<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-26 17:32:55    
مونږ او اوريدونکی

cri

 

 

رمز – د مونږ او اوريدونکی دخپرونی محترمو او ريدونکو ! زه عنايت الله رمز او زه وانګ اين خه خپل ګيډی ګيډی سلامونه او د نوی هجری لمريز کال مبارکی تاسو ته وړاندی کوو . هيله ده چه نوی کال او نوی پسرلی مو په خوښی او خوشحالې سره پيل کړی وی . مونږ د زړه له کومی هيله کوو چه نوی پيل شوی کال د افغان ولس د سو کال ، امنيت او سمسورتيا کال وی او په همدی هيله به د اوريدونکو د ليکونو سره هم د زړه خواله وکړو .

وانګ –مخکی له دې نه چه ليکونه ولولو د محترمو اوريدونکو پام يوی خبرتيا ته رااړوو . د ٢٠٠٥ کال د اپريل مياشتې څخه د جون تر پنځلسمی نيټې پوری به د چين د بين المللې راډيو د پښتو څانګې له خوا د ((زه او د سی ار ای راډيو پښتو خپرونه )) په عنوان د مضامينو سيالې پيل شی .مونږ هيله لرو چه تاسو د کلونو راهيسی ، د چين د بين امللې راډيو د پښتو خپرونې په باره کی مضامين ، نظريات ، پيشنهادونه ، شعرونه ، غزل يا هر ډول ليکنې مونږ ته راوليږئ او بايد يادونه وکړو چه تاسی پخپلو ليکونوکی د مياشت نيټه او کال وليکی . ښه او غوره مضامين به مونږ په پښتو خپرونه کی نشر کړو . مونږ به د دې سيالۍ په باب ٢ تنه د لومړی جايزې ، ٤ تنه د دوهمې جايزی او ٦ تنه د دريمی جايزی اخستونکو په توګه وټاکو او يو شمير سوغاتو نه به د يادګار په توګه ګډون کوونکو ته هم برابر کړو. هيله ده چه تاسی په دې سيالی کی فعاله برخه واخلی او په مداومه توګه مونږ ته ليکونه راوليږئ او زمونږ سره قلمې اړيکی ټينګی وساتئ .

رمز صاحب ، زه خو داسی وينم چه ليکونه هم ډير دی او اوريدونکی به هم د

خپلو ليکونو ځوابونو ته د انتظار شيبی تيروی او د دی دپاره چه د اوريدونکو د انتظار شيبی اوږدی نشی ، نو مهربانې وکړی دا لومړی ليک راواخلې چه د کوم نجتور اوريدونکی دی .

رمز – وانګ جانی : دا لومړی ليک د افغانستان د پلاز مينی څخه د هيواد د ورځپاڼې ژورناليست او زمونږ دايمی اوريدونکی ناصرشاه سرحدی او د ژورناليستانو د اتحادي مرستيال ښاغلی حفيظ الله بارکزی په ګډه راليږی . مونږ ټولو ته يی ځولی ، ځولی سلامونه رااستولی . د سلامونو او زمونږ د پروګرامونو د ستاينې نه وروسته زياتوی چه د چين د نړيوال راډيو د پښتو ژبې خپرونه نه يوازی د سی – ار – ای د کارکوونکو لپاره بلکې د ټولو افغانانو دپاره د وياړ او افتخاروړ ده او د چين او افغانستان د ښه ګاونډيتوب او د دوستې د لا ټينګښت په لاره کی ستر رول لوبوی .

وانګ – محترم سرحدې صاحب او بارکزی صاحب ته مونږ ګيډې ګيډې

سلامونه وړاندی کوو . د ښه او نيک نظر څخه يی مننه کوو او هيله لرو چه په راتلونکی کی هم خپل ليکونه مونږ ته راواستوی .

رمز – د شمشتو کمپ له نضرت مينی څخه د ننګرهار کلب مشر سيدجمال فاطمی او ملګرو يی هر يوه حکمت الله غزنوی ، نصير احمد رحمانيار او عرفان الله اسلامی پخپل راليږل شوی ليک د سلامونو تر څنګ ليکی چه مونږ د چين د بين المللې راډيو ټول پروګرامونه اورو او په راتلونکی کی به هم خپلې قلمې اړيکی له تاسو سره ټينګی وساتو .

وانګ – محترم اوريدونکی سيد جمال فاطمی او ټولو ملګرو ته يی مونږ هم

سلامونه وړاندی کوو . مونږ به هم پخپل وارسره ستاسو په پته ليکونه درواستوو . خوشحاله اوسی .

رمز – د پاکستان د کرم ايجنسی د ګالې کمپ څخه د سی – ار –ای د کلب مشر حضرت ولی منګل او د کلب د نورو غړو هر يوه محمد ولی ، محمد يونس منور ګل رحيم ، عبدالولی ، محمد سليم ، نور سليم ، محمد دحيم ، نعيم ، محمد امين د اؤد ، شفيق ، جاويداقبال او نورو پخپل ليک کی ګيډې ګيډې سلامونه ليکلی او هم يی مونږ ته د نوی کال او د لوی اختر چه البته دواړه تير شويدی مبارکی ويلی ده . دغه راز محترم حضرت ولی منګل پخپل همدی ليک کی څو پوښتنې او وړانديزونه هم مطرح کړيدی .

وانګ – محترم ورور حضرت ولی منګل او د دوی د کلب ټولو غړو ته مونږ هم

سلامونه وړاندی کوو . مونږ ستاسو د طرح شويو پوښتنو او وړانديزونو څخه مننه کوو او کوشش به وکړو چه په راتلونکو خپرونو کی يې په نظر کی ونيسو . مجله او نور مطبوعات به په راتلونکی کی ستاسو په پته دروليږو نيکمرغه اوسی .

رمز – دا بل ليک د پاکستان د صوبه سرحد نه د باختر د کلب مشر سيدالرحمن بهير راليږی ، ډير ډير سلامونه يی ليکلی او بيا يی زياته کړيده چه د راډيويی سيالی نتيجې ولی دومره وځنډيدلی او هغه څه وخت اعلانيږی .

وانګ – ګرانه وروره سيدالرحمن بهير صاحب زمونږ سلامونه هم ومنی او د راډيويی سيالې په نتيجو باندی عور او څيږنه روانه ده ، کله چه وروستې نتيجه په لاس راغله ، نو هرمرو به يی د راډيو په خپو کی اعلان کړو . ستاسو د نورو ليکونو په هيله .

رمز – دا دوه ليکونه زمونږ د دايمی اوريدونکو امان الله امان او عبدالله اندوی له خوا رارسيدلی او دوی دواړو پخپلو ليکونو کی خپل ملګری داسی معرفې کوی چه نومونه يی دی شيرعلی ، دحيم داد ، فضل الرحمن ، محمد عارف عرفان ، نجيب الله نجيب ، حميد الله حميد ، سميع الله سيمع ، سردار ، جبيب الله ، دوست محمد دوست او داسی نور . د سلامونو تر څنګ يی ليکل چه مونږ ټول ستاسو پروګرامونه او رو او بيا يی زياته کړيده چه ستاسو له خوا په راليږل شوی جنتری کی د چرګ عکس چاپ شويدی . دا د څه دپاره .

وانګ – د امان الله امان او عبدالله اندوی او د دوی ټولو ملګرو سلامونو ته

وعليک وايو . د چرګ په هکله بايد ووايو چه سږ کال د چين د دهقانی جنتری له مخی د چرګ کال دی ، نو پدی توګه زمونږ له خوا په خپره شوی جنتری کی هم د چرګ عکس چاپ شويدی . په چين هر کال د يوه ژوی يا الوتونکی او يا په نورو حيواناتو نومول کيږی چه په دی توګه تير کال د بيزو کال ؤ او سږ کال د چرګ کال دی خوشحاله اوسی .