د سين هوا أژانس د خبر لمخې د ايران د داخله وزير موسوي لاري چه اوس افغانستان ته په سفر بوخت دی ، د رواني مياشتې په څوارلسمه نيټه په کابل کي وويل چه ايران په افغانستان کي د امريکې له نظامي سوقيات څخه نه ويريږي او تر اوسه پوري يي د ايران امنيت ته کوم تاوان ندي پيدا کړي . د معلوماتو لمخې اوس په افغانستان کي د ميشته شويو امريکايي عسکرو شمير اتلسو زرو تنو نه زيات دی او اکثريت يي د افغانستان په ختيځ او جنوب ختيځ کي ميشته دي ٠ اوس برخه ايز امريکايي عسکر ايران ته نژدي د افغانستان لويديځ ته ليږل شويدي ٠ وزير موسوي لاري په همدي ورځ د افغانستان د داخله وزير علي احمد جلالي سره د خبرو نه وروسته وويل چه ايران به د مخده موادو له قاچاق سره سخته مبارزه وکړي او د کرنې په برخه کي به د افغان بزګرو سره مرسته وکړي ٠