<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-19 17:21:10    
مونږ او اوريدونکو

cri

رمز – د مونږ او اوريدونکی د خپرونی ګرانو اوريدونکو او خوږو دوستانو – اسلام عليکم ! ډير خوشحاله يو چه په همدی شيبه بيا هم زه عنايت الله رمز او زه وانګ اين خه د خپرونی په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کی يو .

وانګ – هره اونی چه د همدی خپرونی د خپرولو شيبی راورسيږی نو مونږ ډير د خو ښی احساس کوو چه دا دی بيا د يوی اونی په تيريدو سره د هوا په څپو کی د خپلو قدرمنو اوريدونکو او په ځانګری توګه د هغو دوستانو سره چه تل مونږ ته ليکونه رااستوی او خپلی قلمی اړيکی يی کلونه کلونه له مونږ سره ټينګی ساتلی دی د زړه خواله وکړو .

رمز – وانګ جانی داسی څرګنديږی چه نن دی زړه ډير غواړی چه د راډيو د همدو څپو له لاری د اوريدونکو سره د زړه خواله او خبری اتری وکړی .

وانګ – همداسی هم ده ، دا ځکه چه اوريدونکی خو تل زمونږ په زړونو کی ځای لری او مونږ هيڅکله وې نشو هيرولای ، نو اوس چه زمونږ خبری ډير اوږدی نشی . ښه به دا وی چه ليکونه راواخلو .

رمز – ښه نو چه داسی ده دا لومړی ليک د پاکستان د صوبه سرحد د چارسدی روډ خزنی کمپ څخه زمونږ پخوانيو اوريدونکو معشوق جان کامه وال او عاشق جان کامه وال راليږلی . مونږ ته يی ډير سلامونه ليکلی او بيا زياتوی چه ايا زمونږ د ځوابونو پاڼی رارسيدلی دی ؟

وانګ – ګرانو وروڼو زمونږ سلامونه هم ومنی ، ستاسو ټول ليکونه او په مسابقه کی د ځوابونو پاڼی رارسيدلی او هغه مو د بچی اچولو په لست کی شامل

کړيدی . خوشحاله اوسی .

رمز – او دا د ښکلی خط لرونکی ليک خو د ګيلونه ډک د صوبه بلوچستان د ضلع پشين کلی تر اڼی څخه زمونږ ګران دوست او پخوانی اوريدونکی بدرالدين فريادی او ملګرو يی هر يوه لعل محمد ساحر ، محمد نعيم ازاد ، عبدالو احد پرديسی او محمد اشرف د لسوز راليږلی د ګيډی ګيډی سلامونو نه يی وروسته ليکلی چه مونږ يو ساعت د ليک په ليکلو لګوو او تاسی يوازی له زمونږ نوم سره يو څو کليمی ووايی او شعرونه او غزلونه مو نه خپروی .

وانګ – فريادی صاحب او قدرمنو ملګرو ته يی هم هم ګيډی ګيډی سلامونه وړاندی کوو . د دوی ګيله د سر په سترګو منو خو يوازی دا ويل غواړو چه زمونږ همدا پروګرام د اوريدونکو د بيا بيا غوښتنو له امله په دی امکانات پيدا کړ چه ١٢دقيقی وخت د خپرولو لپاره تر لاسه کړی او که چيری مونږ د خپل يو اوريدونکی ليک او شعرونه او غزلونه او نوری هيلی او غوښتنی په دی ١٢دقيقه کی خپری کړو ، ښايی دا وخت به هم د يو ه اوريدونکی لپاره کفايت ونه کړی او د نورو اوريدونکو ليکونه به په مياشتو مياشتو خپاره نشی او هغوی به هم د دی حق ولری چه له مونږ څخه ګيله من شی .

رمز – وانګ جانی ، بيا هم به د دی لپاره چه د فريادی صاحب خوا له مونږ څخه بده نشی ، نو د همدی ليک غزل به يی ورته خپور کړو او زمونږ دغه ورور به هم په دې خبره چه وايی نه سيخ بسوزد ونه کباب او د دی متل پښتو ژباړه داسی ده چه (( نه دې سيخ و سوزی او نه کباب )) قناعت حاصل کړی .

وانګ – نو مهربانی وکړی غزل يی پيل کړی .

رمز – د فريادی صاحب غزل هم د ګيلو فريادونه پورته کوی او وايی __

ورځم د مينی يار له په ګيله باندی ورځم

دسوی اسويلو په تحفه باندی ورځم

چه يار د سترګو سترګومی له ډيره پاديږی

زه داسی د بيلتون په هنګامه باندی ورځم

د زړه ټول ارمانونه په ژړا به ورته وايم

د اه او د فرياد په تنګ قيصه باندی ورځم

د زړه سوی دردونه او غمونه ژړاګانی می

ټولو سره ګډ په قافله باندی ورځم

چه زه له ډيره غمه په سلګی او په ژړايم

همداسی په غمونو غلبه باندی ورځم

د زړه زخمی زخمی ټوټه به مخ ته ورته کيږدم

نا چاره فريادی په فيصله باندی ورځم

وانګ – د فريادی صاحب غزل خو په يا رښتيا سره له فريادونو څخه ډک ؤ د دوی د نورو ليکونو په تمه دا بل ليک به د کوم محترم اوريدونکی وی .

رمز – دا ليک چه ادرس يا پته يی څرګنده نه ده خو په ليک کی ليکل شويدی چه زه عبدالله د چين د بين المللې راډيو ټولو کارکوونکو ته سلامونه وايم . دا زما لومړی ليک دی او زما سره ملګری دی هريو : امان الله ، محبوب الله ، شاه فيصل ، امير جان او عالم جان ، او دوی يوه معماطرحه کړيده چه :

دری مڼی په دوه زامنو او دوه پلرونو داسی وويشی چه هر يوه ته يوه يوه مڼه

ورسيږی .

وانګ : مخترم ورور عبدالله او د دوی نورو ملګرو ته مونږ هم سلامونه وايو او د پوښتنی ځواب يی دا دی چه يو پلار ، يو ځوی او يو لمسی دی چه دی دريو اړه يعنی نيکه ، ځوی او لمسی دوه زامن او دوه پلاره دی چه دری مڼی ورته په مساوی توګه يعنی پوره يوه يوه مڼه رسيدای شی .

رمز – دا بل ليک د فغانستان د خوست له ولايت څخه زمونږ نوی اوريدونکی زا دا لله اتش له خوا رارسيدلی او زمونږ دغه ورور د ګلشن افغان په نوم د اوريدونکو يو نوی کلب هم جوړ کړيدی . چه د غړو شمير يی ٢٩ تنو ته رسيدلی دی .د سلامونو نه وروسته زمونږ دغه ورور ليکی چه مونږ ستا د سو خپرونی سره ډيره مينه لرو ، دلته په خوست کی ډيره صفا اوريدل کيږی . دا چه زمونږ کلب نوی دی نو مونږ ته مطبوعات او ځينی خپرونی راوليږی .

وانګ – د افغانستان د خوست په ولايت کی د ګلشن افغان کلب مشر ښاغلی زاهدالله اتش صاحب دی زمونږ سلامونه هم ومنی ، تا چه ستاسو لومړنی ليک مو تر لاسه کړ ډير خوشحاله شولو ، هيله لرو په راتلونکی کی هم خپلی قلمی اړيکی له مونږ سره وساتی مونږ به هڅه وکړو چه ستاسو په پته ځينی مطبوعاتی خپرونی واستوو . ځکه چه همدومره زمونږ په وس کی پوره دی .

رمز – د پاکستان د صوبه سرحد ضلع بنون نه د کشن کلب مشر سيد منان ارمانی د خپل راليږل شوی ليک په ترڅ کی د سلامونو نه وروسته ليکی چه اوس زمونږ د کلب غړو شمير ٧٣ تنو ته رسيدلی او مونږ ټول ستاسو خپرونی په شوق او ذوق سره اورو او په پای کی يی بيا هيله کړيده چه که چيری مو زما عکس د سی ار ای

په مجله کی چاپ کړی وی نوموړی مجله د نورو مطبو عاتو سره يو ځای راوليږی .

وانګ – محترم ورور ارمانی صاحب ستاسو د زړه د اخلاص نه د ډکو سلامونو څخه مننه کوو او زمونږ سلامونه هم ومنی . نوری مجلی او مطبوعات به ستاسو په پته دروليږو خوشحاله اوسی .

رمز – او د اوروستی ليک چه پته يا ادرس يی په ليک کی نشته د پاکټ پرمخ د باختر کلب ليکل شويدی ، خو د ليک ليکونکی فريدالله خان دی او ليکلی يی دی چه مونږ سره ملګری دی : حضرت شاه ، جميل ، احمد جان ، امجد اقبال ، د اؤ د او کفايت الله او وايی چه مونږ ټول د شپږم (( با )) ټولګی زده کوونکی يو خو ښوونځی او ځای يی معلوم نه دی چه چيری واقع دی او څه نوميږی .

په هر حال د شپږم ټولګی زمونږ دغه تنکی ځوانان اوريدونکی د سلامونو نه وروسته پخپل ليک کی زياتوی چه مونږ ستاسو په زړه پوری خپرونه په مينه او شوق سره اورو او هيله لرو د سی ار ای پښتو خپرونه د افغانستان او چين د خلکو تر منځ دوستی لا نوره هم ټينګ کړی .

وانګ—مونږ دغو ګلاليو تنکيو ځوانانو ته هم د مينی نه ډک سلامونونه وړاندی کوو او هيله لرو چه په راتلونکی کی خپل ادرس يا پته په څرګند ډول وليکی تر څو مونږ ورته په نوموړی پتی باندی ځوابی ليکونه او ځينی خپرونی او مجلی واستوو. د دوی خوښی او خوشحالی غواړو ، نورو ليکونو ته يی د انتظار په تمه ناست يو .