<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-19 18:01:38    
مونږ او اوريدونکی

cri

رمز – د مونږ او اوريدونکی دخپرونی ګرانو اوريدونکو اسلام عليکم !

دا دې يوه اونی زمونږ د ژوند څخه تيره شوه د جمعی مبارک ورځ هم په خير پايته ورسيده او د شنبی د ورځی شپه پيل شويده . ستاسو د خوښی او خوشحالې په هيله زه عنايت الله رمز او زه وانګ اين خه د نن شپی د خپرونی په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کی يو ، هيله ده چه د خپرونی تر پايه پوری له مونږ سره واوسی .

وانګ – اوس چه محترمو اوريدونکو زمونږ دې خپرونی ته غوږ نيولی دی ، ښه به دا وی چه ليکونه راواخلو او په لوستلو يی پيل وکړو .

رمز—دا څو ليکونه په اردو ژبی ليکل شويدی ، خو ليکونکی يی قاری حفيظ ګل جنت دی . زمونږ دغه ورور د سلامونو نه وروسته ليکی : د جنت ګل لسنرز کلب ټول غړي د سی ار ای پښتو خپرونه اوری او ورسره ډيره علاقه لری . همدا شان ښاغلی قاری حفيظ ګل جنت مونږ ته د نوی کال مبارکی هم ويله ده .

وانګ – ښاغلی قاری حفيظ ګل جنت او د کلب غړو ته يی مونږ هم سلامونه وايو او د نوی کال له امله د مبارکی څخه يی ډيره مننه کوو .

رمز – د سويلی وزيرستان واڼه څخه احسان الله وزير ليکلی چه لومړی سلامونه وايم ، بيا زسره له خپلو نورو ملګرو د چين د بين المللې راډيو ټول پروګرامونه په شوق او ذوق سره اورو او د راډيويی سيالی دپاره می پوښتنو ته ځوابونه هم استولی دی .

وانګ – احسان الله وزير ته مونږ هم سلامونه وايو ،ستاسو ليک او نوری ځوابی پاڼې رارسيدلی ، ډاډه اوسی او کله چه د راډيو يی سيالی پوره نتيجی په لای

راغلی ، نو هرومرو به خپل اوريدونکی پری خبروو او ګټونکی به يی اعلانوو . خوشحاله اوسی .

رمز – دا بل ليک د پاکستان د صوبه سرحد ضلع کوهاټ ګهمکول لومړی نمبر کمپ نه ښوونکی سلطان محمد کامه وال راليږلی . د سلامونو تر څنګ يی د خپلو نورو ليونو د رسيدو ډاډ غوښی دی . همدا شان ښاغلی کامه وال صاحب چه اصلا د ننګرهار ولايت د کامی د ولسوال څخه دی د خپل اوږد او په زړه پوری ليک کی چه د يوه ښوونکی په توګه د ټوکواو ټکالو سره هم مينه لری ، دا غوښتنه هم کړيده چه زه بايد خپل ځان معرفی کړم او د افغانستان د کوم ځای اوسيدونکی يم .

وانګ – سلطان مخمد کامه وال صاحب دی ، زمونږ ډير ډير سلامونه هم ومنی . د دوی ټول ليکونه مونږ ته رارسيدلی او هيله لرو چه د تل په شان خپلی قلمی اړيکی له مونږ سره وساتی او د دوی د غوښتنی پراساس رمز صاحب تاسو پخپله دوی ته ځان وپيژنی .

رمز – بايد ووايم چه ټول هيواد زما کور دی ، خو زما اصلی وطن د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالی ده او د کلی نوم می صديق خيل دی ، له څه نا څه ٣٥ کالو راهيسی په کابل کی ژوند کوم او له ١٥کلونو نه زياته موده می په راډيو افغانستان کی دنده تر سره کړيده . څه دپاسه دوه کاله کيږی چه د چين د بين المللې راډيو د پښتو څانګی سره همکاری لرم .

رمز – د اختر په مناسبت د مبارکی دا ښکلی پست کارت د کرم ايجنسی څخه امين الله تنها اريوبی راليږلی دی چه ورڅخه مننه کوو . دغه راز د شرين جناح ګلشن او د کراچی نمبر ٦ نه محمد نذير رجا ، جاويداباسين او انور سوز له طرفه هم يوليک

رارسيدلی سلامونه يی ليکلی او بيا يی غوښتنه کړيده چه زمونږ د ليک ځواب راواستوی .

وانګ -- مونږ هم محمد نذير رجا او نورو ملګرو ته يی سلامونه وړاندی کوو . مونږ د دغه ورور په پته ځوابی ليک هم استولی دی ، د دوی د نورو ليکونو په تمه .

رمز – دا بل ليک د پاکستان د صوبه سرحد کوهاټ څخه زمونږ دايمی اوريدونکو د اريانا د کلب مشر سيدوارث حنيفی او غړو يی سيداسلام اليد واحدالله ، سيد غزيز الرحمن ، سيد بشر او محب الله الفت رااستولی . ډير ډير سلامونه يی ليکلی او هم يی ليکلی دی چه ستاسو ټول پروګرامونه اورو او دنوی کال مبارکی يی هم ويلی ده .

وانګ – سيدوارث حنيفی صاحب او د دوی نورو ملګرو ته مونږ هم سلامونه وړاندی کوو . د پروګرامونو څخه د ستاينی له امله يی ډيره مننه کوو. هيله ده چه په راتلونکی کی هم خپل ليکونه راواستوی .

رمز – دا بل ليک د پاکستان د صوبه سرحد ضلع تانګ د کوټ تواز کلی څخه د شاهين کلب مشر نور حسين صابر او د کلب د نورو غړو له خوا رارسيدلی د سلامونو نه يی وروسته ليکلی چه مونږ روغ او جوړ يو او هم ستاسو ټول پروګرامونه په شوق او ذوق سره اوروو .

وانګ __ د شاهين د کلب مشر او غړو ته يی مونږ هم سلامونه وايو . هيله ده چه په راتلونکی کی هم خپل ليکونه راواستوی .

رمز – د بلو چستان د ژوب څخه زمونږ ورور چه ليکلی يی دی ستاسو نوی اوريدونکی يم . دا ليک رارسيدلی او نوم يی روح الله دی . ښاغلی روح الله د

سلامونو تر څنګ ليکلی چه ورځپاڼې او نور مواد مونږ ته راواستوی .

وانګ – محترم ورور روح الله ته مونږ هم سلامونه وړاندی کوو او کوشش به وکړو چه په راتلونکی کی ورځپاڼې ، مجلی او نور مطبوعات د دوی په پته واستوو .

رمز – د پاکستان د صوبه سرحد ضلع بنون نه د کلش کلب مشر سيد منان ارمانی د خپل راليږل شوی ليک په ترڅ کی د سلامونو نه وروسته ليکی چه اوس زمونږ د کلب غړو شمير ٧٣ تنو ته رسيدلی او مونږ ټول ستاسو خپرونی په شوق او ذوق سره اورو او په پای کی يی بيا هيله کړيده چه که چيری مو زما عکس د سی ار ای په مجله کی چاپ کړی وی ، نوموړی مجله د نورو مطبوعاتی سره يو ځای راوليږی .

وانګ – محترم ورور ارمانی صاحب ستاسو د زړه د اخلاص نه د ډکو سلامونو څخه مننه کوو او زمونږ سلامونه هم ومنی ، خو نوری مجلی او مطبوعات به ستاسو په پته دروليږو .خوشحاله اوسی .

رمز – او دا وروستې ليک چه پته يا ادرس يی په ليک کی نشته د پاکټ پرمخ د باختر کلب ليکل شويدی ، خو د ليک ليکونکی فريدالله خان دی او ليکلی يی دی چه مونږ سره ملګری دی : حضرت شاه ، جميل ، احمد جان ، امجد اقبال ، د اؤ د او کفايت الله او وايی چه مونږ ټول د شپږم (( با )) ټولګی زده کوونکی يو ، خو ښوونځی او ځای يی معلوم نه دی چه چيری واقع دی او څه نوميږی .

په هر حال د شپږم ټولګی زمونږ دغه تنکی ځوانان اوريدونکی د سلامونو نه وروسته پخپل ليک کی زياتوی چه مونږ ستاسو په زړه پوری خپرونه په مينه او شوق او ذوق سره اورو او هيله لرو د سی ار ای پښتو خپرونه د افغانستان او چين د خلکو تر منځ

دوستی لا نوره هم ټينګ کړی .

وانګ – مونږ دغو ګلاليو تنکيو ځوانانو ته هم د مينی نه ډک سلامونه وړاندی کوو او هيله لرو چه په راتونکی کی خپل ادرس يا پته په څرګند ډول وليکی تر څو مونږ ورته په نوموړی پتی باندی ځوابی ليکونه او ځينی خپرونی او مجلی واستوو . د دوی خوښی او خوشحالې غواړو ، نورو ليکونو ته يی د انتظار په تمه ناست يو .