<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-27 18:16:01    
له زده کوونکو سره ډيره مينه لری

cri

د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم خودمختاره سيمه د چين يوه داسی سيمه ده چه له افغلستان او پاکستان سره ورڅيرمه ده٠ د دی سيمې د کاشغر ښار د دريم منځنی ښوونځی ويغوری ښوونکې ميرمن ګل بهار عبدالرزاق چه د ملی اقليتونو زده کوونکو ته د چين د ملی ژبې درس ور زده کوی ، تل له مشکلاتو او ستړيا څخه نه ويريږی، د زده کوونکو د روزلو دپاره سخت کوششونه کوی او د خپلې مينې په وسيله د هر زده کوونکی زړه تودوی، نو هغې د ٢٠٠٤ کال په دسمبر کښی د چين د وتلی ښوونکی لقب ترلاسه کړيدی٠

ښوونکې ګل بهار د زده کوونکو اخلاقې روزنې ته ستر اهميت ورکوی او د زده کوونکو دپاره د قومی يووالی د ساتلو په برخه کښی د سرمشق رول لوبوی٠ کاشغر د زياتو قومونو اوسيدونکی ښار دی، نو زده کوونکو ته د قومی يووالی د ساتلو په باب تعليمات ورکول ژور او ستر اهميت لری او تل دا تعليمات د چين د ملی ژبې له درس ورکولو او د زده کوونکو له اداره کولو سره يو ځای کوی٠ ګل بهار د زده کوونکو د روزلو په برخه کښی تل د ويغور او تاجک په شمول د ملی اقليتونو زده کوونکی راسمبالوی چه د چين د لومړی لوی قوم ٌ هان ٌ له زده کوونکو سره د احساساتو د تبادلې او د دوستۍ د ټينګولو په فعاليتونو لاس پوری کړی ترڅو چه دوی سره ښه دوستان وګرځی٠ هغه تل زده کوونکو ته دا ورزده کوی چه د نورو زده کوونکو درناوی کول د خپل ځان د احترام معنی لری او هر زده کوونکی بايد د قومی يووالی د ساتلو دپاره کوششونه وکړی ٠ د هغې د کوشش په اثر د دې ټولګی هر کال د ٌ مترقی ټولګی ٌ ، ٌ متمدن ټولګی ٌ يا ٌ د قومی يووالی د ساتلو د مترقی ټولګی ٌ لقب ترلاسه کوی٠ په عين وخت کښی ښوونکې ګل بهار په دې باندی ډيره ښه پوهيږی چه د ښوونکی ښه عملونه زده کوونکو ته د تعليماتو ورکولو دپاره ډير مهم رول لوبولای شی٠ نو هغه تل د زده کوونکو په وړاندی د ښوونکی وتلی څيره ښئی ٠ د ګل بهار په ښوونځی کښی د چين د ملی ژبې په تعليمی ګروپ کښی د ٌ هان ٌ قوم دری تنه ښوونکی شته، ګل بهار تل د ژوند د دودونو په برخه کښی د دوی درناوی کوی او په تعليمی کارونو کښی له دوی سره مرسته کوی٠ د هان قوم د ښوونکو او د ملی اقليتونو د زده کوونکو ترمنځ کله کله د ژبو د توپير په اثر د تماسونو ستونزې رامنځ ته کيږی ، نو هغه تل د دغو ستونزو د ليری کولو دپاره هلی ځلی کوی٠ اوس د هان قوم دری تنه ښوونکی ګل بهار د قومی يووالی د ساتلو په برخه کښی د خپلې نمونې په حيث بولی٠

ګل بهار تل وايی چه ښوونه په ټولنه کښی تر ټولو روښانه او باافتخاره کسب دی ، زه له زده کوونکو څخه نشم جلا کيدای او په دی مناسبت فخر کوم چه د انسانانو د افکارو او عقلونو د روزلو انجينره يمه٠ نو هغه زده کوونکو ته د هر درس ورکولو دمخه په دقت سره تياری نيسی٠ د ملی اقليتونو د زده کوونکو دپاره د چين په ملی ژبه د خپل مطلب سم څرګندول يو اسان کار نه دی او د ښوونکی دپاره زده کوونکو ته د ملی ژبې ور زده کول لا مشکل کار دی ٠ خو ګل بهار د ملی ژبې د ور زده کولو په برخه کښی د ملی اقليتونو له خصوصيتونو څخه په استفادې سره په پر له پسی توګه د درس ورکولو طريقو ته ښه والی ورکوی او زده کوونکی راسمبالوی چه په فعاله توګه د ملی ژبې د زده کړې په بيلا بيلو فعاليتونو کښی برخه واخلی تر څو چه د زده کړې په برخه کښی د زده کوونکو مينه او علاقه لوړه شی او د دوی هوښياری او پوهه په پوره توګه وښودل شی ٠

ښوونکې ګل بهار د خپلې تعليمی سويې د لوړولو دپاره کله کله د ٌ هان ٌ قوم د ښوونځيو لکچر ته حاضريږی ، له تجربه لرونکو ښوونکو څخه زده کړه کوی او د نورو ښوونکو ښې تجربې په خپلو تمريناتو کښی استعمالوی ٠ د درس ورکولو په باب د هغې طريقې او تجربې د متخصصانو لخوا ستايل شوی او مروج شويدی٠

هر څوک له خپل اولاد سره مينه لری، خو امکان شته چه د اکثرو پلرونو او ميندو دپاره له نورو ماشومانو سره رښتيانی مينه مشکل کار وی٠ مګر له اتلسو کالو راهيسی ښوونکی ګل بهار له خپلو ټولو زده کوونکو سره د زړه له کومی مينه لری٠ هغه نه يوازی زده کوونکو ته علمی پوهه ور زده کوی، بلکه د دوی اخلاقی روزنې ته هم ستر اهميت ورکوی او دوی ته د هيواد دپاره د خدمتونو د ترسره کولو په باب تعليمات هم ورکوی ٠ نو ځکه د زده کوونکو پلرونه او ميندې وايی چه زمونږ زړونه په دی مناسبت ډاډه دی چه خپل اولادونه ښوونکې ګل بهار ته سپارو٠