د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز د مارچ په اتمه نيټه په جنوبی بندری ښار کراچی کی خبريالانو ته وويل چه هند به د طبيعی ګاز د پايپ لين د جوړيدو په پلان کی ګډون وکړی چه له ايران څخه د پاکستان له ﻻرې هند ته ورسيږی٠
عزيز وويل هند چی پخوا د دې لين د جوړيدو په هکله بيلا بيل شرايط وړاندی کړی ، اوس بی له کوم شرطه په دې پلان کی يی ګډون کړی دی او اړوندې خواوې به په نژدی راتلونکی کی د دې پلان په باب نوره سلا مشوره وکړی ٠ پاکستان د قطر د نفتو د وزير سره د دې موضوع په اړه په خبرو اترو پيل وکړ٠