د چين د بين المللی راډيو دخبر له مخی د پاکستان د خارجه وزارت نطاق د مارچ په ٢١ نيټه په اسلام اباد کی اعلان وکړچی د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزی به د روانی مياشتی له ٢٢نيټی نه پيل پاکستان ته دوه ورځنی رسمی سفر وکړی .
د خبر له مخی دا د تير کال د دسمبر په ١٧ نيټه د افغانستان د جمهور رئيس په حيث د کرزی د لوړی د خوړلو نه وروسته پاکستان ته لومړی سفر دی .
د پاکستان د خارجه وزارت نطاق وويل چی د سفر په موده کی جمهور رئيس کرزی به د پاکستان له جمهور رئيس مشرف او صدراعظم عزيز سره وګوری او د سيمه ايزو چارو ،د ذات البينی روابطو او د دواړو هيوادونو د اقتصادی او تجارتی همکاری د پياوړتيا په باب د نظريو تبادله وکړی .