د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی د فبروری په شپاړسمه نيټه د پاکستان جمهور رئيس پرويز مشرف په راولپنډی کی د هند له خارجه وزير نتوار سينګ سره کتنه وکړه. دواړو خواوو د ګډې علاقې وړ مسئلو په باب د نظريو تبادله وکړه.
د خبرو اترو په ترڅ کی دواړو خواوو د خپل منځی سولې او متقابل اعتماد د ټينګېدو دپاره د تر سره شويو لارو چارو يادونه وکړه. مشرف دا تائيده کړه چی د کشمير په شمول د ټولو اختلافونو د له منځه وړلو دپاره دا لازمه ده چی دواړه خواوې خبرې اترې وکړي.سينګ د هند د جمهور رئيس په عنوان مشرف ته د نيکې هيلې څرګندې کړې.