د سين هوا اژانس دخبر له مخی ، د روانې مياشتې په ٢٢ نيټه څه دپاسه ٥٠٠ تنه هندی کب نيونکی له پاکستان څخه د خوشی کيدو سره سم هند ته ستانه شول .
د هند لوری ته دنوموړو کسانو د سپارولو وروسته يه هندی مامور وويل ځه دا لومړی ځل دی چه پاکستان زيات هندی بينديان خوشی کړی دی . د خبر له مخی ، د پاکستان جمهوررئيس مشرف نوموړی عمل ته پام ورکړ او هيله يی څرګنده کړه چه له دې لارې به د دواړو هيوادونو ترمنځ روابط ښه والی ومومی .
د هند د اسيا د اژانس دخبر له مخی ، نوموړی کب نيونکی دپاکستان د اوبو سيمو ته د داخليدو له امله نيول شوی دی .