی کی هم ليکونه راورستوی . نيکمرغه اوسی .