<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-31 17:46:16    
د لوی ملا شريف جان ارام ژوند

cri

هر لوی سهار په څلور نيمو بجو د چين د لويديځی سيمې د شينجيانګ د وروموچی لوی ملا شريف جان چه اته نوی کلن دی، د لمونځ دپاره له کور څخه جومات ته ځی٠ که څه هم سپين ږيری شريف جان دومره زيات عمر لری، خو بيا هم هره ورځ په جومات کښی پنځه ځله لمونځ کوی٠

د تيرې پيړۍ په پيل کښی شريف جان د شينجيانګ د توروفان د سيمې په يوه داسی کور کښی وزيږيده چه د اسلاف څو نسلونه يی مشهور لوی ملايان وو٠ هغه د اوو کلونو په عمر کښی د خپل اجدادی کور په يوه مذهبی ښوونځی کښی په زده کړې پيل وکړ او ورپسی د شينجيانګ د جنوبی سيمې د مشهور تاريخی ښار کاشغر په يوه مذهبی ښوونځی کښی داخل شو٠ له دی ښوونځی څخه له فارغيدو نه وروسته توروفان ته بيرته لاړ او د ملائی دنده يی په غاړه واخيسته٠ د تيرې پيړۍ په اتمه لسيزه کښی هغه د شينجيانګ د ويغوری قوم د خودمختارې سيمې د مرکز وروموچۍ په يوه لوی جومات کښی د امام دنده په غاړه واخيسته٠

لوی ملا شريف جان لوړ نه دی او دنګر ښکاری، خو دوه سترګې يی ځليدونکی دی او اوږده ږيری يی ټټر ته رسيږی٠ اوس هغه په وروموچۍ کښی د يانګ هانګ د لوی جومات امام دی٠ دا جومات د سلو کلونو تاريخ لری چه د تيرې پيړۍ په نهمه لسيزه کښی زوړ او لږ څه خراب شو، نو سپين ږيری شريف جان يوه قوی أرزو درلوده چه د خپل ژوند په وخت کښی يی دا جومات بيا جوړ شی٠ د خوښۍ وړ خبره دا وه چه د سپين ږيری دا غوښتنه ژر پوره شوه چه د حکومت مربوطې څانګې د جومات د ترميمولو او پراخولو دپاره خاصې پانګې اختصاص کړی او پروژره ژر پيل شوه٠ په هغه وخت کښی ملا شريف جان هره ورځ که به سخت باد لګيده او يا به باران اوريده، د جومات د ترميمولو ميدان ته ته٠ اوس د دی پراخ شوی جومات د انګړ مساحت څه دپاسه دری زره مربع متره دی او پکښی څه نا څه زر تنه مسلمانان په يوه وخت کښی لمونځ کولای شی٠ سپين ږيری شريف جان وويل چه حکومت د څه دپاسه دوه مليونو ژن مين بی يوانو په اندازه د پيسو په مصرفولو سره زمونږ جومات بيا أباد کړی چه د ماڼۍ په شان ډير ښکلی دی ٠ زه او ټول مسلمانان ډير خوشحاله يو٠

د شينجيانګ د ويغوری قوم خودمختاره سيمه د چين له ولايتی اداری سيمو څخه يو داسی ځای دی چه پکښی يی مسلمانان تر ټولو زيات دی٠ د دې سيمې له ديارلسو هغو قومونو څخه چه نسل په نسل په دی سيمه کښی اوسيږی ، د لسو قومونو خلک د اسلام پر مبارک دين باندی عقيده لری او د مسلمانانو شمير يی له لسو مليونو څخه اوښتی دی٠

د چين د ولسی جمهوريت له جوړيدو نه دمخه په شينجيانګ کښی يوازی څه دپاسه پنځوس تنه حاجيان موجود وو، خو له څه دپاسه پنځوسو کالو راهيسی هر کال د شينجيانګ څه نا څه زر تنه مسلمانان د حج دپاره مکی معظمې ته ځی٠ لوی ملا شريف جان وويل چه هغه خپل ځان د مذهبی مطالعې او تبادلی دپاره په وار سره د نايجريا او سعودی عربستان په شمول څو هيوادونو ته سفر کړيدی٠ دا ټول د چين د ښې او معقولې مذهبی پاليسۍ نتيجه ده ٠

د شينجيانګ د اسلامی علومو د پوهنځی په بلنه لوی ملا شريف جان کله نا کله د دی پوهنځی محصلينو ته لکچر ورکوی٠ څرنګه چه هغه غنی مذهبی تجربې او پوهه لری ، نو پر محصلينو باندی ډير ګران دی٠ د دی پوهنځی مرستيال لوی ملا عبدالرقيب وويل چه د لوی ملا شريف جان عمر د اسلام له مبارک دين سره يو ځای شويدی٠ هغه په جدی توګه د قران کريم لارښوونی عملی کوی ، له قران کريم سره سم خلکو ته د رښتيا، مهربانۍ او ښکلا په شمول د عملونو په باب اصول ورزده کوی او تل د خپلو ښو او مهربانو عملونو په وسيله پر شاوخوا خلکو باندی مثبته اغيزه کوی ٠ هغه يو خالص ، سپيڅلی او د احترام وړ سپين ږيری دی ٠