<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-05 17:31:49    
کلی ددوی د زيارونو او هلوځلو په برکته لاښکلی او سمسور شوی دي

cri

د چين په منځنی جنوب کی د هونان ولايت د مرکز څانګ شا ښار په اړه دنينګ شيانګ په ولسوالی کی دمينګ وې نومی کلی شته او په هغه کی يوه ښځه چه هو چوين هوا نوميږی ، تيرکال د کليوالود کميټی درييسی په توګه انتخابه شوی ده .

ميرمنې هوچوين هوا چه په خپل کلی کی د ١٦کالو لپاره د ښځو د کميټی د مشرتابه دنده په غاړه لری ، د تيرې جون په مياشت کی دکليوالی کدرونو د روزنی او تربيی په هغه کورس کی چه د ولسوالی لخوا جوړشوی ، برخه درلوده . د کورس په موده کی يی د کلی د مشرتابه د ګټلو په انتخاب کی دګډون کولوخيال پيدا کړ ترڅو په لا ښه شان سره خپلو کليوالو ته خدمت وکړی او دوی ته ګټی ورسوی . د کلی د مشرتابه د انتخابولو په غونډه کی هو چوين هوا د خپلی ويناپه ترڅ کی د واقعی حالاتو او شرايطوپه نظر کی نيولو سره د خپل کلی راتلونکی انکشافی پلان او مرام وړاندی کړ . د نتيجی له مخی د کلی ټولو اوسيدونکو دری پر څلورمې برخی موافقی رايی هغی ته ورکړې او په دی توګه ميرمن هو چوين هوا دنينګ شيانګ ولسوالی په کليو کی دلومړنی ښځينه رييسی او د ښځو د کميټی درييسې په توګه ټاکل شوی ده .

د خپل نوی ماموريت په لومړنيو وختونو کی ميرمن هو د خپلی ژمنی سره سم د اقتصاد د صنعتی جوړښت په تنظيم پيل وکړ او پريکړه يی وکړه چه د ټولو کليوالو

په مشرۍ به په زيات قوت سره د څارويو د روزلو په عين وخت کی د ګلانو اود ونو د نيالګيو د ايښودلو او د کبانو د روزلو چاروته هم پام واړوی . د ميرمنی هو چوين هوا په مرسته دکلی ښځينه اوسيدونکی تان شياو خوی دولسوالی په چوکاټ کی د څارويو د روزلو په برخه کی ډيره تکړه او مشهوره شخصيته ګرځيدلی او کلنی ګټی يی له دوو لکو ژن مين بی يوانو څخه اوښتی دي . تان شياو خوی په علمی ميتود د څارويو د روزلو له لاری نه يوازی خپله کورنی شتمنه کړې ، بلکی يی د نورو کليوالو جذبات هم راسمبال کړی دی ، نن سبا د مينګ وې کلی په سلو کی اتيا اوسيدونکی په علمی ميتود څاروی روزی .

دغه راز د اقتصادی ارزښت لرونکو ونو د جوړولو په برخه کی تيرکال مشره هو چيون هوا د کليوالو لپاره د نورو سيمو څخه څه د پاسه لس زره دانی نيالګی واخيستل . برسيره پردی يی د څارويو دفضله موادو نه په استفاده د کبانو د روزلو په ساحه کی هم لوی ګامونه اخيستی دی .

اوس د رييسی هوچيون هوا په مشرۍ د مينګ وې په کلی کی هره کورنی د خپلو شرايطو سره سم په علمی ميتود څاروی او کبان روزی اود ونو نيالګی جوړوی ، اوپه دی بهير کی ګام په ګام د لاشتمنۍ اونيکمرغۍ په لوری مخ په وړاندی ځی . د ټول کلی په سلو کی ٩٥ هلکان او نجونی د ښوونځی لسم ټولګی ته دداخليدو توان لری او د ښځو په ځانګړی کورس کی ښځو ته د ښو اخلاقو او روغتيا په اړوند معلومات ورکول کيږی . نو په دی کلی کی په سلو کی ٦٠ ښځو په خپله کورنی کی هم په توليدی فعاليتونو او هم په کورنيو چارو کی عمده رول لوبولی اولوبوی يی . ميرمن هو چيون هوا د مسلسلو درو کالو لپاره د ولسوالی د ممتازی او پرمختللی شخصيتې په توګه هم انتخابه شوی ده .

درنو اوريدونکواوس بله کيسه راوړو - سږکال ٤٢کلنه سونګ ای پينګ

دنينګ شيانګ ولسوالی د يانګ يو تانګ دکلی يوه کليواله ده . هغه په ٢٠٠٢کال کی د کليوالو د کميټی د رييسی په توګه د انتخابيدو نه وروسته د خپل کلی د شتمنی کولو او سمسورولو په مقصد د بنيادی تاسيساتو جوړول دخپل لومړی مهم کار په حيث ګڼلی دی . د څوکالو راهيسی هغی د ٣ لکو يوانو په کريدت د نورو کليو نه مخکی برقی شبکه اصلاح کړی ، له کليوالو سره يو ځای يی د اتو کيلومترو په اوږدوالی نوی سړک جوړ اود ١٥ کيلومترو په فاصله د سړک بله برخه يی ترميمه کړی ، دغه راز يی يوه نوی وياله هم جوړه کړی ده چه له دی برکته د ټول کلی د اوبو ، بريښنا او سړکونو په برخه کی پخوانی ستونزی په ابتدايی توکه له منځه تللی دي .

د نوموړو بنيادی تاسيساتو په جوړيدو او بشپړيدو سره د ولايتی مرکز څانګ شا ښار ځينو شرکتونو په وار سره په نوموړی کلی کی پانګی اچولی اوعمومی سرمايی يی له ٢مليونو يوانوڅخه اوښتی دي . د ٢٠٠٣کال په پای کۍ د هر اوسيدونکی په سر منځنی خاليص عايدات ٢٦٠٠ يوانو ته زيات شوی او د کلی

ډله ايز اقتصادی قوت هم ورځ په ورځ پياوړی کيږی او تر ٢٠٠٤ کال پوری د څه د پاسه ٤ لکو يوانو په اندازه د پورونو د اداکولونه وروسته لا دوه لکه يوانه هم اضافه پاتی شوی دي . نن سبا په نوموړی کلی کی له تازګۍ او حياتی قوې څخه ډکه منظره ليدله کيږی .