د سين ار اې راډيو د خبريال د خبر لمخې د هند خارجه وزير سينګ د روانې مياشتې په پنځلسمه نيټه کابل ته ورسيد او افغاستان ته يي په خپل يوه ورځني سفر وکړ٠
د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند په همدي ورځ وويل چه سينګ به په جلا جلا توګه له ولسمشر حامد کرزې او خارجه وزير عبدلله عبدلله سره خبرې وکړي ٠ د معلوماتو لمخې افغانستان ته د سفر نه وروسته به سينګ اسلام أباد ته لاړ شي او په شپاړسمه او اوولسمه نيټه به د پاکستان له مشرانو سره د علاقې وړ ګډو مسئلو په باب خبري وکړي ٠