<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-05 17:54:37    
مونږ او اوريدونکو

cri

رمز-- د مونږ او اوريدونکی د خپرونی قدرمنو اوريدونکو ، دا دې بيا هم زمونږ د ژوندانه يوه اونی شا ته شوه او اوس زه عنايت الله رمز او زما همکاره وانګ اين خه د ګيډی ګيډی سلامونو په وړاندی کولو سره د خپرونی کوربه يو هيله ده چه د خپرونی تر پايه پوری له مونږ سره واوس .

وانګ -- مخکی له دې نه چه د اوريدونکو د ليکونو په لوستلو او ځوابونو پيل وکړو د يوی خبری ويل غواړم هغه دا چه د مونږ او اوريدونکی په خپرونه کی له مونږ سره يوه بله نوی همکاره چه همدا څو مياشتی د مخه يی زمونږ په پښتو څانګه کی په دندی پيل کړی دی ،هم زياته شويده .زمونږ دا نوی همکاره چينګ جونګ نوميږی . تير کال د ډله ايزو اطلاعاتو د پوهنتون د راډيو د خپرونو د پوهنځی د پښتو ژبی له څانګی څخه فارغه شويده ، ډيره پوه او هوښياره نجلی ده او په پښتو ژبه ښه ليکلی او ژباړلی شی .همدا اوس مخترمه چينګ جونګ د مونږ او اوريدونکی د خپرونی په تنطيمونلو او د اوريدونکو د ليکونو په راټولو او مهمو پوښتنو ته د ځواب په برابرو کی مرسته کوی .

رمز__ د مونږ او اوريدونکی د خپرونی د نوی همکاری چينګ جونګ په هکله خو مو څه وويل خو اوس به د اوريدونکو ليکونه راواخلو او د ليکونو په باره کی به هم يو څه ووايو :

وانګ – داسی چه ده ، مهربانی وکړی دا لومړی ليک را واخلی :

رمز __ دا لومړی ليک د افغانستان د خوست له ولايت څخه د افغان کلب مشر نورعلی شاه فانی صاحب راليږلی د سلامونو تر څنګ يی ليکلی چه زمونږ د کلب د

غړو شمير ٤٥ تنو ته رسيدلی او هم يی د ليک په پای کی څو پوښتنی هم مطرح کړيدی .

وانګ – نور علی شاه فانی صاحب دی زمونږ سلامونه هم و منی طرحه شو يو پوښتنو ته به يی په راتلونکو خپرونو کی ځوابونه وړاندی کړو او هم به کوشش وکړو چه په راتلونکی کی ځينی مجلی کليزی او خپرونی د دوی په پته وليږو .

رمز—دا يوه ګيډی ليکونه د صوبه سرحد ګهمکول کمپ څخه ښوونکی سلطان محمد کامه وال خياط چه د افغانستان د ننګرهار ولايت د کامی دوګوالی اوسيدونکی دی راليږلی ښاغلی سلطان مخمد کامه وال صاحب پخپلو راليږل شويو اوږدو او مفصلو ليکونو کی ډيری پوښتنی مطرح او بيايی پخپله ورته ځوابونه ليکلی دی .

کامه وال صاحب د قلم خاوند او ښه ښوونکی دی ، مونږ هم د دوی د مشورو ، ليکونو ، طرحو او وړانديزونونه پوره ګټه تر لاسه کړه او کوشش به وکړو چه د کامه وال صاحب سره خپلی قلمی اړيکی ټينګی کړو .

وانګ – رمز صاحب د کامه وال صاحب د ليکونو په هکله دې يو څه پخپله وويل خو زه هم وايم چه ښاغلی ښوونکی سلطان محمد کامه وال صاحب دی زمونږ ډير ډير سلامونه هم ومنی او د تل په شان دی مونږ ته ليکونه راواستوی . د دوی د نورو ليکونو په تمه .

رمز – دا بل ليک زمونږ د اوريدونکو ښاغلو محمد عارف (( عرفان )) قاری محراب الدين (( ارمانی )) خان مخمد خاکسار ، عبدالضياث همراز قاری انځر ګل مسافر ، جمع الدين فريا دی ، اغاګل ملنګ يار ، سردارخان ، عبدالله (( اندوی )) او

امان الله ندوی له خوا رارسيدلی ډير ډير سلامونه يی ليکلی او بيا د نوی کال او اختر مبارکی يی هم مونږ ته راليږلی دی .

وانګ – مونږ هم ښاغلی محمد عارف (( عرفان )) او د دوی ټولو ملګرو ته سلامونه وړاندی کوو . د پيسنهادونو نظرونو څخه يی مننه کوو او هيله لرو چه په راتلونکی کی هم نور ليکونو مونږ ته راوستوی .

رمز – د پاکستان د صوبه سرحد ضلع وتحصيل مانسهری د حاجی اباد د اچهريان له کمپ څخه امان الله امان او د دوی نورو ملګرو نظر ګل ، احمد الدين ، حبيب الله ، محمد امين ، محمد الله ، سليمان ، سراج ، احمد کاکا ، شير محمد او نجيب الله پخپل ليک کی د سلامونو تر څنګ ليکلی چه ستاسو پروګرامونه مو ډير خوښ دی او مونږ غواړو چه ځينی مطبوعات او خپرونی مونږ ته راوليږی .

وانګ – ښاغلی امان الله امان او ملګرو ته يی مونږ هم سلامونه وړاندی کوو. هيله ده په راتلونکی کی هم خپل ليکونه راوليږلی او ستاسو په غوښتنه به د عبد الله مقری سندره د همدی پروګرامو په پای کی خپره کړو .

رمز – د کوهاټ د ګهمکول دوهم نمبر کمپ نه د اريانا پښتو ادبی ټولنی ته زمونږ دايمی اوريدونکی سيدوارث حنيفی صاحب مونږ هر يوه ته د سلامونو تر څنګ د نوی کال مبارکی ويلی ده .

د ليک په بله برخه کی يی ليکلی چه ستاسو ټول پروګرامونه ډير په زړه پوری دی او د انټرنيټ پاڼه مو ډيره خوښه شويده ، ځکه مو پکی ډير او هراړخيزه معلومات راغونډ کړيدی . البته زمونږ د مطبوعاتو له رسيدو څخه يی هم خوښی څرګنده کړيده .

وانګ – سيدوارث حنيفی صاحب ته مونږ هم ګيډی ګيډی سلامونه وړاندی کوو، مونږ به کوشش وکړو چه د خپلو اوريدونکو په ذوق برابر پروګرامونه جوړ او خپاره کړو . هيله ده نور ليکونه هم راوليږی خوشحاله اوسی .

رمز – دا بل ليک هم د کوهاټ څخه زمونږ د راډيو د پښتو خپرونی نوی اوريدونکی ښاغلی اسرار احمد راليږلی دې په خپل ليک کی زياتوی چه زه ستاسو د راډيو د پښتو خپرونی اوريدو ته ښاغلی سيدوارث حنيفی چه د اريانا د کلب مشر دی وهڅولم کله چه می د چين د بين المللې راډيو څخه پښتو خپرونه واوريده ، نو ډير خوشحاله شوم او تاسو ته لاس په دوعا شوم چه د پښتو ژبی لپاره دومره زيات خدمتونه تر سره کوی .

وانګ – مونږ سرار احمد ورور ته هم ګيډی ګيډی سلامونه وايو له ستاينو او نيکو هيلو څخه مو مننه کوو . بايد ووايو چه څه دپاسه ٣١ کاله کيږی د چين د بين المللې راډيو له خوا د پښتو خپرونه خپريږی چه دې خپرونی د افغانانو او چينايانو تر منځ د دوستی او ښه ګاوندډيتوب د ټينګيدو په لاره کی ستره ونډه لرلی ده او د چين د بين اللمی راډيو د پښتو څانګی کارکوونکو په تيرو څه دپاسه ٣١ کلونو کی د پښتو ژبی د اوريدونکو لپاره د سترو خدمتونو وړګرځيدلی دی .هيله ده چه په راتلونکی کی هم زمونږ خپرونی واوری او ليکونه راواستوی .

رمز – او د نننی پروګرام دا وروستی ليک د عبدالله له خوا رااستول شويدی . زمونږ دغه ورور پخپل ليک کی خپله پته نه ده ليکلی او د خپلو سلامونو تر څنګ يی د خپرونی ستاينه هم کړيده .

وانګ -- ښاغلی عبدالله ورورته مونږ هم سلامونه وايو که چيری دوی پخپل

ليک کی خپله پته ليکلی وای ، نو مونږ به هم مطبوعات ورته استولی وای . هيله ده چه په راتلونکو ليکونو کی خپله پته وليکی . خوشحاله اوسی .