<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-29 17:52:44    
مونږ او اوريدونکو

cri

رمز—د مونږ او اوريدونکی د خپرونی ګرانو اوريدونکو : دا دې د يوی اونی په تيريدو سره زه عنايت الله رمز او زما همکاره وانګ اين خه د ګيډی ګيډی سلامونو په وړاندی کولو سره بيا هم د اوريدونکو په خدمت کی يو .

وانګ—رمز صاحب داسی څرګنديږی چه پدی وروستيو وختونو کی مو د خپلو اوريدونکو زيات ليکونه تر لاسه کړی او هرومرو به زمونږ دوستان د خپلو ليکونو رارسيدو ته او د هغو ځوابونو ته انتظار باسی ، نو ښه به دا وی چه ليکونه راواخلو او د ليکونو د ليکونکو پتی او نوم ولولو چه د چا له خوا راليږل شويدی .

رمز—ښه ده وانګ جانی : دا لومړی ليک د پاکستان د صوبه سرحد د مانسهری نه زمونږ ور عبدالله اندوی راليږلی د سلامونو او د پروګرام څخه د ستاينې تر څنګ يی يو غزل هم ليکلی دی خو غزل يی ډير اوږد او د وخت د کم والی له امله به يی لومړی بيت ولولو .

وانګ –مهربانی وکړی د غزل دا لومړی بيت يی ولولی .

رمز—دی وايی : له حسن پسی ګرزمه د عشق په چم کی اوسم. د خيال په ورشوګانو کی د مينی څنګ کی اوسم د دوی د نورو ليکونو په نمه .

رمز—وانګ جانی : ته خو پوهيږی چه دا ليک چه همدا اوس زما په لاس کی

دی د افغانستان د خوست ولايت د علی شيرو څخه د د حضرت عثمان بين عفان د نجونو د ليسی څخه زمونږ يوی خور چه ياسمين بی بی نوميږی راليږلی . بايد وايم چه زمونږ د دې خوا دا څوم ليک دی چه مونږ ته يی رااستوی او مونږ هم د دوی پخوانی ليکونه په تيرو خپرونو کی خپاره کړيدی . ياسمين بی بی د سلامونو او

درناويو تر څنګ ليکی چه زه ستاسو ټولی خپرونی په شوق او ذوق سره اورم او هم می د افغان چين په نامه د اوريدونکو يو کلب جوړ کړيدی چه ٣٢تنه غړنی پکی ګډون لری . همدا شان نوموړی خور په خپل ليک کی زياتوی چه زه د افغانستان او چين ترمنځ په دوستی او ښه ګاونډيتو ب وياړم او د چين ولس او دولت زمونږ د هيواد په بيا رغاونه کی ستره ونډه لری . همدا راز يی د ليک په پای کی دری پوښتنی هم مطرح کړيدی .

وانګ—د ګرانی خور ياسمين بی بی او د دوی د کلب ټولو غړو ته ګيډی ګيډی سلامونه وايو . مونږ به کوشش وکړو چه په راتلونکی کی تاسو ته بې ټکټه لفافی او نور مطبوعات چه پخپل وس کی لرو دروليږو . همدا شان په کابل کی زمونږ د راډيو د پست بکس د پرانستلو غوښتنه به مو خپلو چار واک ته وسپارو تر څو په دی هکله د حل يوه لارو ولټوی او ستاسو پوښتنو ته به په راتلونکو خپرونو کی ځواب ووايو .

رمز—دا بل ليک نه چه څو ليکونه دی زمونږ پخوانی دوست او اوريدونکی محمد اقبال بشر دوست اريوبی راليږلی دی . او اريوبی صاحب د خپلو نيکو هيلو او سلامونو تر څنګ د خپل ليک په ملتيا په ١٩٩٠ کال کی زمونږ د راديو له خوا د يوه استول شوی ليک فو ټوکاپی هم رااستولی ده او دا په دې معنی چه له ډيرو کلونو راهيسی له مونږ سره د ليک اړيکی لری . خو اريوبی صاحب تل له مونږ څخه کيکله

لری چه زما ليکونه نه خپريږی . پداسی حال کی چه مونږ د اريوبی صاحب ډير ليکونه خپاره کړی دی که څه هم د اريو بی صاحب په شان مونږ ته د ډيرو اوريدونکو ليکونه رارسيږی خو مونږ يی د دې متل پر بنسټ چه (( که ژرنده د پلارده ههم په وارده )) خپر وو . مونږ په تل کوشش وکړو چه د خپلو قدرمنو اوريدونکو ليکونه په وارسره خپاره

کړو تر څو خدای مه کړه . له مونږ څخه خوابدی نه شی .

وانګ – بيا هم اريوبی صاحب ته خپل ډير ډير سلامونه وړاندی کوو او مونږ ډير وياړو چه ښاغلی اريوبی صاحب د څو کلونو راهيسی له مونږ سره پوره قلمی اړيکی لری او هيله لرو چه د تل په شان خپلی دغه اړيکی وساتی .

رمز—د پيښور د نصرت مينی څخه د ننګرهار د کلب مشر محترم ورور سيد جمال فاطمی د ګيډی ګيډی سلامونو تر څنګ يی ليکلی چه مونږ د چين د بين امللې راديو د پښتو څانګی د خپرونو لکه – ښځه او ټولنه ، ژوند په چين کی ، چينی متلونه ، د چينی ژبې لوست ، مونږ او اوريدونکی ، رنګارنګ ګلونه ، يکشنبه مو نيکمرغه او داسی نورو سره ډيره علاقه لرو او هغه مو ډير خوښ دی .

مونږ تل غواړو چه تاسو ته ليکونه واستوو او زمونږ د کلب ټول غړی ستاسو دراډيو پروګرامونه په ډيری مينی او علاقی سره اوری .بيا د خپل ليک په پای کی زياتوی چه ستاسو ستول شوی مطبوعات مو ترلاسه کړل او مونږ به د تل په شان له تاسو سره خپلی قلمی اړيکی وساتو .

وانګ—د قاطمی صاحب د اوږد او ښوهيلو نه ډک ليک څخه مننه کوو او مونږ هم دوی او د دوی د کلب ټولو غړو ته ګيډی ګيډی سلامونه وړاندی کوو. په راتلونکی کی هم د دوی ليکونو ته سترګی په لاره يو .

رمز—دا ليک زمونږ خپرونی ته په انګليسی ژبه ليکل شوی او د ليک ليکونکی ښاغلی جيب خان دی زمونږ دغه ورور د انترنشنل په نوم د اوريدونکو کلب لری او ليک يی د پاکستان د سرګودها څخه رارستولی دی . د سلامونو څخه وروسته زمونږ دغه ورور ليکلی چه زه او زمونږ د کلب غړی د پښتو ژبی په ليکلو

ښه اسنايی نلرو يوازی د پښتو ژبی ډير لږ لغتونه ليکلی شو ، خو د چين د بين لمللې راډيو د پښتو خپرونی ټول پروګرامونه په ذوق او شوق سره اوروو او همدارنګه يی د پښتو ژبی د زده کړی او ليکلو په برخه کی له مونږ څخه د مرستې غوښنته کړيده .

وانګ—مونږ هم ښاغلی جسيب خان ته سلامونه وړاندی کوو او د دوی د دې علاقی او مينی څخه ډير خوشحاله شولو کوم چه زمونږ خپرونې به ذوق او شوق سره اوری خو د پښتو ژبی د داسی مو ادو د مرستی په هکله يوازی دا ويل غواړو چه مونږ هغه څه چه ستاسو لپاره يی دروليږو په لاس کی نلرو او يوازی راډيوی خپرونی دی چه اوريدونکو ته يی د هوا په څپو کی ډالی کوو. هيله ده چه زمونږ خپرونی به ستاسو د زده کړی په لوړولو کی مرسته وکړی . بريالی اوسی .