<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-24 20:52:46    
د چين د قزاقيانو ٌ نوم پريکوونکی مور ٌ

cri

د عنعنوی عادت له مخی د چين د شينجيانګ د قزاقی بزګرانو او مالدارانو هر ماشوم دوه ميندې لری چه يوه يی د خپل ځان د زيږولو مور ده او بله يی د دی ماشوم قابله٠ د شينجيانګ قزاقيان قابلې ته ٌ نوم پريکوونکی مور ٌ وايی او د دوی اولادونه بايد د خپلې مور د درناوی په شان په خپل ټول عمر کښی د نوم پريکوونکی مور احترام وکړی٠ د شينجيانګ د التای د پراخ څړځای د فو های په ولسوالۍ کښی لس ګونه زره بزګران او مالداران د يوې ٌ نوم پريکوونکی مور ٌ احترام کوی چه هغه جنار راحت نوميږی ٠

دوه پنځوس کلنه ميرمن جنار راحت د فوهای د ولسوالۍ د ميندو او ماشومانو د روغتيائی مرکز رئيسه ده او د طبی کار کولو په برخه کښی څلور ديرش کلنه تجربې لری٠ محلی بزګران او مالداران وايی چه د هغې لخوا د قابله ګۍ کولو په باب زياتې کيسې ٌ د اسمانی ستورو په شان بی شميره دی٠ ٌ

د ١٩٨٠ کال د مۍ په يوه ورځ کښی يوه لنګه د مشکل ولادت په اثر د غايطه او تشو متيازو د بی اختيارۍ په حال کښی وه او نوی زيږيدلی بچی يی په خوله او بدن کښی له چټلو موادو څخه د ډکيدو له امله د مرګ له خطر سره مخامخ شوی ؤ٠ قابلې جنار راحت سمدلاسه په خپله خوله د ماشوم له خولې څخه چټل شيان ورودل او ورپسی يی د ماشوم دپاره مصنوعی سا وکښله ، اووه دقيقې وروسته ماشوم ژړا وکړه او له مرګ څخه بچ شو ٠ د ماشوم نيکه له جنار راحت سره د لاسونو په روغبړ کولو وويل چه ای ، بچيه ! مونږ د زړه له کومی ستاسی څخه مننه کوو٠

د فو های د ولسوالۍ په ولسی روغتون کښی د ښځو د ناروغۍ د څانګې پرستاره هو های هونګ د يوه ماشوم مور ده ، خو هرکله چه هغه جنار راحت وينی، د دې نوازش کوی او وايی چه ٌ دا هم زما مور ده٠ ٌ ځکه چه پنځه ويشت کاله دمخه د هو های هونګ نوم هم د جنار راحت لخوا پری شوی ؤ٠ د هو های هونګ د زيږيدو په وخت کښی د دې مور هم له مشکل ولادت سره مخامخه شوه او پلار يی د کار دپاره بل ځای ته لاړ ٠ نو جنار راحت شپې او ورځې د هغې د مور پاملرنه کوله٠ هو های هونګ وويل چه ما د جال راحت د اغيزې له امله د پرستارې کسب انتخاب کړيدی، زه هيله لرم چه په راتلونکی کښی به زما لور هم طبی کار وکړې او د ناروغانو دپاره به ښه خدمتونه ترسره کړی٠

ٌ څرنګه چه د پرستارې کالی اغوندم ، نو بايد په خپل زړه کښی د ناروغانو ژوند او روغتيا ته مهم ځای ورکړم ٠ ٌ دا د جنار راحت شعار دی، له ديرشو کالو راهيسی هغه تل پر خپله ژمنه ولاړه ده او په مسئولانه توګه کار کوی٠ هغه کله نا کله د نويو زيږيدلو ماشومانو او اوميندوارو ښځو د روغتيا د معاينې دپاره کليو ته ځی٠ د احصائی له مخی، هغې په ٢٠٠٤ کال کښی د فو های د ولسوالۍ له شپږ سوو اوه اتيا تنو نويو زيږيدلو ماشومانو څخه د څه دپاسه درو سوو تنو د روغتيا معاينه کړيده ٠ تر اوسه پوری جنار راحت د فو های د ولسوالۍ ټولو دوه شپيتو اداری کليو ته تللی ده ٠ ځينی کلی په غرونو کښی واقع دی او موټر ور ته نشی تلای، نو هغه به له نور ځوانو ملګرو سره يو ځای په پښو له غرونو څخه تيريدله او څو څو ځله يی اوميندوارې ښځې د مرګ له خطر څخه وژغورلې دی٠

د ميرمن جنار راحت او د دې د ملګرو د کوششونو له امله له ٢٠٠١ کال څخه تر ٢٠٠٤ کاله پوری د شينجيانګ د فو های په ولسوالۍ کښی د اوميندوارو او ولادی ښځو د مرګ ميزان او د تيتانوس په ناروغۍ د نويو زيږيدلو ماشومانو د اخته کيدو ميزان صفر ؤ٠ په ٢٠٠٤ کال کښی د چين د روغتيا وزارت ، د چين په حکومت پوری د ښځو او ماشومانو د چارو کميټې او د ماليې وزارت لخوا د فو های د ولسوالۍ د ميندو او ماشومانو روغتيائی مرکز ته د مترقی ډلې باافتخاره لقب ورکړ او جنار راحت هم د شينجيانګ د خودمختارې سيمې د مترقی کارکوونکی په حيث وټاکله شوه ٠