<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-24 18:18:27    
له قومی يووالی څخه ډک استوګنځی

cri

د چين د خلکو د عنعنوی پسرلنی اختر د نمانځنې په ورځو کښی زمونږ د پښتو څانګې خبريال خپل دوست ته د مبارکۍ د څرګندولو دپاره د هغه کور ته لاړ ، اتفاقأ د دوست ملګری ميرمن لی هم هلته وه٠ د خبرو په بهير کښی ميرمن لی د خپل کور په انګړ کښی د قومی يووالی په باب څو کيسې وويلې ٠ نوخبريال د راپورتاژی د جوړولو په باب غوښتنه نوموړی ته وړاندی کړه چه پدورين تندی يی ومنله ٠

څو ورځې وروسته خبريال د ميرمن لی په اجازه د بيجينګ په ختيځه ښاری سيمه کښی د هنری موزيم تر شا د هغې استوګنځی ته لاړ ٠ هغې خبريال ته وويل چه زمونږ په انګړ کښی د هان ، مان، منګول او هوی د قومونو هيوادوال اوسيږی٠ ټول ګاونډيان يو د بل درناوی کوی، د يو او بل پاملرنه کوی او يو له بل سره مرسته کوی٠ په ورځنی ژوند کښی د څلورو قومونوڅه دپاسه پنځوس تنه اوسيدونکی خپل انګړ د يوې لويې کورنۍ په حيث بولی او تل د کورنی يووالی د ساتلو دپاره کوششونه کوی٠ د اوسيدونکو د سيمې دفتر زمونږ انګړ ته د قومی يووالی د ساتلو د بيلګې لقب راکړيدی٠

ميرمن لی د ٌ هان ٌ له قوم څخه ده او د يوې فابريکې انجينره ده، د هغې په بدرګه خبريال له دی انګړ څخه ليدنه کتنه وکړه او په څو کورونو کښی ميلمه شو٠ دا يو لوی انګړ دی او پکښی څلور کوچنی انګړونه شامل دی چه ټولې ودانی يو پوړيز کورونه دی ٠ په لومړی کوچنی انګړ کښی د ٌ هوۍ ٌ قوم د مسلمانانو دری کورنه شته ٠ کارګر ما سين مين د وروستنی پسرلنی اختر د يادولو په وخت کښی خبريال ته وويل چه که څه هم پسرلنی اختر د مسلمانانو اختر ندی، خو مونږ د دی اختر د رارسيدو په مناسبت هم ډير خوشحالی کوو او په وار سره د نورو درو قومونو د ګاونډيانو کورونو ته ورځو او دوی ته د اختر مبارکی څرګندوو٠ زمونږ د لوی انګړ ټول اوسيدونکی د وروڼو په شان دی او تل ښی اړيکی ساتی، هر کله چه د مسلمانانو مذهبی اخترونه رسيږی، د نورو درو قومونو ګاونډيان هم د مبارکی دپاره زمونږ کورونو ته راځی او په دی توګه زمونږ کوچنی انګړ له خوښۍ او قومی يووالی څخه ډک وی٠ د خوښی وړ خبره دا ده چه زمونږ د لوی انګړ د نورو درو قومونو ګاونډيان د مسلمانانو د ژوند د دودونو د احترام دپاره عمومأ يوازی د غوائی او پسه غوښی خوری او د مسلمانانو په شان نور حرام خورکونه نه خوری٠ زمونږ په لوی انګړ کښی هيڅ قومی شخړه نده پيښه شوې٠

په بل کوچنی انګړ کی د منګول يو کور اوسيږی، خو د ميرمن لی په قول ، د دی کور ټول غړی د پسرلنی اختر د تيرولو دپاره خپل اجدادی ځای يعنی د داخلی مغولستان خودمختارې سيمې ته بيرته ستانه شوې او يوازی لمسې يی د کار دپاره له داخلی مغولستان څخه بيجينګ ته راستنه شوېده٠ خبريال د ميرمن لی په لارښوونه دی کور ته داخل شو٠ د کور د خاوند لمسې دوی ته هرکلی ووايه٠ خبريال د دی کور په ديوال باندی د زياتو عکسونو له يو لوی عکس سره دلچسپی څرګنده کړه٠ هغې پيغلې د خپل کور مخکښی د غوړنځی يوې ونې ته په ګوتو نيولو سره خبريال ته يوه کيسه وويل چه پنځه کاله دمخه زما د نيکه د اويا کلونو د عمر په ورځ کښی زمونږ د لوی انګړ زيات ګاونډيان د مبارکۍ دپاره زما کور ته راغلل او د هغه د زيږيدنې د ورځې د يادونې دپاره يی زما د کور په وړاندی دا ونه کيښودله ٠ ما په کمرې سره د ونې د کيښودلو په باب دا عکس واخيست ٠ په چين کښی د غوړنځی ونه د اوږد عمر نښه او نښان دی، زه هيله لرم چه زما نيکه روغ جوړ وی او اوږد عمر ولری او زمونږ د لوی انګړ د ګاونډيانو ترمنځ دوستی د غوړنځی د ونې په شان تل شنه شی او زمونږ ترمنځ قومی يووالی ورځ په ورځ ټينګ شی ٠

ورپسی خبريال د ٌ مان ٌ قوم سپين سرې دای شو مين کور ته لاړ٠ دای شو مين دری اتيا کلنه ده او د عمر له لحاظه د دی لوی انګړ د اوسيدونکو په نسبت تر ټولو مشره ده٠ هغه ژبه غاړه نه ده، خو د دې خبرې د چين د حکومت له قومی پاليسۍ څخه د مننې له احساساتو څخه ډګې وی٠ هغې وويل : ( اواز) اوس په چين کی قومی تبعيض نشته او ولسی حکومت د ملی اقليتونو د خلکو ډيره پاملرنه کوی٠ زمونږ د انګړ کښی ټول اوسيدونکی چه که د ٌ هان ٌ د قوم وی، که د ٌ مان ٌ قوم وی يا د ٌ منګوليا ٌ او ٌ هوۍ ٌ په قومونو پوری اړه ولری ، د مساوات پر اساس ډيره ښه دوستی لری او نيکمرغه ژوند تيروی٠ مونږ د زړه له کومی د چين د حکومت له قومی پاليسۍ څخه مننه کوو٠