<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-07 15:45:43    
د ٌ مياو ٌ د قوم خلک د ٌ لوشينګ ٌ په نامه د موسيقی الې او رنګا رنګو لباسونو په وسيله خپل ژوند ښکلی کوی

cri

لو شينګ ٌ د ٌ مياو ٌ د قوم يو ډول عنعنوی موسيقی اله ده ٠ د چين په جنوب لويديځه سيمه کښی د ٌ مياو ٌ د قوم ٌُ په کليو کښی که هلکان د ٌ لو شينګ ٌ په وسيله خوږ موزيک وغږوی، نجونې به په خوښۍ سره نڅا وکړی٠ ٌ لو شينګ ٌ له باڼسو څخه جوړ شوی کلرنت دی او د چين د جنوبی سيمې د زياتو قومونو د موسيقی ځانګړی اله ګڼل کيږی٠ خو د ٌ مياو ٌ د قوم په خلکو کښی د ٌ لو شينګ ٌ د وهلو وختونه له نورو قومونو سره توپير لری٠ د ٌ مياو ٌ د قوم زوړ هنرمند تانګ فۍ چه له اوږدې مودې راهيسی د ٌ لو شينګ ٌ په وسيله د موزيکونو د غږولو په برخه کښی لوی لاس لری، دا توضيحات ورکړل چه يوازی په ټاکلی وختونو کښی ٌ لو شينګ ٌ وهل کيږی، د هر کال د نوامبر له لومړيو لسو ورځو څخه يعنی د منی د حاصلاتو له ترلاسه کولو نه تر اپريل پوری او د مهمو جشنونو د نمانځنې ورځې د ٌ لو شينګ ٌ د وهلو وختونه دی٠ خو د می له مياشتې نه وروسته او د منی د حاصلاتو له ترلاسه کولو نه دمخه د ٌ لو شينګ ٌ وهلو ته اجازه نشته٠ ځکه چه د روايت له مخی ، که په دی موده کښی ٌ لو شينګ ٌ ووهل شی، نوی کښتونه به وده و نه کړی٠ کله چه د مياو قوم په کليو کښی د ٌ لو شينګ ٌ خوږ اواز پورته کيږی ، کليوالان که لويان وی او که ماشومان، يو د بل د لاسونو په نيولو سره يوه دائره جوړوی او د ٌ لو شينګ ٌ د وهونکو په مشرۍ نڅا کوی٠ هر کله چه د ٌ مياو ٌ د قوم خلک د ستر جشن نمانځنه کوی، عمومأ لس ګونه يا سل تنه هنرماندان د ٌ لو شينګ ٌ په وسيله موزيکونه غږوی او ډير زيات کليوال نڅا کوی چه منظره يی ډيره باعظمته او ښکلی ښکاری٠

د ٌ مياو ٌ د قوم لباسونه ډير ښکلی دی او شکلونه يی ډير زيات دی٠ د دی قوم هر جشن هم د کاليو د ګنډلو او د ګلدوزی کولو په برخه کښی د نجونو د ښو مهارتونو د ښودلو ښه وخت ګڼل کيږی٠ د ٌ مياو ٌ د قوم نجلی وۍ يان يان چه د خپل قوم د لباسونو په څيړنی بوخته ده، خبريال ته وويل : ( اواز) د ٌ مياو ٌ د قوم لباسونه د پوښاک له لحاظه د دی قوم تاريخ څرګندوی٠ ځکه چه د ٌ مياو ٌ قوم يو داسی قوم دی چه په تاريخ کښی يی د چين له شمال څخه جنوب ته ورو ورو کډه کړيده٠ د مهاجرت په بهير کښی به ښځو په لباسونو باندی د خپل قوم د تاريځ د څرګندولو په باب د تصويرونو ګلدوزی کوله ٠ نو دا قوم به چه چيرته رسيده ، خپل کلتور به يی هم هغه ځای ته رساوه ٠

د ٌ مياو ٌ د قوم خلک چه د طبيعت پرستش کوی، پر کاليو او لباسونو باندی د مرغانو، پتنګانو، غوايانو، ښامارانو، غرونو، سيندونو او ونو تصويرونو ګلدوزی کوی او دا نظر لری چه دغه تصويرونه د نيکمرغۍ او ښکلا نښه او نښان دی٠ د ٌ مياو ٌ د قوم د لباسونو عمده رنګونه چوڼيا او ابی دی او د ښځو لمن يی څرګند قومی خصوصيت لری چه له سرو، ابی او چوڼيا فيتو څخه د لمنې لاندينی دامن جوړيږی او پر لاندينيو دامنونو باندی زياتې داسی کوچنی کرې ځوړندی دی چه له سپينو وړيو څخه جوړې شويدی٠ وايی چه دغه کوچنی کرې د مرغانو د بڼو نښه ده٠

د ٌ مياو ٌ د قوم د اخترونو په ورځو کښی سياحان د ٌ لو شينګ ٌ په وسيله غږول شوی خواږه موزيکونه اوريدلای شی او ډير ښکلی لباسونه هم ليدلای شی ٠ د ګوانګ سی د ٌجوانګ ٌ قوم په خودمختارې سيمې پوری د ژونګ شوۍ په نامه د ٌ مياو ٌ د قوم د خودمختارې ولسوالۍ رئيس وۍ مين شان وويل چه د ژونګ شوۍ خودمختاره ولسوالی د اخترونو د نمانځنې ښه ځای دی او زيات قومی دودونه د جشنونو د نمانځلو په بهير کښی ډير ښه ښودل کيږی ، مثلأ د اسونو جنګ او د ٌ لو شينګ ٌ د وهلو مسابقه او داسی نور٠ دا ولسوالی په غرونو کښی پرته ده او د ٌ مياو ٌ قوم د ګڼ شمير هيوادوالو د اوسيدو ځای دی٠ د دې ولسوالی په زړه پوری قومی دودونه او ښکلی طبيعی منظرې ډير زيات توريستان راجلبوی ٠