د چين د بين المللی راډيو د خبرله مخی، د هند خارجه وزير نتوار سينګ د فبروری په پنځلسمه نيټه د افغانستان مرکز کابل ته د ټاکلی شوی سفر پلان لغوه کړ او د خاصی الوتکی په واسطه په مستقيم ډول د پاکستان مرکز اسلام اباد ته ولاړ٠
د هند د خارجه وزارت مامور وويل له دې امله چه د سختو واورو له امله د افغانستان د مرکز کابل هوايی ډګر بند شويدی ، نو افغانستان ته د سينګ سفر په موقتی توګه لغوه شو او د فبروری په پنځلسمه نيټه شپه يی د پاکستان مرکز اسلام اباد ته د رسيدو وخت هم وختی شی٠
د خبر له مخی، سينګ به د فبروری په شپاړسمه او اوه لسمه نيټه د فلسطين له مشرانو سره د دواړو خواوو د روابطو په شمول د ګډی علاقې وړ مسئلو په باب خبری اتری وکړی٠