<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-10 15:41:26    
د چين حکومت د ملی اقليتونو له خلکو څخه ډيره پاملرنه کوی

cri

اوس د چين د لسم ملی ولسی کانګرس دريمه عمومی غونډه په بيجينګ کښی روانه ده او د بيلا بيلو قومونو استازی د حکومتی کارونو په باب د صدراعظم ون جيا باو پر راپور باندی سنجش او بحث کوی٠ دوی دا احساسه کړيده چه له ارامتيا څخه د ډکې ټولنې د جوړيدو هدف د بيلا بيلو قومونو د خلکو ګډه أرزو يی څرګنده کړيده٠ نو په دی مناسبت زمونږ د پښتو څانګې خبريال د مياو قوم له استازی او د هو نان د ولايت د چينګ بو د مياو قوم د خودمختارې ولسوالۍ له رئيس وو يی جن سره مرکه وکړه٠

د هو نان ولايت د هئيت د مبحثوی مجلس د تفريح په وخت کښی ښاغلی وو يی جن خبريال ته وويل چه صدراعظم ون جيا باو د حکومتی کارونو په باب راپور کی د ملی اقليتونو د سيمو انکشاف ته خاص ځای ورکړيدی ٠ هغه دا خبره تائيده کړه چه بايد د لا مستقيمو او لا قوی تدبيرونو په نيولو سره د قومی سيمو د اقتصاد انکشاف ته چټکتيا ورکړی شی ٠ زه د ملی اقليتونو د يوه استازی په حيث د دی راپور له اوريدو نه وروسته ډير خوشحاله يم او ځان می نيکمرغه احساس کړ دی٠ زه باور لرم چه د چين د حکومت په مرسته او ملاتړۍ به د ملی اقليتونو د سيمو اقتصاد او ټولنه هرومرو د هيواد د نورو ځايونو په شان په بيړه سره پرمختګ وکړی٠

د چينګ بو د مياو قوم خودمختاره ولسوالی د جنوبی چين د هو نان ولايت په جنوب لويديځه برخه کښی پرته ده او پکښی د ديارلسو قومونو دوه لکه اته پنځو زره تنه وګړی اوسيږی چه له دی جملې څخه د مياو قوم وطن والان د ټولو نفوسو په سلو کښی څلور پنځوس اعشاريه دری برخه نيسی٠ پخوا هلته د جغرافيايی چاپيريال په محدوديت توليدی زمينې ښې نه وې او ترانسپورتی اسانتيا هم نه وه ، نو دا خودمختاره ولسوالی په تيره يوه اوږده موده کی د بی وزليتوب او وروسته پاتی والی په حال کی وه ٠ خو له څو کالو راهيسی دولت له بی وزليتوب څخه ددی ولسوالی د بچولو دپاره زياتې پانګې اچولې دی ٠ استازی وو يی جن د خپلې تجربې له لاری داسی واقعيت بيان کړ چه د چين حکومت د ملی اقليتونو له خلکو سره ډيره پاملرنه کوی ٠هغه وويل چه د چين مرکزی او محلی حکومتونو زمونږ د ولسوالۍ د اقتصاد له انکشاف او د کلتوری ، تعليمی او نورو بيلا بيلو ټولنيزو چارو له پرمختګ سره يو لړ تدبيونه غوره کړيدی ٠ مثلأ زمونږ په ولسوالی کښی د ترافيکی زمينې د وروسته پاتی والی په اثر اقتصادی انکشاف محدود شويدی، ولسی حکومت په خاصه توګه د دری سوو مليونو ژن مين بی يوانو په مصرفولو سره زمونږ د ولسوالی له مرکز څخه د ولسوالی د بهر يوه عصری سړګ ته يو سړګ غزولی چه په نتيجه کښی زمونږ دغه غرنی ولسوالی له نورو ځايونو سره نښلول شويده، برسيره پردی د حکومت په مالی مرسته زمونږ د ولسوالۍ له مرکز څخه بيلا بيلو علاقه داريو او کليو ته هم سړکونه غزيدلی دی٠ ترانسپورتی چاره د اقتصادی انکشاف بنسټ دی، د دغو سړکونو د جوړيدو په اثر د چينګ بو د خودمختارې ولسوالۍ د اقتصاد د پرمخبيولو دپاره ډير ستر رول لوبولی دی٠ دغه راز د بيلا بيلو درجو حکومتونو د زياتو پانګو په اچولو سره زمونږ په ولسوالی کښی د کرنې توليدی زمينې ښې کړی، دوه ليليه لرونکی ښوونځی او د ناروغيو د وقايی او کنټرول مرکز يی جوړکړی او د بيلا بيلو علاقه داريو روغتونونو طبی تجهيزات او تاسيسات يی نوی کړيدی٠ ښاغلی وو يی جن وويل چه د ولسی حکومت په مرسته او ملاتړ پروسږکال زمونږ په ولسوالۍ کښی د کورنيو توليداتو عمومی ارزښت د وړم کال په نسب په سلو کی يوولس اعشاريه دری زيات شوی ، مالی عائدات مو په سلو کی شپږ ويشت اعشاريه څلور او د هر تن په حساب د بزګرو خالص عائدات مو د وړم کال په نسبت په سلو کښی اته زيات شويدی٠

استازی وو يی جن چه دری څلويښت کلن دی، د خپلې ولسوالۍ د انکشاف او د خپل ځان د ودې د جريان په وسيله د چين د حکومت قومی پاليسی وستايله ٠ هغه وويل چه د چين د قومی پاليسۍ يوه برخه د ملی اقليتونو په ځايونو کښی د سيمه ايز خودمختاريت ترسره کيدل او د ملی اقليتونو د خلکو لخوا د خپل قوم او خپل ځای د کورنيو چارو اداره کول دی ٠ زمونږ د چينګ بو د مياو قوم خودمختاره ولسوالی د همدې پاليسۍ په رڼا کښی جوړه شويده٠ د قومی سيمه ايز خودمختاريت په باب د چين د قانون له مخی، د قومی خودمختارو ځايونو د عالی اداری مشرانو دنده بايد د محلی عمده قومونو د اتباعو په غاړه کيښودل شی ٠ د چين حکومت د ملی اقليتونو د مامورينو روزنې ته ډير ستر اهميت ورکوی ، زه د مياو قوم يو اولاد يم ، خو د ولسی حکومت او خلکو په روزنه له يوه معمولی ځوان څخه ګام په ګام زمونږ د خودمختارې ولسوالۍ د رئيس څوکۍ ته پورته شوی او د لسم ملی ولسی کانګرس د نماينده په حيث هم انتخاب شوی يم ٠ اوس زه د نورو بيلا بيلو قومونو له استازو سره يو ځای د هيواد د سترو پاليسيو په جوړولو او پر مهمو موضوعاتو باندی په بحث کښی برخه اخلم چه دا زما افتخار دی او د مياو قوم د ټولو هيوادوالو وياړنه هم ده٠ زه به خپل مسئوليت پوره وپيژنم او د خلکو له أرزو سره سم به د خپلو دندو د ترسره کولو دپاره هلی ځلی وکړم٠