د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د هند او پاکستان ترمنځ د اقتصادی همکاری د ګډ کاری ګروپ دوه ورځنی لومړنی خبری اتری د روانی مياشتی په ٢٣ نيټه په نوی ديلی کی پای ته ورسيدی . ددواړو خواؤ د ټاکنی له مخی به اړوندی دوهمی خبری اتری په مناسب مهال کی جوړی شی .
د دواړو هيوادونو د روابطو د منفی اغيزی له امله د هند او پاکستان ترمنځ اقتصادی او تجارتی اړيکی تل نژدی نه دي . د هند د احصايی له مخی که څه هم تيرکال د ددواړو هيوادونو ترمنځ تجارتی حجم ٣٤٤ مليونو امريکايی ډالرو ته ورسيد او د وړم کال په مقايسه په سلو کی ٤٠ زيات شو ، خو د دريم هيواد له لاری د دواړو هيوادونو ترمنځ د غير رسمی تجارت حجم هر کال دوو ملياردو ډالرو ته رسيدلی دی .