د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د افغانستان د داخله وزارت نطاق د جنوری په ٢٩ نيټه وويل چه د افغانستان سرحدی ساتونکی عسکر په همدی ورځ د افغانستان په جنوب کی د قندهار ولايت د سپينبولداک علاقه دارۍ په نژدی يوه سړک باندی د ګزمه وهلو په وخت کی د يوه مين له بريد سره مخامخ شول چه په نتيجه کی ٩و تنه عسکر ووژل شول او يو تن ژوبل شو .
نوموړی نطاق زياته کړه چه دا مين د رموټ د کنترول په وسيله وچاودل شو . اوس پوليس د پيښی په ځای کی په اړوندې پلټنی لاس پوری کوی . د طالبانو يوه نطاق په همدی ورځ د خبريال سره د مرکی په ترڅ کی څرګنده کړه چه دوی نوموړی پيښه رامنځ ته کړه .