د سينهوا اژانس د خبر له مخی د پاکستان جمهور رئيس مشرف د فبروری په ٢٤نيټه وويل چی پاکستان د کشمير د مسئلی په هکله خپل دريځ نه دی بدل کړی .يوازی د م م د اړوندو پريکړو او د کشمير د خلکو د ارادی سره سم د کشمير د کشالی د حلولو نقشه د پاکستان له خوا منل کيدای شی .
مشرف وويل چی اوس د کشمير د مسئلی په باب د پاکستان دريځ هيڅ بدلون نه دی موندلی او د پاکستان د ملی ګټو په خلاف به عمل ونه کړی .مګر مشرف دا هم څرګنده کړه چی که چيری هند د انعطاف لاره غوره کړی پاکستان به هم د نوموړی مسئلی په باب انعطاف له ځانه وښيی .