<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-12 18:35:47    
مونږ او اوريدونکی

cri
 رمز – د مونږ او اوريدونکی د خپرونی قدرمنو اوريدونکو ، اسلام عليکم !

دا دې يوه اوونی تيره شوه او نن بيا زه عنايت الله رمز او زما همکاره وانګ اين خه ستاسو په خدمت کی يو . مونږ تل هڅه کوو چه د اوريدونکو ليکونه پخپل وخت او زمان خپاره کړو ، خو کله کله ليکونه په لاره کی له ځنډسره مخامخ شی او يا داچه ليکونه دومره ډير وی چه په يوه اودوه خپرونو کی يی د خپريدو ځای نه وی ، نو هم پری يو څه وخت تير شی . په هر حال مونږ کوشش کوو چه له موجودو امکاناتونه ګډه پورته کړو او اوريدونکی خوښ او خوشحاله وساتو .

وانګ – رمز صاحب راځه چه د اوريدونکو د انتظار شيبی پايته ورسوو او ليکونه يی راواخلو چه څه پکی ليکل شوی د کوم ځای او د چا له خوا رااستول شويدی .

رمز – دا ليک د باجوړايجنسی د سالارزو له علاقې نه د اريانا د کلب مشر محمد حسين همدرد رااستولی . د سلامونو تر څنګ يی ليکلی چه زه او زما د کلب ټول غړی ستاسو د خپرونی ټول پروګرامونه په شوق او ذوق سره اورو . اوس ستاسو په پروګرامونو کی ډير بدلون او ښه والی راغلی او له دی امله تاسو ته مبارکی وايو .

وانګ – همدرد صاحب او د کلب ټولو غړو ته يی سلامونه وړاندی کوو . د مبارکيو او نيکو هيله نه يی مننه کوو . د دوی نورو ليکونو ته سترګی په لاره يو .

رمز – د پاکستان صوبه سرحد ضلع او تحصيل مانسهری د حاجی اباد احهړيان کمپ نه نور جان ارمانی د سلامونو نه وروسته ليکل چه ستاسو ځوابی ليکونه ما ته رارسيدلی له دې امله ډاډ درکوم .

وانګ – د نور جان ارمانی ورور سلامونو ته وعليک وايو او مونږ هم خوشحاله شولو چه زمونږ ځوابی ليکونه مو تر لاسه کړل . دا دی ستاسو رارسيدلی ليک مو هم خپور کړ، خوشحاله اوسی .

رمز – د سی –ار-ای لسنرز کلب ژوب صدر رفيع الله مندو خيل صاحب څو ليکونه مو بيا هم پدی اونی کی تر لاسه کړل او مندوخيل صاحب پوښتنه کړيده چه ما پخوا ځينی مواد لکه کتابونه ، مجلی ، کارتونه ،کسټونه او يوه ١٦٠ مخيزه قلمی مجله استولی ؤ، ايا هغه مو تر لاسه کړيدی يا نه ؟

وانګ – مندوخيل صاحب او د کلب غړو ته يی سلامونه وايو ، تاسو ډاډه اوسی . ستاسو قلمی مجله او نور مواد مونږ ته رارسيدلی چه ستاسو راليږل شوی قلمی مجلی ته مود فبروری د ٢٥مې نيټې په خپرونه کی پوره ځای ورکړی ؤ او په مفصله توګه پدی و غږيدلو . ستاسو د نورو ليکونو په تمه .

رمز – دا بل ليک هم د مندوخيل لسنرز کلب په نامه چه صدرلی ښاغلی بشريار مندوخيل دی رااستولی، بشريار مندوخيل صاحب د ګيډی ګيډی سلامونو تر څنګ زياتوی چه ستاسو ټول پروګرامونه د ستاينی وړ دی او زه له اتو کالو راهيسی ستاسو اوريدونکی يم او زمونږ د کلب غړی نژدی ٥٠تنو ته رسيدلی دی . د خپل ليک په ترڅ کی يی په هری پور کی سيدالرحمن بهير ته په لندن کی خليل الرحمن بهير ته او په چمن کی عبدالرؤف ارمانی ته سلامونه ويلی او له مونږ څخه يی هيله څرګنده کړيده چه د څپو له لارې د دوی سلامونه هغوی ته وړاندی کړو او هم يی زما په هکله پوښتنی کړيدی .

وانګ – بشريار مندوخيل او د دوی د کلب غړي دی زمونږ سلامونه هم

ومنی .

ستاسو سلامونه مو هم دا دی د هوا په څپو کی ستاسو دوستانو ته خپاره کړل . د رمز صاحب په هکله ستاسو د پوښتنی په هکله بايد ووايو چه رمز صاحب په تيرو خپرونو کی د نورو اوريدونکو په غوښتنه ځان معرفی کړيدی .ښايی چه تاسو به هم اوريدولی وی . خو د شعر په هکله بايد ووايو چه هغه د شعر سره مينه لری ،خو شعرونه نه ليکی .

رمز – وانګ جانی بشريار مندوخيل صاحب په همدی ليک کی يو شعر هم ليکل ، که ستا خوښه وی . هغه به ولولم :

وانګ – مهربانی وکړی ځکه زمونږ دی اوريدونکی په تکرار سره غوښتنه کړيده چه شعر يی خپورکړو .

رمز – البته د ده دا شعر يو غزل دی چه داسی پيل کيږی :

له دی کوره له دی کلی ځه چه ځو *** هرمين په کاڼو ولی ځه چه ځو

حق نوم د چا په شونډو پانی نه دی *** هر سړی دې خولی ګنډلی ځه چه ځو

چه نه غزت او نه پښتو شته پکی *** له دی وطنه لاس نيولی ځه چه ځو

بلبلان ځکه د غم سندری وايی *** سره ګلدن دې چا ريبلې ځه چه ځو

چا ظالمانو زمونږ د تګ په لاره *** ځای په ځای ازغی شيندلی ځه چه ځو

د پاکی مينی دښمنان دی دلته *** بشرياره ما ليدلی ځه چه ځو

وانګ – بشريار صاحب به خپل دا ښکلی غزل اوريدلی وی او دا بل ليک د چا دی .

رمز – دا څو ليکونه په اردو ژبی ليکل شويدی ، خو ليکونکی يی قاری حفيظ

ګل جنت دی . زمونږ دغه ورور د سلامونو نه وروسته ليکی چه د جنت ګل لسنرز کلب

ټول غړی د سی ار ای پښتو خپرونه اوری او ورسره ډيره علاقه لری .همدا شان ښاغلی قاری حفيظ ګل جنت مونږ ته د نوی کال مبارکی هم ويله ده .

وانګ – ښاغلی قاری حفيظ ګل جنت او د کلب غړو ته يی مونږ هم سلامونه وايو او د نوی کال له امله د مبارکی څخه يی ډيره مننه کوو .

رمز – د سويلی وزيرستان واڼه څخه احسان الله وزير ليکلی چه لومړی سلامونه وايم ، بيا زه سره له خپلو نورو ملګرو د چين د بين المللې راډيو ټول پروګرمونه په شوق او ذوق سره اورو او د راډيويی سيالی لپاره می پوښتنوته ځوابونه هم استولی دی .

وانګ – احسان الله وزير ته مونږ هم سلامونه وايو . ستاسو ليک او نوری ځوابی پاڼې رارسيدلی ډاډه اوسی او کله چه د راډيويی سيالی پوره نتيجی په لاس راغلی ، نو هرو مرو به خپل اوريدونکی پری خبروو او ګټونکی به يی اعلانوو . خوشحاله اوسی .

دا يوه څولی ليکونه د پاکستان د صوبه سرحد ضلع هزاره تحصيل مانسهره اچهړيار کمپ نه قاری صاحب محراب الدين پريشان ارمانی له خوا رارسيدلی . قاری صاحب په تولو ليکونو کی د خپلو نږدی يارانو ذکر هم کوی لکه محمد عارف عرفان ، زيړګل زړه سوانده ، انځر ګل مسافر او نور . دوی ټول مونږ سلامونه وايی او د قاری صاحب په هر ليک کی يو شعر هم وی چه مونږ به يی يو شعر ولولو.

وانګ – مخکی له دې نه چه د قاری صاحب محراب الدين پريشان ارمانی شعر ولولی . مونږ هم ورته سلامونه وايو که څه هم چه ارمانونه يی ډير دی ، خو خدای

دی پريشان نه کوی .مجلی اونوری خپرونی به هم په راتلونکی کی د دوی په پته

وليږو او د ارمانی صاحب شعر به رمز صاحب تاسو ولولی .

رمز – د ښاغلی قاری صاحب محراب الدين ارمانی د شعرعنوان دی وګوره :

هلته نغمه د پسرلی وګوره *** دلته د زړونو اسويلی وګوره

څوګ د مستی شی ليونی په ميو *** څوک د ازله ليونی وګوره

څوک به نظر ته سپيلنی سوزوی *** څوک بی انګاره سپيلنی وګوره

څوګ د غير ته خاورو ته ځی *** څوک په جهان کی ميړنی وګوره

څوګ د پخوا مينه لا ټينګه ساتی *** را شرياران اوسنی وګوره

فکر يی تير شوی زياتی مه يادوه *** بس دی دا نن او پرونی وګوره