<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-10 17:58:20    
مسلمان سپين ږيری لی ليو چی د چتريو د جوړولو مشهور صنعتګر دی

cri

نهه شپيته کلن لی ليو چی د چين د هوۍ د قوم مسلمان دی، د ده د کورنۍ دری نسلونه د جنوب لويديځ چين د ګوانګ سی د ٌ جوانګ ٌ د قوم د خودمختارې سيمې د يونګ فو په ولسوالۍ پوری د لو جن د ښارګوټی د لو جن په واټ کښی د چتريو په جوړولو بوخت دی او د محلی خلکو لخوا د چتريو جوړولو ٌ پاچا ٌٌ ګڼل کيږی٠

د لی ليو چی له نيکه څخه د ده کورنۍ د چتريو په جوړولو پيل کړی او د ده د پلار تر نسل پوری د نوموړی د کورنی مهارت ډير ښه او لوړ شو او د دوی لخوا د جوړو شويو چتريو کيفيت ډير ښه او بيه يی هم ارزښته وه ٠ يو ځل د جنوبی چين د ګوانګ دونګ ولايت يوه سوداګر د ده د پلار لخوا يوه جوړه شوې چترۍد تحفې په توګه په خارج کښی چينی اوسيدونکی او مشهور بډای چن جيا ګن ته ورکړه، ښاغلی چن جيا ګن دا چترۍ ډيره خوښه شوه ٠ په دی ډول د ده د پلار لخوا جوړه شويو چتريو په جنوب ختيځه أسيا کښی تود بازار پيدا کړ او په دی اثر د لوجن په واټ کښی د چتريو جوړولو صنعت لا هور هم انکشاف او وده وکړه ٠ د چين د ولسی جمهوريت د جوړيدو په لومړيو کالو کښی د لوجن د واټ له دوه سوو څلويښتو کورونو څخه يو سلو پنځه کورونه د چتريو په جوړولو لګيا وو٠

لی ليو چی د اتو کلونو په عمر ښوونځی ته داخل شوی ؤ ، يو کال وروسته يی له زده کړې څخه لاس واخيست او له خپل پلار څخه يی د چترۍ جوړول زده کړل٠ کله چه هغه لس کلن شو، پلار يی مړ شو ، نو هلک لی ليو چی د پلار په ځای د خپلې کورنۍ کسب د ميراث په توګه واخيست ٠

لی ليو چی به په پوره توګه د قوانينو له مخی معاملات کول او په فعاله توګه به يی دولت ته ماليات ورکول ، نو ولسی حکومت هغه وستايه٠ د ١٩٥٣ کال د می په لومړی نيټه د ولسی حکومت په پاملرنه د لوجن په واټ کښی د چترۍ جوړولو فابريکه جوړه شوه او لی ليو چی د دې فابريکې مسئول وټاکل شو٠ دا فابريکه د چين د ولسی جمهوريت له جوړيدو نه وروسته د يونګ فو د ولسوالۍ لومړی صنعتی تصدی وه ٠

په هغه وخت کښی د چترۍ د جوړولو دپاره اومه مواد يی کاغذ او باڼس و او دوه اويا عمليات په کار وو٠ څرنګه چه لی ليو چی د چترۍ په جوړولو کښی لوی لاس درلود ، نو په فابريکه کښی يی لوړ حيثيت درلود او کارګرو د هغه ډيره درناوی کوله ٠ په ١٩٦٤ کال کښی هغه د ګوانګ سی د جوانګ قوم د خودمختارې سيمې د مترقی کارګر په حيث انتخاب شو٠

په ١٩٦٨ کال کښی لی ليو چی د خپلې فابريکې د کارګرو په مشرۍ د يوه کلی له زراعتی توليد سره مرسته وکړه او په جسمی کار کښی د ده ښی پښه له بده مرغه ټپی شوه چه په نتيجه کښی يی په دوو پښو تګ ونشو کړای٠ خو هغه به هره ورځ د کار د پاره په ګونډه وهلو سره ورو ورو فابريکې ته ته ، د ده کور له فابريکې څخه يوازی دری سوه متره ليری دی ، خو هغه به دغه لاره په نيم ساعت کښی وهه او حتی يی په لسو کالو کښی هم په همداسی شکل سره لاره کوله ٠ تر ١٩٧٨ کاله پوری د ده د پښې ټپ ورو ورو جوړ شو ٠

د وخت په تيريدو سره هغو چتريو چه له نايلونی ټوګرانو څخه جوړې شوې، د کاغذی چتريو په ځای بازار نيولی دی، نو په ١٩٧٨ کال کښی د لوجن د چترۍ جوړولو فابريکه وتړل شوه او ښاغلی لی ليو چی د نورو کارګرو په شان په بل کار پيل وکړ٠

په ١٩٩٢ کال کښی د چين د تايوان يو سوداګر له لی ليو چی سره تماس ونيوه او ورته يی وويل چه د چين د تايوان، د کوريا د جمهوريت ، جاپان او استراليا په ځينو عنعنوی فعاليتونو کښی لا هم کاغذی چترۍ استعماليږی ٠ دی سوداګر د ګوانګ سی د ګوۍ لين په ښار کښی د عنعنوی کاغذی چترۍ د توليدولو يوه فابريکه جوړه کړه او له ښاغلی لی ليو چی څخه يی غوښتنه وکړه چه له هغه سره همکارۍ وکړی٠ لی ليو چی په خوښۍ سره دا غوښتنه ومنله٠

اوس لی ليو چی هره ورځ له خپلې ميرمن سره يو ځای د چترۍ په جوړولو بوخت دی او په هره مياشت کښی څه نا څه زر داسی چترۍ جوړولای شی چه کيفيت يی ډير ښه دی٠ هغه په دی مناسبت ډير خوشحاله دی چه د عنعنوی چترۍ جوړولو په باب مهارت په مداومه توګه انکشاف ومومی٠