<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-17 15:39:00    
په چين کښی قومی سيمه ايز خودمختاريت د ملی اقليتونو د سيمو د اقتصاد او ټولنې انکشاف پرمخبيولی دی

cri

د چين د حکومت مطبوعاتی دفتر لږه موده دمخه د چين د قومی سيمه ايز خودمختاريت په باب سپين کتاب خپورکړيدی٠ په دی سپين کتاب کښی له څه دپاسه پنځوسو کالو راهيسی په چين کښی د قومی سيمه ايز خودمختاريت د ترسره کيدو عملی تجربې او ثمرونه راياد او معرفی شويدی٠ نو په دی مناسبت د چين د ملی اقليتونو ځينو شخصيتونو له خبريال سره مرکه وکړه٠

چين شپږ پنځوس قومونه لرونکی هيواد دی٠ د چين د لومړی لوی قوم ٌ هان ٌ وګړی د ټول هيواد د يو مليارډو دری سوو مليونو وګړو په سلو کښی يو نوی برخه نيسی او د نورو پنځه پنځوسو قومونو هيوادوال په سلو کښی يوازی نهه برخه تشکيلوی٠ نو ځکه دغه پنځه پنځوس قومونه ٌ ملی اقليتونه ٌ ګڼل کيږی٠ د تيرې پيړۍ له پنځمې لسيزې څخه په چين کښی د ملی اقليتونو د سيمه ايز خودمختاريت د ترسره کيدو له لاری د ملی اقليتونو د چارو اداره کيږی٠

د چين د ملی اقليتونو د ګڼ شمير خلکو د اوسيدو په ځايونو کښی خودمختارې سيمې ، خودمختارې لويې ولسوالۍ او خودمختارې ولسوالۍ جوړې شويدی او پکښی بيلا بيل ملی اقليتونه پوره خودمختاريت ترسره کوی٠ اوس په چين کښی د ملی اقليتونو د سيمه ايزو خودمختارو ځايونو مساحت د چين د خاورې په عمومی مساحت کښی څه دپاسه نيمه برخه نيسی٠

د چين د اساسی قانون او د قومی سيمه ايز خودمختاريت په باب د قانون له مخی، د ملی اقليتونو د هر خودمختار ځای عالی اداری مامور بايد د محلی ځای د عمده قوم تبعه وی او د بيلا بيلو درجو د نورو واک لرونکو ارګانونو په مشرانو او مامورينو کښی هم د ملی اقليتونو زيات شمير شخصيتونه شامل دی٠

ښاغلی بای جاو د چين د تبت د خودمختارې سيمې د تقنينی ارګان يعنی د ولسی کانګرس د دائمی کميسيون يو غړی دی٠ هغه وويل چه قومی خودمختار ځای نه يوازی د خپل قوم او سيمې د کورنيو چارو د خپلواکې اداره کولو په برخه کښی له خودمختارو حقوقو څخه برخوردار دی ، بلکه د خپل قوم او محلی ځای د خصوصيت او واقعيت له مخی د خودمختاريت په باب ځانګړی مقررات هم جوړولای شی٠

هغه وويل چه د تبت خودمختارې سيمې ولسی کانګرس او دائمې کميسيون يی په وار سره ٢٣٧ محلی قانونی مقررات او پريکړه ليکونه جوړ کړيدی٠ دغو محلی مقرراتو د تبت د خودمختارې سيمې د اقتصادی، سياسی، ټولنيز او کلتوری چارو د پرمخبيولو دپاره قانونی ضمانت برابر کړيدی٠

ښاغلی بای جاو د مثال په راوړلو سره وويل چه د تبت د خودمختارې سيمې د ولسی کانګرس دائمی کميسيون د واده په باب د چين د قانون د تطبيق په هکله ځانګړی محلی مقررات جوړ کړی چه د هغه له مخی د واده په برخه کښی د محلی ملی اقليتونو پخوانی هغه عادت ته د موجوديت اجازه ورکول کيږی چه يوه ښځه له څو ميړونو او يو سړی له څو ښځو سره واده کولای شی٠

د چين ملی اقليتونه اکثرأ په سرحدی سيمو کښی اوسيږی او اقتصاد يی نسبتأ وروسته پاتی دی٠ له څو کالو راهيسی، د چين حکومت له قومی خودمختارو ځايونو سره مالی مرستې کړيدی٠

ښاغلی سو يوان وۍ د چين د ټولنيز علمی اکاډمی يو پوهنوال دی او د ٌ جوان ٌ له قوم څخه دی، له اوږدې مودې راهيسی هغه د ملی اقليتونو د سيمو اقتصاد څيړنه کوی او د څيړنې او تحقيقاتو دپاره د ملی اقليتونو د اوسيدو زياتو ځايونو ته تللی دی٠ هغه د خپل اجدادی ځای يعنی د جنوب لويديځ چين د ګوانګ سی د جوانګ د قوم په خودمختاری سيمې پوری د بای سه د سيمې د پرمختګ د يادولو په وخت کی وويل چه د ګوانګ سی د بای سه د سيمې د څيرې ښه بدلون زما د پاره د حيرانتيا وړ دی٠ پخوا هلته غريبه سيمه وه، خو اوس عصری کرنې يی چټک انکشاف موندلی دی چه د رومی بانجن او مانګو د کرلو مځکې يی بی حده ښکاری، په زر ګونو هکتارو مځکو کښی ګنې د ځنګلونو په شان وده کوی او په لس ګونو زرو هکتارو پټيو کښی رنګا رنګ سابه کرل کيږی٠ ښاغلی لونګ يوان وۍ وويل چه له پخوا زمانې راهيسی د ملی اقليتونو اقتصاد وروسته پاتی ؤ، خو اوس د اکثرو قومی سيمو هر کلی ته سړکونه او تليفونی کرښې غزيدلی دی، اوسيدونکی يی تلويزونی پروګرامونه ليدلای شی او د دوی ژوند ډير ښه بدلون موندلی دی ٠

د ملی اقليتونو د خلکو د ژوند د ښه کولو په عين وخت کښی د چين حکومت د قومی خودمختارو ځايونو تعليمی چارو ته د انکشاف ورکولو دپاره هم زياتې پانګې اچولی دی او د ملی اقليتونو زده کوونکو ته ځانګړی امتيازات ورکوی٠ برسيره پردی په چين کښی د ملی اقليتونو د بااستعدادو کسانو د روزلو دپاره په خاصه توګه ديارلس قومی پوهنتونه او پوهنځی هم جوړ شويدی٠