د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د افغانستان د داخله وزارت مامور محمد رصا د مارچ په ١٩ نيټه وويل چه په افغانستان کی د مسلسلو ورځو لپاره د باران اورښت په اثر سيلابونه راووتل او په دی ترڅ کی ٨٨ تنه مړه ، ١٢ تنه ورک او زرهاو تنه خلک بی کوره شوی دی .
نوموړی زياته کړه چه زياتره مړه شوی کسان د هغه هيواد په جنوب لويديځ کی د فراه په ولايت پوری اړه لری او په منځنی سيمه کی مصيبتونه هم نسبأ سخت دی .