د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د هندی او پاکستانی کشمير د عمومی ترافيکی کرښې د پرانيستل کيدو نه دوه ورځې دمخه د دې کرښی يو عمده پل چه په هندی کشمير کښی واقع دی، د اپريل په پنځه نيټه ويجاړ شويدی٠
د خبر له مخی، په همدې ورځ سهار د هندی کشمير له مرکز سرينګر څخه د ٢٣ کيلومترۍ پر يوه پل باندی يو بم وچاود چه په نتيجه کښی د يوې ښځې په شمول دری تنه بی ګناه خلک ټپيان شول٠
د پلان له مخی به د هندی کشمير د مرکز سرينګر او د پاکستانی کشمير د مرکز مظفراباد ترمنځ عمومی ترافيکی کرښه د اپريل په اوومه نيټه پرانيستله شی٠