<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-03 17:48:26    
د جوانګ قوم د يوه پوليس د ژوند اعجاز

cri

د چين يو متل وايی چه قهرمان تل ستونزې او غمونه زغمی٠ د چين د جوانګ قوم د پوليس مونګ فان شو له ژوند څخه د دی متل معنی پوره ښکاره شويده٠ مونګ فان شو چه اوس يوڅلويښت کلن دی، د جنوب لويديځ چين د ګوۍ جيو ولايت د څونګ جيانګ ولسوالۍ د يونګ لی په کلی کښی وزيږيده او له کوچنيتوب څخه يی وغوښتل چه يو پوليس وګرځی٠ د خوښۍ وړ خبره ده چه په ١٩٨٩ کال کښی د ده أرزو ترسره شوه٠ څرنګه چه ده تل د خپل کار دپاره کوششونه کول، نو يو کال وروسته د څونګ جيانګ ولسوالی د پوليسی ادارې لخوا د جزائی پلتنې د ټيم د مرستيال په حيث مقرر شو او د ګوۍ جو ولايت پوليسی پوهنځی ته وسپاره تر څو چه د جزائی پلټنې په باب پوهې او تخنيکونه زده کړی٠ په ١٩٩٥ کال کښی د کار د اړتيا له مخی مونګ فان شو د څونګ جيانګ په ولسوالی پوری د څوۍ لی علاقه دارۍ د پوليسی دفتر د مشر په حيث مقرر شوی او په خپل کارونو کښی يی زياتې کارنامې يی قايم کړيدی٠

د ١٩٩٧ کال په اپريل کښی د مونګ فان شو ستونی سخت درد وکړ او هندارې ته يی په ستونی کښی يو پړسوب وليده ٠ نو مجبورأ د ولسوالۍ روغتون ته لاړ٠ ډاکټر وويل چه د پړسوب د تداوۍ دپاره بايد سمدلاسه بستری شی٠ خو هغه د کار دپاره يوازی په روغتون کښی د څوارلسو ورځو دپاره بسترې شو٠ خو دری مياشتې وروسته د ده ناروغی لا سخته شوه او په يوه بل روغتون کښی يې د پړسوب د پريکونې عمليات ومانه ، خو هغه پوه نشو چه ډاکټرانو دا تشخيص کړی چه هغه په لنفاوی سرطان اخته شويدی٠ نو د عمليات په دوهمه ورځ يی له نشه ئی موادو سره د ټول ولايت په دری مياشتنی مجادله کښی برخه واخيستله ٠

يوه ورځ مونګ فان شو په کليو کښی له نشه ئی موادو سره د مجادلې د معاينې په بهير کښی ناڅاپه دا احساسه کړه چه د غاړې کيڼه خوا سخت درد درلود او هلته د غټې ګوتې په شان يو پړسوب و، پنځه ورځې وروسته پړسوب په چټکه توګه لوی شو او حتی په دی اثر غاړه يی هم ونشوه غړيدای٠ نو مونګ فان شو انديښنه ووهله٠ دا وار خپلوان يی پوه شول چه د ده د ناروغۍ حقيقت نور نشی پټولای، نو ده ته يی وويل چه تاسی په سرطان اخته شوی، بايد سمدلاسه روغتون ته ولاړ شی٠ په دی وخت کښی مونګ فان شو ډير غمجن شو٠ خو د يوې شپې ورځې له فکر نه وروسته ارام شو او ويی ويل چه عمر می محدود دی، خو زه بايد د خپل ژوند اخری ارزښت وښئم ٠ هغه د ګوۍ جيو ولايت د مرکز ګوۍ يانګ ښار په يوه ډير ښه روغتون کښی بستری شو چه د کيمياوی تداوۍ سخت غمونه يی وزغمل او له ناروغۍ سره يی ټينګه مجادله وکړه٠ اعجاز دا دی چه د علاج له يوې مرحلې نه وروسته د مونګ فان شو پړسوب په پوره توګه له منځه تللی دی٠

پوليس مونګ فان شو له روغتون څخه له وتلو نه وروسته سمدلاسه خپل ټول طاقتونه د جنائی پلټنې د دندو په اجراکولو کښی اچولی دی٠ د ٢٠٠٢ کال د اکتوبر په يوه شپه هغه په داسی حال کښی چه د دندې د اجرا کولو په اثر يی په مسلسلو درو ورځو شپو کښی نه و ويده شوی ، د موټرسايکل په چلولو سره د مجرمينو تعقيب وکړ، د غرنی لارې د خرابوالی له امله هغه له موټرسايکل سره يو ځای درې ته ولوئېده چه د څو تنو بزګرو لخوا بچ شو او روغتون ته وسپارل شو٠ د ډاکټرانو په کوشش مونګ فان شو د درو ورځو له بيهوشۍ نه وروسته ويښ شو، خو هغه د بدن د څو هډوکو د ماتيدو په اثر د فلج له خطر سره مخامخ شو، په تيره بيا لا سخت خطر دا و چه په سينه کښی يی د وينو د غونډيدو په اثر د ساتنګۍ په حال کښی و او هر وخت امکان و چه مړ شی٠ دغه راز دا امکان هم و چه د ټپيدو نه وروسته يی د روغتيا د کمزوريدو په اثر سرطان بيا راشی٠ خو اعجاز يو ځل بيا رامنځ ته شو چه د ډاګټرانو په کوشش مونګ فان شو پر سختو ټپونو او دردونو باندی غلبه وموندله او څلور پنځوس ورځې وروسته ودريده چه حتی ډاکټران هم حيران شول٠ هغه له روغتون څخه له رخصت نه يوه اونی وروسته بيا په کار پيل وکړ٠

مونګ فان شو نه يوازی دا چه د ناروغۍ او ټپ لخوا ندی ځپل شوی، بلکه اراده يی لا ټينګه شوی او د کارونو دپاره يی لا زيات کوششونه کړيدی٠ هغه وويل چه زه د کار په بهير کښی ناروغی هيروم او د ژوند ارزښت احساسوم ٠

څرنګه چه د جوانګ قوم پوليس مونګ فان شو وتلی کارنامې قايمې کړی ، نو د چين د عامه امنيت د وزارت لخوا د دوهمې درجې قهرمان په حيث وټاکل شو٠