<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-05 16:23:05    
مونږ او اوريدونکی

cri

رمز – د مونږ او اوريدونکی د خپرونی ګرانو اوريدونکو اسلام عليکم !

دا دی يوه اونی زمونږ د ژوند څخه تيره شوه د جمعی مبارک ورځ هم په خير پايته ورسيده او د شنبی د ورځی شپه پيل شويده . ستاسو د خوښی او خوشحالی په هيله زه عنايت الله رمز او زه وانګ اين خه د نن شپی د خپرونی په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کی يوه هيله ده چه د خپرونی تر پايه پوری له مونږ سره واوسی .

وانګ – اوس چه محترمو اوريدونکو زمونږ دی خپرونی ته غوږ نيولی دی ښه به دا وی چه ليکونه راواخلو او په لوستلو يی پيل وکړو.

رمز – ډير ښه . دا ليک په اردو ژبه ليکل شوی ، خو زمونږ د خپرونی اوريدونکی دی . زمونږ دغه ورور چه ليک يی مونږ ته رارسيدلی قاری حفيظ ګل جنت نوميږی او د جنت لسنرز کلب په نوم د اوريدونکو کلب لری د لکی مروت څخه يی راليږلی دی ، د سلامونو تر څنګ يی مونږ ته د نوی کال مبارکی هم ويلی ده او هم يی ليکلی دی چه ستاسو ټول پروګرامونه اورو .

وانګ – قاری صاحب حفيظ ګل جنت او د دوی د کلب ټولو غړو ته مونږ هم سلامونه وړاندی کوو . هيله ده چه په راتلونکی کی هم خپل ليکونه مونږ ته راواستوی .

رمز – دا بل ليک د پاکستان د کرم ايجنسی د ګالی له کمپ څخه حضرت ولی او د دوی د کلب د غړو له خوا رارسيدلی . دوی پخپل ليک کی د سلامونو نه وروسته داسی ليکی تاسوته د نوی کال مبارکی وايو خدای دی وکړی چه دغه نوی کال ستاسو د کارکوونکو او د چين د ټول ملت دپاره د کاميابی او خوشحالی کال

وی . مونږ ټول افغانان د چين د ولسی جمهوريت څخه يو جهان مننه کوو ، ځکه چه چين زمونږ له هيواد سره بی غرضه اقتصادی او د بيا جوړونی مرستی کوی .

وانګ – د محترم ورور حضرت ولی او د دوی د کلب د ټولو غړو د نيکو هيلو څخه مننه کوو . زمونږ له خوا دی هم ګيډی ګيډی سلامونه ومنی . مونږ به کوشش وکړو چه په راتلونکی کی ځينی مطبوعات تاسوته درواستوو. خوشحاله اوسی .

رمز – د اختر په مناسبت د مبارکی دا ښکلی پست کارت د کرم اپجنس څخه امين الله تنها اريوبی راليږلی دی چه ورڅخه مننه کوو .دغه راز د شرين جناح ګلسن او د کراچی نمبر ٦ نه محمد نذير رجا ، جاويداباسين او انور سوز له طرفه هم يو ليک رارسيدلی سلامونه يی ليکلی او بيا يی غوښتنه کړيده چه زمونږ د ليک ځواب راواستوی .

وانګ – مونږ هم محمد نذير رجا او نورو ملګرو ته يی سلامونه وړاندی کوو . مونږ دغه ورور په پته ځوابی ليک هم استولی دی ، د دوی د نورو ليکونو په تمه .

رمز – دا بل ليک د پاکستان کوهاټ د صوبه سرحد څخه زمونږ دايمی اوريدونکو د اريانا د کلب مشر سيدوارث حنيفی او غړو يی سيداسلام اليد واحدالله ، سيد غزيز الر حمن ، سيد بشراو مجرالله الفت رااستولی . ډير ډير سلامونه يی ليکلی او هم يی ليکلی دی چه ستاسو ټول پروګرامونه اورو او د نوی کال مبارکی يی هم ويلی ده .

وانګ – سيدوارث حنيفی صاحب او د دوی نورو ملګرو ته مونږ هم سلامونه وړاندی کوو . د پروګرامونو څخه د ستاينی له امله يی ډيره مننه کوو هيله ده چه په راتلونکی کی هم خپل ليکونه راواستوی .

رمز – دا بل ليک د پاکستان د صوبه سرحد ضلع تانګ د کوټ تواز کلی څخه د شاهين کلب مشر نورحسين صابر او د کلب نورو غړو له خوا رارسيدلی د سلامونو نه يی وروسته ليکلی چه مونږ روغ او جوړ يو او هم ستاسو ټول پروګرامونه په شوق او زوق سره اوروو .

وانګ – د شاهين د کلب مشر او غړو ته يی مونږ هم سلامونه وايو هيله ده چه په راتلونکی کی هم خپل ليکونه راواستوی .

رمز – د بلو چستان د ژوب څخه زمونږ ورور چه ليکلی يی دی ستاسو نوی اوريدونکی يم . دا ليک رارسيدلی او نوم يی روح الله دی ، ښاغلی روح الله د سلامونو تر څنګ ليکلی چه ورځپاڼی او نور مواد مونږ ته راواستوی .

وانګ – محترم ورور روح الله ته مونږ هم سلامونه وړاندی کوو او کوشش به وکړو چه په راتلونکی کی ورځپاڼی ، مجلی او نور مطبوعات د دوی په پته واستوو .

رمز – دا څو ليکونه زمونږ د دايمی اوريدونکو او دوستانو هر يوه محمد عارف عرفان ، قاری محراب الرين (( ارمانی )) قاری انځر ګل مسافر ، خان محمد خاکسار ، عبدالغياث همراز ، سر دارخان احمدی ، حمع اللين فريادی او نورو له خوا رااستول شوی دی . زمونږ نوموړو اوريدونکو پخپلو ليکونو کی ګيډی ګيډی سلامونه او شعرونه رااستولی ، همدا شان يی زمونږ د ټولو پروګرامونو ستاينه هم کړيده او ښاغلی محمد عارف عرفان لومړی دا پوښتنه کړيده چه وانګ اين خه او د چين د بين المللې راډيو نورو چينايی کارکوونکو پښتو له چا نه او څنګه زده کړيده او بيا يی غوښتنه کړيده چه زه غواړم ژورناست شم پدی هکله ما ته لارښوونه وکړی او که چيری پدی هکله کوم مواد لری نو ما ته يی راواستوی .

وانګ – د محمد عارف عرفان او نورو ټولو وروڼو سلامونو ته وعليک وايو . مونږ خوشحاله شولو چه زمونږ خپرونی په شوق او ذوق سره اوری او پدی هکله بايد ووايم چه مونږ پښتو ژبه له هغو افغانو استازانو څخه زده کړيده چه څه نا څه څلويښت کاله پخوا د چين د ولسی جمهوريت په بلنه چين ته راغلی و او نوموړو استازانو دلته په چين کی د خارجی ژبو د پوهنتون د پښتو ژبی د زده کړی په ځانګه کی چه مونږ د دغه پوهنځی زده کوونکی ؤ درس راکاوه چه وروسته له څه کم څلورو کالو زده کړی نه مونږ د چين د بين المللې راډيو په پښتو خپرونه کی د کارکوونکو په توګه وګمارل شولو او د کلونو په تيريدو سره مو پښتو ژبه زده کړه چه دا دی څه دپاسه ديرش کاله د همدی خوږی ژبی په خدمت د خپلو اوريدونکو دپاره بوخت يو .

رمز – وانګ جانی ستاسو د معلوماتو نه مننه او د محترم عرفان صاحب دی بلی غوښتنی په اړه بايد ووايو چه لومړی بايد د ژورناليزم په مسلک اکاډ ميکه زده کړه وکړی . دوهم پوره مطالعه وکړی تر څو د ژوند په ټولو اړخونو کی پوره معلومات تر لاسه کړی . دريم دا چی د ژورناليزم له مسلک سره مينه او علاقه لری بايد په راډيو تلويزيون يا کومی ورځپاڼی کی سره له همدی شيبی څخه د کار او همکاری دپاره ګامونه پورته کړی او زمونږ وروستی خبره دا ده چه پرځان پوره ويسا او يا وری واوسی پدی توګه تاسو کولای شی چه يو ژورناليست شی .البته بايد ووايو چه کوم مسلکی مواد په لاس کی نلرو چه تاسو ته يی درواستوو ، خوشحاله اوسی .

وانګ – بايد دا هم ووايو چه د قاری صاحب محراب الرين ارمانی يو جلا ليک هم مونږ ته رارسيدلی دی چه ورڅخه مننه کوو.