<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-26 18:36:59    
مونږ او اوريدونکو

cri

رمز – د مونږ او اوريدونکی د خپرونی ډيرو قدرمنو اوريدونکو ! د نن خپرونی په پيل کی لومړی خپل ګيډی ګيډی سلامونه وړاندی کوو او زه عنايت الله رمز او زما همکاره وانګ اين خه ستاسو د خپرونی کوربه يو . هيله ده چه د خپرونی تر پايه پوری له مونږ سره واوسی .

وانګ – رمز صاحب ليکونه خو هم ډير دی او که دی خوښه وی چه د ډيرو خبرو پرځای د اوريدونکو راليږل شوی ليکونه راواخلو او و به ګورو چه زمونږ قدرمنو اوريدونکو پخپلو ليکونو کی څه ليکلی دی .

رمز -- وانګ جانی بايد ووايم چه ډيرو اوريدونکو د خپلو ليکونو تر څنګ د اخترونو او د نوی کال په مناسبتونو د مبارکی پست کارتونه هم رااستولی او ځينو ډيرو اوريدونکو پخپلو ليکونو کی خپلی د زړه له کومی مبارکۍ څرګندی کړيدی ډير په زړه پوری ، خو دا ده چه زمونږ د خپرونی او په مجموع کی د سی ار ای د نورو خپرونو اوريدونکی محترم رفيع الله مندوخيل يو ليک او پخپل لاس يی ليکلی شوی يوه قلمی مجله چه ښکلی او د معلوماتواو د وړانديزونو لرونکی مطالبو سره ده او هم يی په ډير ښکلی ليک سره ليکلی ده مونږ ته رااستولی .

ښاغلی مندوخيل صاحب پخپلی دغی قلمی مجلی کی مونږ ته خپل سلامونه داسی وړاندی کړيدی هغه وايی :

کاغذه لاړشه په هوشه

په سی –ار- اری باندی بمباوکړه سلامونه

او بيا په بله لنډی کی وايی :

کاغذه بحت دی مبارک شه

د سی ار ای سره به وکړی ديدونه .

وانګ – مونږ هم ښاغلی رفيع الله مندوخيل او د دوی د کلب نورو غړو ته ګيډی ګيډی سلامونه وړاندی کوو او زه هم چه د مندو خيل صاحب ١٠٨ مخيزه ښکلی مجله ګورم . د ډيرو موضوعاتو لرونکی ده .

رمز – هو ! وانګ جانی ، مندو خيل صاحب په نوموړی ١٠٨ مخيزی مجلی کی د چين د مشرانو د عکسونو تر څنګ نورو ډيرو منظرو او عکسونو ته هم ځای ورکړی او سر بيره پر دی په مجله کی داسی ليکونه د لوستلو دپاره پکی تشريه او تفصيل شويدی چه عبارت دی له : نی هاو ، خبری خپلی که د زړه وليکم چه می مينه خدای په تا باندی پيدا کړه ، د سی – ار – ای لسنرز کلب تاسيس د ارواښاد ماوتسی د ونګ په نوم کتابتون ، ګل درنه قربان کړم که بلبل درنه قربان کړم ، هسی خفه شوی وړه غوندی خبره وه ، ستا د سترګو بلا واخلم ناز پرما کړه ، د سی ار ای او نورو راډيوګانو تر منځ توپير ، د سی ار ای لسنرز کلب ژوب او د ٢٠٠٤ کال معلوماتی مسابقه ،سوالونه ستاسو ځوابونه زمونږ ، د چين ٥٥ کلن تاريخ ته لنډه کتنه ، ګل پاڼی ، ټپی ، کاکړی غاړې اتڼ ، د اتڼ ناپيلی غاړی ، د پښتنی ناوی د زړه خواله پښتو متلونه ، اړونه ياکيسۍ ، و ڼی ملغلری ، تور لونګ دانې دانې ، د سی ار ای د ګلبڼ ګلونه ، ګيله له خپلو کيږی اخر يی مه کړه د ځوانانو مجلونه .

وانګ – په رښتيا هم چه مندوخيل صاحب ډير زيار ايستلی دی او د زړه له کومی زمونږ د خپرونی سره مينه لری .

رمز – مندو خيل صاحب د خپلی مينی او علاقی د څرګندولو دپاره د رحمن بابا

شعر رااخلی او وايی چه

چه می مينه خدای په تا باندی پيدا کړه

تر که ما په هغه ورځ خپله رضا کړه .

او پخپله زياتوی چه زما د سی – ار –ای سره دومره مينه زياته شوی چه : سی – ار – ای می ليلا زه يی مجنون شوم .

رمز– د مندو خيل صاحب د مينی او پيرزوينی بله پايله يا نتيجه دا ده چه د دوی د کلب غړی همدا اوس ١٥٤ تنو ته لوړ شوی او ټولو غړو يی په فعاله توګه زمونږ له خپرونی سره قلمی اړيکی ټينګی کړی دی . همدا شان د مندوخيل صاحب په مشری د سی – ار – ای لسنرز کلب ټول غړی د سی – ار – ای د نورو ژبو خپرونی لکه اردو ، انګلسی ، عربی ، فارسی ، هندی ، بنګالی ، فرانسوی ، اندونيزيايی ، روسی ، تاُميلی ، المانی ، فلپانی ، ايتالوی ، کوريا يی ، پرتګالی ، رومانيايی او هسپا نوی ژبو سره هم قلمی اړيکی لری .

وانګ – داسی څرګنديږی چه مندو خپل صاحب او د دوی د کلب ټول غړی د چين د بين المللې راډيو د نورو ژبو خپرونی اوری او هم يی ورسره قلمی اړيکی ټينګی کړيدی .

رمز – همداسی ده .خو بله خبره چه مندو خيل صاحب يی يادونه کړيده هغه دا چه د چين د بين المللې راډيو له خوا د چين د ولسی جمهوريت د ٥٥ کاليزی په وياړ په راډيوی سيالی کی د ګډون په خاطر ټولو پوښتنو ته ځوابونه را استولی دی او دا يی هم زياته کړيده چه د جايزی مستحق به وګرځم .

وانګ – که طالع اوبخت د مندو خيل صاحب او يا دبل کوم اوريدونکی سره

ياری وکړه ، نو هرومرو به د جايزی وړ وګرځی . بايد يادونه وکړو چه مونږ ته د اوريدونکو له خوا په زرګونو ليکونه او ځوابونه رارسيدلی دی . مونږ لومړی د دغو اوريدونکو د ځوابونو پر بنسټ قرعه کشی کوو . د هر اوريدونکی نوم چه په قرعه کشی يا پچه اچولو کی راووت که دا زمونږ دايمی اوريدونکی وی يا يوازی همدا لومړی ليک يی راليږلی وی مستحق ګڼل کيږی ، وروسته بيا دغه د لومړی جايزی اوريدونکی د چين د بين المللې راډيو د نورو ٤٣ ژبو د لومړی درجه وړونکو په لست کی شامليږی چه بيا د نوموړو کسانو څخه يوازی اوه تنه يی چين ته د سفر لپاره د قرعی پراساس ټاکل کيږی . پدی توګه د هر محترم اوريدونکی چه طالع او بخت په برخه ؤ ، د سفر دپاره به چين ته راځی ، البته په دی ټاکنه او قرعه کش کی کومه ځانګړتيا او رستشنا نشته ، يوازی د طالع اوبخت ازموينه ده ، د يادونی وړ ده چه د راډيوی سيالی نتيجی لا تر اوسه ندی اعلان شوی ، هر وخت چه اعلان شوی ، نو هرومرو به خپل اوريدونکی پدی خبر وو . نيکمرغه اوسی .