د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د پاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف د فبرورۍ په څلورمه نيټه د بيانيې په خپرولو سره غوښتنه وکړه چه بايد د خبرواترو له لاری د کشمير په باب شخړه حل شی٠ هغه دا څرګنده کړه چه د پاکستان او هند ترمنځ د اوسنی ديالوګ هدف د کشمير د مسئلې د سوله ايز حل په باب د لارو چارو لټول دی٠
جمهوررئيس پرويز وويل چه پاکستان هيله لری چه د واقعی ديالوګ له لاری په سوله ايزه توګه د کشمير مسئله حل شی٠ هغه دا خبره هم تائيده کړه چه د کشمير په باب د شخړې د حل له لارو چارو څخه بايد د کشمير د خلکو ارزو څرګنده شی ٠