د سين هوا اژانس د خبر له مخی : د هند د کمونست ګوند عمومی منشی باردن چه اوس اسلام اباد ته په خپل سفر بوخت دی ، د روانی مياشتی په لومړی نيټه کی مطبوعاتی ذاريعو ته وويل چه د پاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف په همدی ورځ دده په مشرۍ له هيأت سره د کتنی په ترڅ کی څرګنده کړه چه د پاکستان په بنديخانه کی د هند د ٢٠٠ تنو بنديانو د خوشی کولو په هکله مربوطو څانګو ته هدايت ورکړ ٠
دغه راز مشرف په پاکستان کی د بندی شوی هندي کب نيونکو د خوشی کولو حکم هم صادر کړ او مربوطې څانګې ته هدايت ورکړ چه په پاکستان کی د هند د يوشمير بندی شوی سکاني ځوانان سمدلاسه خوشی کړي چه په غير قانونی توګه پاکستان ته داخل شويدی ٠
باردن وويل چه د مشرف سره د خبرو اترو په ترڅ کی ئی د ده هغه ټينګه اراده احساسه کړيده چه غواړی چه د سوله ايز ديالوګ له لاری د هند او پاکستان تر منځ اختلاف حل کړي ٠