د مارچ په شلمه نيټه د سين هوا اژانس له کابل څخه خبر ورکړ چی د افغانستان د حکومت د يوه مامور په قول د سختو بارانونو او د ويلی شويو واورو له امله په دې نژديو ورځو کی د افغانستان په زياتو ځايونو کی سيلاونه رامنځه شول چی په نتيجه کی لږ تر لږه دوه سوه تنه مړه او څو زره کورونه وران شويدي.
د افغانستان د منځنی سيمې د اورزګان د ولايت والی محمد خان د مارچ په شلمه نيټه وويل چی پدې ولايت کی تر ټولو نه سخت سيلاونه پېښ شويدی د مارچ په شمله نيټه وويل چی تر اوسه پوری په نوموړی ولايت کی يو سلو پنځلس تنه مړه او زيات خلک ورک شويدي.
د فراه په ولايت کی په سيلاونو کی اته شپېته تنه مړه، اوه زره اته سوه ويجاړی وران او زيات شمېر څاروی مړه شويدي. د فارياب او غور په ولايتونو کی څلويښت تنه هم مړه شويدي.