د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د چک يوه پوځی ډله چه له پنځلسو تنو خاصو پوځيانو څخه جوړه شوی، د مارچ په اتلسمه نيټه د الوتکې په ذريعه له پراګ څخه المان ته وخوځيدله او له المانی پوځيانو سره د يو ځای کيدو نه وروسته به کابل ته ولاړ شی تر څو چه د چک د هغو خاصو پوځيانو په ځای په افعانستان کښی ميشته شی کوم چه پخوا افغانستان ته وسپارل شول٠
د چک د مطبوعاتی زرائعو د خبر له مخی، د چک نوموړی پوځی ډله به په افغانستان کښی د ناتو د بلاک په بين المللی امنيتی پوځ کښی د نيم کال دپاره دندې اجرا کړی چه په عمده توګه به د کابل د هوايی ميدان په شاوخوا کښی مينونه پاک کړی او د هوا پيژندنې خدمتونه به ترسره کړی٠