<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-12 17:24:47    
٠٢١٢مونږ او اوريدونکو

cri

رمز – د مونږ او اوريدونکی د خپرونی ډيرو عزتمنو اوريدونکو د سلام او درناوی په وړاندی کولو سره زه عنايت الله رمز او زه وانګ اين خه دا دی په دی اونی کی بيا هم ستاسو په خدمت کی يو ، هيله لرو چه د خپرونی تر پايه پوری له مونږ سره پاتی شی .

وانګ جانی که څه هم عيسوی کال لا د تيری مياشتی د جنوری په لمړی نيټه پيل شويدی او په افغانستان کی به هجری لمريز نوی کال د راون عيسوی کال د مارچ په ٢١ نيټه پيل شی خو په چين کی د چين عنعنوی کال د همدی فبروری مياشتی په ٩ نيټه پيل شويدی چه هر کال په چين کی نوی کال د ملی اختر په شان په درنو مراسمو او د کورنيو تر منځ په ډيرو خوشحاليو او ميلمستياوو سره نمانځل کيږی .

وانګ -- رمز صاحب د چين د نوی کال يا عنعنوی اختر د تاريخ او لرغونتيا په هکله به د ځينو اوريدونکو پوښتنو ته د ځواب ويلو په برخه کی معلومات وړاندی کړو خو اوس چه څه ويل غواړم هغه ده چه همداوس څو ورځی کيږی زمونږ نوی کال پيل شوی په همدی مناسبت په ټول هيواد کی اوه ورځی عمومی رخصتی وی . چينائيان د خپلو رخصتيو د ښو تيرولو په خاطر د هيواد ګوټ ګوټ او ان دا چه د هيواد نه بهر د خپلو خپلوانو د ليدلو او يا خو د سيل او سياحت دپاره سفرونه کوی او د همدی سفرونو له امله د هيواد په ټولو ډولونو ترانسپورتی وسايلو او لارو لکه په بسونو ،اورګاډيو او الو تکو کی اوس ګڼه ګونه وی چه د کار اړونډه څانګی او مسوُلين يی شپه او ورځ بوختی کړی وی او په ورين تندی خپلو هيوادوالو ته د سفراسانتيا وی براوی .

رمز – د ښه او نيکمرغه کال په پيل او د خپلو اوريدونکو د خوښی او خوشحالی په هيله به ليکونه راواخلو چه چه لومړی ليک د اريوب د کلب مشر محمد اقبال بشر دوست اريوبی دی او د اريوبی صاحب د ډيرو ليکونو په وجه څه نا څه هرو پنځلسو يا ان دا چه هو اونی يی يو ليک خپروو ، خو اريوبی صاحب بيا هم په هر ليک کی ليکی چه ولی زما ليکونه نه خپريږی ؟ ايا زما ليکونه په محيار برابر نه دی ؟ يا کوم بل علت دی او داسی نوری ورته دايمی پوښتنی .

وانګ __ اريوبی صاحب ته د تل په شان بيا هم ګيډی ګيډی سلامونه وايو . مونږ نه پوهيږو چه اريوبی صاحب ولی له مونږ څخه د خپلو ليکونو د نه خپريدو ګيله کوی . ښايی چه خپرونه ورڅخه تيره شوی وی او بيا چه خپل نوم وانه اوری نو بيا غوښتنه کوی چه ولی زما ليک خپور نشو ، مونږ هماغه شان چه د مخه وويل شول او په تيرو خپرونو کی مو څو څو ځل يادونه کړيده . ستاسو ليکونه مو يا خو هره اونی او يا خو مو له پنځلسو ورځو وروسته خپاره کړيدی که څه هم ستا په شان مونږ ډير دايمی دوستان او پخوانی اوريدونکی لرو چه تل مونږ ته ليکونه استوی چه مونږ تاسو ټولو ته د قدر په ستر ګه کورو او هم د دې مکلفيت هم لرو چه د ټولو قدرمنو اوريدونکو ليکونو ته په خپل نوبت سره ځای ورکړو . ستاسو د نورو ليکونو په تمه خوشحاله اوسی .

رمز -- د پاکستان د صوبه سرحد د مردان څخه محمد عثمان مردانوی صاحب د سلامونو تر څنګ ليکی چه مونږ ټول د چين له خلکو سره ژوره مينه لرو او زه د يوه ليکوال په صفت سيلانياتو ته د خپل ملک د تاريخ په هکله معلومات ورکوم او زمونږ په تاريخ کی د چين تاريخ ليکونکی لوی لاس دی . که چيری می مفمونونه

چاپ شول ، نو هرومرو به يی تاسو ته يعنی مونږ ته راوليږی .

وانګ – د مردا نوی صاحب سلامونو ته مونږ هم وعليک وايو . د دوستی د څرګندونو نه يی مننه کوو . د پښتو مجلی د خپرونی او په هغی کی ستاسو د مغمونونو د خپرولو په هکله بايد ووايو چه مونږ په نږدی راتلونکی کی داسی يو پلان لرو چه په هرودرو مياشتوکی د سی ار ای د پښتو څانګی له خوا يوه جريوه چاپ او خپره کړو او وروسته د خپريدو به يی اوريدونکو ته هم واستوو . نيکمرغه اوسی .

رمز – دا بل ليک د کوهاټ څخه زمونږ ورور سيف الرحمن هاشمی صاحب راليږلی . ډير ډير سلامونه يی ليکلی او بيا پخپل ليک کی زياتوی چه غواړم ستاسو د انترنيټ پاڼه وګورم خو له بدمرغه دلته ښه نه ليدل کيږی او نور ټول پروګرامونه مو په شوق او ذوق اورم .

وانګ – ښاغلی ورور سيف الرحمن هاشمی صاحب : زمونږ سلامونه هم ومنی نه پوهيږو چه زمونږ دا نترنيټ پاڼه ولی ستاسو په کمپيوټر کی نه ليدل کيږی ، ښايی نقص يا ستونزه په کمپيو ټر کی وی يا د انترنيټ پته يا ادرس نلری . مونږ د هری شپی په خپرونه کی د انترنيټ پته هم اعلانوو. سره له دی دا ستونزه به د خپلې څانګی تخنيکی مسؤلينو سره وڅيړو تر څو ستونزه حل کړي ، ستاسو د نورو ليکونوپه هيله . خوشحاله اوسی .

رمز – د افغانستان د قندهار ولايت ٢٠٥ نمبر قول اردو څخه سرتيری عارف بختيار او نورو سر تيرو پخپل راليږل شوی ليک کی ګيډی ګيډی سلامونه ليکلی او د سلامونو تر څنګ يی زياته کړيده چه د سی ار ای پښتو خپرونه په شوق او ذوق سره اورو او دا يی هم ليکلی چه پښتو خپرونه اوس ډيره معياری شوی او ډير بدلونه پکی

راغلی دی .بايد ووايو چه عارف بختيار زمونږ پخوانی اوريدونکی دی او د هجرت

په وخت کی د بختونخوا چاينا کلب په نوم د اوريدونکو يو کلب هم جوړ کړی ؤ.

وانګ – عارف بختيار صاحب او نورو ملګرو ته يی مونږ هم سلامونه وايو ، ډير خوشحاله شولو چه بختيار صاحب د هجرت شپی او ورځی پايته رسولی او اوس د خپلو هيوادوالو سره يوځای د خپلو خلکو او وطن په خدمت کی دی د خپرونی د وخت د کمښت له امله ستاسو راليږل شوی پښتو متلونه د خپريدو څخه پاتی شول پدی هکله بښنه غواړو . ستاسو د نورو ليکونو په تمه .

رمز – دا دوه نور ليکونه يو ليک د افغانستان د ننګرهار ولايت د خوګياڼيو د پاس پچير نه ګل فراز ، شاه ضوان ملک بهرام او اعتبار ګل او بل ليک د هنګونه د پختو نخواه چائنا کلب د غړو هر يوه سمين ګل ، محبت خان ، سرفراز ، احمد ګل ، ساجد بختيار اونبې غلام راليږلې او د سلامونو تر څنګ يی د نوی کال مبارکی هم ويلی ده . همدا راز زمونږ نوموړو وروڼو ليکلی دی چه د سی ار ای راډيو خپرونه په ډير شوق او ذوق سره اورو .

وانګ – مونږ هم نوموړو يا دوشويو دوستانو او قدرمونو اوريدونکو ته ګيډی ګيډی سلامونه وړاندی کوو او هيله لرو چه د تل په شان له مونږ سره خپلی قلمی اړيکی ټينګی وساتی .

رمز – او د خپرونی دا ورستی ليک د افغانستان د کندهار ولايت څخه زمونږ دوست او دايمی اوريدونکی سميل زی ابرا هيمی راليږلی او د ګيډی ګيډی سلامونو تر څنګ يی د لوی اختر مبارکی هم ويلی ده . او دا يی هم ليکلی چه دلته په کندهار کی د سی ار ای پښتو خپرونه د شپی له خوا ښه او صافه نه اوريدل کيږی خو يوازی د سهار له خوا نوموړی تکراری خپرونه صفا اوريدل کيږی .

وانګ – د سميل زی ابرا هيمی سلامونو ته وعليک وايو او د لوی اختر د مبارکی څخه يی مننه کوو، د شپی له خوا په افغانستان کی د سی ار ای د پښتو خپرونی د صفانه اوريدو ستونزه به د تخنيکی څانګی مسؤلينو ته ور په ګوته کړو تر څو دا ستونزه ليری کړی او سميل زی ابرا هيمی صاحب دپوهنه تر سر ليک لاندی يو شعر هم رااستولی دی چه تاسو يی ولولی :

رمز – ډير ښه شعر داسی دی :

ستر ارزښت په هر انسان کی ده پوهنه

د جهان ارزښت جهان کی ده پوهنه

زمانی واړه په پوهه باندی وياړی

د زمانی نوښت زمان کی ده پوهنه

د هر چا تاريخ په پوهه ليکل کيږی

پرمختګ هر زمان کی ده پوهنه

زده کړه پوهه د انسان د ژوند لوړتيا ده

هر بری لره د اسان کی ده پوهنه