<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-02 16:47:11    
مونږ او اوريدونکی

cri
 

رمز – د مونږ او اوريدونکی د خپرونې ډير قدرمنو اوريدونکو ، اسلام عليکم ! زه عنايت الله رمز او زه

وانګ اين خه . نن بيا د دی خپرونې په وړاندی کولو سره ستاسو په درانه خدمت کی يو هيله ده چه د خپرونې تر پايه پوری له مونږ سره ملګرتيا وکړی .

وانګ – مخکی له دينه چه د اوريدونکو ليکونه ولولو غواړو د نوی چين د جوړيدو د پنځه پنځوسمی کاليزی په وياړ په تيری راډيويی سيالی کی د لومړی دوهمی او دريمې جايزی اخيستونکو نومونه معرفی کړو .بايد يادونه وکړو چه زمونږ په نوموړی سيالی کی ډيرو زياتو اوريدونکو برخه واخيستله او په مطلق اکثريت قدرمنو اوريدونکو سم ځوابونه ليکلی ؤ . پاتې دی نشی چه د لومړی جايزې وړنکی په وروستې قرعه کشی کی شامليږی چه نتيجه به يی وروسته له قرعه کشی نه اعلان شی .

رمز -- اوس به د خپلو هغو قدرمانو اوريدونکو نومونه واخلو چه د چين د بين المللې راډيو د پښتو څانګی د لومړی ، دوهمی او دريمی جايزې وړونکی ګڼل شويدی .

د لومړی جايزې ګټونکی

١. د پاکستان د صوبه سرحد د بلوچيستان د النور کيپ کندهاری بازارژوب څخه رفيع الله مندوخيل

٢. د پاکستان د صوبه سرحد د ميربها درکالونی هنګوروډ کوهاټ نه د اريانا پښتو ادبی مشر سيدوارث حنيفې.

٣. د پاکستان صوبه سرحد ضلع هری پور جی يی روډ افضل مارکيټ نه سيدالرحمن بهير .

٤. د چوک يادګار پشاور ښار د نيرانکتريک مارکيټ رضاپلاستيک ستور نه معشوق جان کامه وال .

د دوهمی جايزی ګټونکی

١. د افغانستان د کندهار ولايت نه سميل زی ابرا هيمی

٢. د پاکستان صوبه سرحد ضلع وتحصيل مانسهره اچهړيان نه محمد عارف عرفان .

٣. د پاکستان د صوبه سر حد ضلع وتحصيل مانسهره ډاګخانه حاجی اباد اچهړيان نه قاری محراب الدين ارمانی .

٤. د صوبه سرحد بازارکوهاټ دالکريم کلاته هوس د عظمت شاپنګ سنترشاپ ٣٧ نه محمد اقبال بشردوست اريوبې .

٥. د پاکستان د صوبه سرحد ضلع وتحصيل مانسهره اچهريانه قارې نوروز عاشق .

٦. د پاکستان صوبه بلوچستان د ضلع قلعه سيفالله مسلم باغ نه شير خان سلمان خيل .

٧. د پاکستان د صوبه سرحد لکی مروت د صمد لسنرز کلب نه هارون الرشيد

د دريمی جايزی کټونکی

١. د پيشاور بورډ ته نږدی د ستار فيلينګ ستيشن نه عبدالرحيم رحيمی

٢. د صوبه بلوچستان ضلع پشين نه بدرالدين فريادی .

٣. د پاکستان صوبه سرحد کورم پراچه صادق الرحمن .

٤. د پاکستان صوبه سرحد غزنوی کالونې بايی پاس روډ مردان څخه عثمان مردانوی

٥. د پاکستان صوبه سرحد ضلع وتحصيل مانسهره اچهريان نه اقاګل ملنګ يار

٦. د پاکستان لکې مروت جنت لسنرز کلب نه حفيظ ګل جنت

٧. د بلوچستان ژوب نه د مندوخيل لسنرز کلب مشر بشريارمندوخيل

٨. د پاکستان د صوبه سرحد تحصيل وضلع ټانک مبارک کلاته هوس نه نور حسين ولدامان الله

٩. د پاکستان صوبه سرحد ضلع وتحصيل مانسهره اچهريان نه سردارخان

١٠. د صوبه بلوچستان ژوب نه روح الله

١١. د شمالې وزيرستان ميرانشاه څخه خان زمان

وانګ– اوس د محترمو اوريدونکو پام يوی خبرتيا ته رااړوو . د ٢٠٠٥ کال د اپريل د مياشتې څخه د جون تر پنځلسمی نيټې پوری به د چين د بين المللې راډيو د پښتو څانګې له خوا د ((زه او د سی ار ای راډيو پښتو خپرونه ))تر سر ليک لاندی د مضامينو سيالې پيل شی .مونږ هيله لرو چه تاسو د کلونو راهيسی ، د چين د بين امللې راډيو د پښتو خپرونې په باره کی مضامين ، نظريات ، پيشنهادونه ، شعرونه ، غزل يا هر ډول ليکنې مونږ ته راوليږئ او بايد يادونه وکړو چه پخپلو ليکونوکی

مياشت نيټه او کال وليکی . ښه او غوره مضامين به مونږ په پښتو خپرونه کی نشر کړو . مونږ به د دې سيالۍ په باب ٢ تنه د لومړی جايزې ، ٤ تنه د دوهمې جايزی او ٦

تنه د دريمی جايزی د اخستونکو په توګه وټاکو او يو شمير سوغاتو نه به د يادګار په توګه ګډون کوونکو ته هم برابر کړو. هيله ده چه په دې سيالی کی فعاله برخه واخلی او په مداومه توګه مونږ ته ليکونه راوليږئ او زمونږ سره قلمې اړيکی ټينګی وساتئ .

رمز صاحب اوريدونکی به هرومرو له مونږ سره ملګرتيا کوی ، ځکه چه ليکونه يی راليږلې او دا خپرونه د دوی خپله خپرونه ده او مونږ به هم تر خپلې وسی پوری کوشش وکړو چه خپرونه د اوريدونکو د ذوق او شوق سره برابره کړو .

رمز – وانګ جانی چه ته داسی ژمنه کوی چه خپرونه د اوريدونکو د ذوق او شوق سره برابره کړی ، نو زه به دا ليک راواخلم او و به يی لولم چه د کوم اوريدونکی دی .

وانګ – مهربانی وکړی او ليک ولولې .

رمز – دا ليک د پاکستان د صوبه سرحد د باجوړ ايخيسې د باجوړ ګلونه د کمپ مشر غلام يوسف راليږلې او د سلام نه وروسته ليکې : زه تاسو ته د لوی اختر مبارکی وايم . مونږ ډير خوشحاله يو چه په انترنيټکی هم په زړه پوری خبرونه ، تبصرې او ډول ډول ارزښمن مطالب خپروی او هم غوښتنه کوی چه د پښتو يو مجله خپره کړی .

وانګ – د محترم ورور علام يوسف سلامونو ته وعليک وايو او د لوی اختر په مناسبت يی د مبارکی څخه مننه کوو . که څه هم لوی اختر لا پخوا تير شوی ، خو

د دې ورور ليک د يو څه ځنډ وروسته مونږ ته رارسيدلې دی ، خو مبارکی هر وخت مبارکی وی او ورڅخه مننه کوو . مونږ ډير خوشحاله شولو چه زمونږ د انترنيټ پاڼه

هم ګوری او د مجلې د خپرونې په هکله بايد ووايو چه پدې هڅه کی يو چه يوه مجله يا جريده هم په راتلونکی کی خپره کړو . خوشحاله اوسی .