<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-17 18:38:47    
د چين د اسلامی خواړو په باب معلومات

cri
د چين عنعنوی پسرلنی اختر تازه تير شوی او چينائيانو د دی ستر اختر د نمانځنې دپاره زيات بيلا بيل فعاليتونه وکړل او ډول ډول کورنی ميلمستياوې يی جوړې کړې چه اسلامی خواړه د چين د خلکو دپاره د خوښۍ وړ خوراکونه ګڼل کيږی٠ نو په نننی پروګرام کښی به تاسو ته د چين د اسلامی خوراکونو په باب يو لړ معلومات وړاندی کړو٠
په نړۍ کښی دری غذائی سيستمونه شته چه يو يی د چينی خواړو په نماينده ګۍ د ختيځی نړۍ خواړه ، دوهم – د فرانسوی خواړو په نماينده ګۍ اروپايی خواړهاو دريم – د ترکيې خواړو په نماينده ګۍ د اسلامی نړۍ خواړه دی٠ دغه دری ډول غذايی سيستمونه د تاريخ، جغرافيا، اقتصادی جوړښت ، انکشافی سويې، د خوراکونو ډولونو، مذهبی عقيدې، کلتوری عنعناتو او د ژوند د دودونو له امله رامنځ ته شويدی٠
اسلامی خواړه د اسلام د مبارک دين د پرمختګ په ترڅ کښی راپيدا شوی او په عمده توګه د منځنی ، جنوبی او لويديځې أسيا او شمالی افريقا په څه دپاسه څلويښتو اسلامی هيوادونو او يو شمير مسلمانان لرونکو هيوادونو کښی شهرت لری ٠ څه نا څه دوه سوه مليونه خلک دغه خواړه خوری چه شمير يی د نورو دوو ډولو غذائی سيستمونو د استعمالونکو په نسبت زيات دی ٠
هان څه دپاسه زر کاله دمخه ، د چين د ٌ تانګ ٌ سلسلې له خارجی هيوادونو، په تيره بيا د منځنی او لويديځې اسيا له هيواونو سره په تجارتی معاملاتو پيل وکړ٠ په هغه وخت کښی زيات شمير عربی سوداګران د تجارت دپاره چين ته راغلل٠ دوی نه يوازی چين ته د خپلو هيوادونو پيداوارونه ، بلکه اسلامی دين او غذائی دودونه او تحريمونه هم راوړل٠ له هغه وخت نه وروسته په چين کښی د مسلمانانو د زياتيدو په اثر د دوی خاص خواړه هم ډر زيات شويدی٠ څرنګه چه دغه خواړه خپل خصوصيت او ډير ښه خوند لری، نو د چين غير مسلمانان هم ورسره شوق او ذوق لری٠ حتی زيات اسلامی خوراکونه د چين په لرغونی اشپزی کتاب کښی هم شامل شويدی٠
چينی مسلمانان اسلامی خواړه د ٌ چينګ جن ٌ په نامه ياديږی٠ په چينی ژبه کښی ٌ چينګ جن ٌ د ٌ پاک او غيرعجيبه ٌ معنی لری٠ له دی څخه څرګنده شوی چه د چين مسلمانان د اسلام په اساسی اصولو باندی ډير ښه پوهيږی او پر خپلې عقيدې پوره باور لری ٠ په ورځنی ژوند کښی د چينی مسلمانانو عادت دا دی چه پاک او غير عجيبه غذا خوری او خپل بدن او استوګنځی پاک او صاف ساتی٠ له دی څخه دا څرګنديږی چه دوی د اسلامی اصولو مراعات کوی٠
له زرو کالو راهيسی د چين د اسلامی خواړو قيسمونه ګام په ګام زيات شوی او د پخلی مهارت يی هم ډير لوړ شويدی٠ د جغرافيايی سيمې په لحاظ د چين په بيلا بيلو ځايونو کښی اسلامی خواړه هم مختلف دی٠ مثلأ په شمال لويديځ چين کښی اسلامی خواړه عربی خصوصيتونه لری، په شمالی چين کښی په اسلامی خواړو کښی پر ته د غوايانو او پسونو له غوښو څخه سمندری پيداوارونه، کبان ، سبزی او ميوې هم شامل دی چه د خوند نه پرته رنګ يی هم ښکلی دی٠ په جنوب لويديځ چين او ساحلی سيمو کښی اسلامی خواړه د کورنيو مرغانو، مرخيړو او سمندری پيداوارونو د پخولو په برخه کښی شهرت لری او د خوراکونو اصلی خوند ښه ساتل کيږی٠
برسيره پردی اسلامی خواړه په چين کښی په درو ډولو ويشل کيږی چه يو يی د اسلامی اخترونو د نمانځنی دپاره د جوماتونو په ميلمستيا کښی استعماليږی چه اکثريت يی عربی خصوصيت لری، دوهم يی په اسلامی رستورانونو کښی پلورل کيږی چه پکښی هم خوندوره او کميابه خواړه او هم معمولی محلی خوراکونه شته٠ دريم يی د مسلمانانو ورځنی خوراکونه دی٠
په چين کښی اسلامی خواړه اکثرأ د غوائيانو او پسونو له غوښو څخه جوړيږی٠ په تيره بيا د پسونو د غوښو د پخولو مهارت ډير تکړه دی٠ هان د ميلادی اوولسمې پيړۍ په څلورمه لسيزه کښی هغې ميلمستيا ډير شهرت درلود کوم چه ټول خواړه يی د پسه د بيلا بيلو اندامونو يعنی د سر ، لکی، ژبې، ښونګری او غوږ له غوښو څخه په استفادې سره پخيدل او قيسمونه يی يو سلو شلو ډولو ته رسيدل٠
د چين په اسلامی خوراکونو کښی هم عنعنوی خواړه او هم ابتکاری خوراکونه شته چه اسلامی او چينی خصوصيتونه لری٠ ويل کيږی چه د چين اسلامی خواړه د اسلامی نړۍ د غذائی کلتور يو ځلانده مرغلره ده او د چين د خوندورو خواړو ډيره مهمه برخه هم ده٠